لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي دخپل اقتدار دوام لپاره وزیراعظم عمران خان دمذهب نوم کارؤل شورو کړي


سوات کې يوى جلسى ته وينا کې وزير اعظم عمران خان ويلي په یو کال کې د احمديانو غير مسلمه ګرځولو نه وروسته دا دويمه تاريخي موقعه ده جې د هغه په حکومت کې ملګرو ملتونو د اسلامي هيوادونو دتنظيم په استازيتوب د اسلاموفوبيا په ضد دپاکستان قرارداد په دروند اکثريت سره منظور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخالف ګوندونه غواړي دوزیراعظم عمران خان دحکومت تخته دبې باورۍ دتحریک له لارې نسکوره کړي او دبشري حقونو فعالين په سياسي جلسه کې د احمدي ورورولۍ په هکله د عمران خان بيان بې کچه غير ذمه ورانه او دمذهب دنوم نه داستفادې په معنا بولي.

دبشري حقونو فعالین وایي د اسلاموفوبيا په ضد دقرارداد ذکريډټ اخستو پځائ عمران خان ته پکار دي چۍ پاکستان کې داحمديانو او نورو اقليتونو په بده ورځ شرم وکړي.

د پاکستان په کچه د بشري حقونو دتنظيم ایچ ار سي پي عممومي سيکتر حارث خليق په يوه سياسي جلسه کې د وزير اعظم عمران خان د احمديانو په هکله بيان بې کچه غير ذمه ورانه ګرځولى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې حارث خليق وويل د بې باورۍ تحريک سره مخ عمران خان چې دا وخت کومې جلسې کوي د هغې د احمديانو يا د نورو لږکيو سره څه تړاو کيدلى شي؟

حارث خليق وويل د ملګرو ملتونو قرارداد باندې دخوشالى کولو پځائ وزير اعظم عمران خان ته پکار دي چې پاکستان کې دمیشت احمديانو او د نورو لږکيو په بده ورځ وشرمیږي.

نوموړي زياته کړه بيا په کومه خوله عمران خان په مولانا فضل الرحمان سیاست لپاره د مذهب دکارولو و تورونه لګوي.

د مخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحريک مخې ته له راتلو وروسته وزير اعظم عمران خان د هيواد په بیلابیلو ښارونو کې جلسې پيل کړي دي او واکمن تحريک انصاف ګوند په دغه قرارداد د ووټونو په ورځ د پارليمان د ودانۍ مخې ته دلکونو پلويان د راغونډولو اعلان هم کړى دى.

څېړونکى امتياز عالم هم د وزير اعظم عمران خان د احمديان په اړه بيان باندې ټکونه کوي اؤ وي او اى ډيوه سره خبرو کې وایي داسې ښکاري چې د بې باورۍ دتحريک پسر د مشکلاتو سره مخ عمران خان هم مذهبي کارډ لوبول غواړى .

د امتياز عالم په خبره تر دې وړاندې هم دمذهب نوم یا کارډ پاکستاني حکمرانانو داسې حالاتو کې کارولی دی.

نوموړي زپاته کړه عمران خان د مدينې د رياست خبره کوې خو چې کومه سپکه خوله او کنځل هغه دخپلو سياسي مخالفينو لپاره کاروي، د هغې دمدينې رياست کې مثال نه ترلاسه کیږي.

د وزير اعظم عمران خان د احمديانو په اړه بيان باندې په ټولنيز رسنيو بحث کې د امريکا دسترې تحقيقي ادارې بروکنګ انسټيټوټ کارمندې مديحه افضل د خپل ټويټ د لارې سياسي چارو کې د مذهب په ورګډولو انديښنې ښودلي دي.

وړاندې نه د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه پاکستان کې د لږکيو په ضد دمذهب د سپکاوي دقانون نه په ناسمه استفاده اؤ د لږکیو نجونو سره دجبري ودونو او توپيري چلند پسر انديښنې ښايي، خو د پاکستان حکومت دا د غربي نړى پروپيګنډه بولي او دعوې کوي چې پاکستان کې ميشت لږکيو ته یې دهغوئ حقونه ورکړي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG