لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې يو نرښځی په ډزو وژل شوی بل ژوبل


د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې يو نرښځی په ډزو وژل شوی او بل ژوبل کړی شوی دی، پوليس وايي ډزې د نرښځيانو په دېره کې شوي دي.

د مردان ښار د پوليس مشر (ډي اېس پي) عدنان اعظم وي او اې ډيوه ته ويلي، پرون د زيارت په ماښام د نرښځيانو دېرې ته څو کسان راغلي چې ترمنځ يې جګړه جوړه شوې او بيا يې ډزې کړي دي.

هغه وویل، د ډزو په نتيجه کې يو نرښځی (چاند) وژل شوی او (زمرد) سخت ژوبل شوی دی.

د پوليس افسر په خبره د پېښې مقدمه د دوه کسانو پرضد درج شوې، او پلټنې پېل کړی شوي دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ويلي دوی د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ته دوه ژوبل نرښځيان منتقل کړي، او بيا ډاکټرانو ویلي په ژوبلو کې يو ژوند د لاسه ورکړی او د بل درملنه روانه ده.

روانه اوونۍ په خېبرپښتونخوا کې دا دوېمه پېښه ده چې په نرښځيانو پکې تشدد کيږي.

څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې څلور نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو.

د ډاکټرانو په وېنا په ژوبل شوو نرښځيانو کې د يو د ملا تیر(سپېنل کاډ) خراب شوی او هغه معذوره شوی دی.

تېره اوونۍ هم په مردان ښار کې د موسيقۍپه يو پروګرام کې په يو نرښځي ډزې شوې وې او د هغې وروسته بيا په ښار دننه نرښځيانو احتجاج کړی او د حکومت نه یې د تحفظ غوښتنه کړې وه.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، تراوسه پورې چې څومره نرښځيان وژل شوي يا ژوبل کړی شوي دي، پوليسو پکې ککړ کسان نيولي دي خو هغوی ته سزاګانې نه دي ورکړی شوي.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم وايي، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي، دوی ګڼي چې د نرښځيانو په قضيو کې ډېره پاملرنه نه کيږي ځکه زياتره ککړ کسان د عدالتونو نه خوشي شي او د سزاګانو نه بچ شي.

قمر نسيم زياته کړه درې کاله وړاندې نرښځيانو ته د تحفظ ورکولو او په هغوی د تشدد د مخنيوي دپاره د خېبرپښتونخوا پوليس لخوا يوه ځانګړې کميټي جوړه کړی شوې وه خو د هغې څه مثبته نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

خو د يادې کمېټۍ يو غړي چې نوم يې نه څرګندول غوښته ويلي دي، دوی د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو پلټنې کوي او هڅه يې ده چې د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو مخنيوي وکړي.

د نرښځيانود اتحاديې (ټرانسجنډر الاينس پاکستان) ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کال 2015م راهسې تراوسه پورې په صوبه کې د 90 نه زيات نرښځيان وژل شوي او په 150 باندې مختلف ډول تشدد شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG