لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې په ریکارډ کچه راغورځېدلې ده


د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) وايي، نن د جمعې په ورځ (18 مارچ) پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې د 180 روپو نه سېوا شوې ده.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي، په پرانستي مارکيټ کې د يو ډالر بيعه د 181 روپو نه سېوا شوې ده.

د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په نړیواله کچه د روس او اوکراين د جګړې له امله د توانایۍ او خوراکي توکيو بيعې لوړې شوي چې له امله یې د پاکستان درامدي بل هم سېوا شوی دی او د هغې له کبله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده.

اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، په پاکستان کې د ډالرو کمی دی او ملکي تجارتي خساره هم ورځ تر بلې سېوا کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د زر مبادله ذخیره په تېزۍ سره کميږي او په تېره يوه مياشت کې په دې کې يو ارب ډالر کمی راغلی دی او د دې له امله د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده.

هغه زياته کړه د ډالر د ګرانېدو سره به نور ګراني جوړيږي ځکه چې پاکستان زياتره څيزونه د بهر هېوادونو څخه راغواړي او د دغو څيزونو سودا په ډالر کې کيږي ځکه نور دلته به يې اثر د ګرانۍ په شکل کې مخې ته راځي.

نوموړي دا هم وويل چې دا وخت په ملک کې کوم سياسي اړی ګړی روان دی، د 27 فرورۍ نه پيپلز پارټۍ د حکومت پرضد کوم لاريون پېل کړی د هغې ورځې وروسته د ونډو هم راغورځېدلی دی او دا وخت حالات داسې دي چې پانګه وال پانګونو ته ډېر زړه نه ښه کوي او د دې په تمه دي چې حالات يو لور شي، نو اوس د ونډو په بازار کې هر څه په ټپه نه دي ولاړ خو د منفي اغېزو سره مخ دی.

پاکستاني مطبوعات وايي په تېرو لسو مياشتو کې پاکستانۍ روپۍ 18 فيصده يا 27 روپۍ راکمه شوې ده. له دې وړاندې د کال 2021 د مې په مياشت کې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ 152 په ريکارډ کچه ختلې وه.

مرکزي بېنک وايي، د روان مالي کال په نهه میاشتو کې پاکستانۍ روپۍ 14اعشاريه درې فيصده راکمه شوې ده.

بل اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، په وروستيو کې چې د پاکستان حکومت کوم اېمنسټي يا د بخښنې سکيم اعلان کړی دی، تېل او د بجلۍ بيعې يې ارزانې کړې وې، او مالياتي نړيوالې ادارې بيا په دغې تحفظات څرګند کړي وو، د هغې له امله د ايي اېم اېف پروګرام د متاثر کېدو امکان دی.

هغه وايي د ډالر د قدر سېوا کېدو يو دغه علت دی ځکه چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د پاکستان مالياتي خساره د کمېدو نوم نه اخلي مخ په بره روانه ده، او امکان لري چې د روان مالي کال د اخرې پورې د ډالر بيعه د 200 روپو پورې ورسي او دې سره به پاکستان ته د پېسو په واپسۍ کې هم مشکلات وي.

د اقتصاد پوهانو په خبره داسې اشارې دي چې په راتلونکي وخت کې به پاکستان ته د نورو ډالرو ضرورت وي او د اغېزې به هم مخې ته راځي.

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک روانه میاشت ويلي، دا وخت په ملکي کچه د غېر ملکي زر مبادله ذخيره 22اعشاريه 28 اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده. د بېنک ترمخه د سټېټ بېنک خپله مجموعي د غېر ملکي زر مبادله ذخیره 15اعشاريه 83 اربه ډالره او د کاروباري بېنکونو سره شپږ اعشاريه 45 اربه ډالره ده.

د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د فرورۍ په مياشت کې د ملک ټوله بهرنۍ د زر مبادله ذخيره 23اعشاريه 70 اربه ډالره وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG