لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان اقتدار نه دلرې کولو هڅې،حکومت د خپلو اوښتو غړو په ضد سپریم کورټ ته ځي


پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان داقتدار نه لرې کولو لپاره داپوزیشن ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راتلو وروسته په سیند صوبه کې دګورنر راج پځائ کولو بحثونه تاوده شوي دي اؤ میډیا وایي چې مرکزي حکومت په دغه اړه خپلې مشورې سرته رسولي دي.

په عین حال کې حکومت اعلان کړی چې د حکومتي ګوند تحریک انصاف نه کومو دپارلیمان غړو اپوزیشن سره لاره نیولې ده دهغوئ په ضد به سپریم کورټ ته عریضه کوي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره ورځ ویلي وؤ وزیراعظم عمران خان ته یې سیند صوبه کې دګورنر راج پځائ کولو مشوره ورکړې ده اؤ دخالي په ورځ پاکستاني میډیا ویلي چې د وزیراعظم مشرۍ کې راجوړې شوې دحکومتي وزیرانو اؤ مشیرانو غونډه کې د ګورنر راج په اړه مشورې شوي دي.

سیند کې پیپلز ګوند صوبایي حکومت لري چې دغه ګوند مرکز کې د عمران خان دحکومت نسکورؤلو لپاره زیات فعاله رول لوبوي اؤ حکومت دپاکستان پیپلز ګوند په مشرانو تور لګولی چې دحکومت پارلیماني غړو ته یې پیسې ورکړي ترڅو دبې باورۍ تحریک کې دوزیراعظم عمران خان په ضد خپلې رایې وکاروي.

خو د تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي داپوزیشن ملاتړ کوونکي یو غړي نورعالم بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ وایي هغه پخپله اؤ د نورو اوښتو غړو لخوا په سوګند داخبره کولی شي چې داپوزیشن ملاتړ یې په پیسو نه بلکې دضمیر په غږ کړی دی.

پاکستاني رسنیو تیره ورځ دعوه کړې وه چې دحکومتي ګوند تر۲۴ؤ زیات غړي په اسلام اباد کې سیند هاؤس ته ورټول کړل شوي اؤ دغه دغو غړو نه زیاترو رسنیو ته ویلي چې دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې وزیراعظم عمران خان ته نه ورکوي.

د رسنیو د رپورټونو له مخې سیند صوبه کې د ګورنر راج لګولو په اړه حکومتي ګوند خپله یوه غونډه کې دخالي په ورځ مشورې ترسره کړي دي خو وزیراعظم عمران خان سیند کې د ګورنر راج دنفاذ تجویز سره نه دی متفق شوی.

دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید میډيا ددې غونډې داحوال ورکولو په وخت ویلي چې وزیراعظم دګورنر راج په اړه تجویز باندې دنور غور وینا هم کړې ده.

خو رسنۍ وایي په دې غونډه کې بیا وزیراعظم امر کړی چې دده دګوند سره دبې وفایۍ کوونکو پارلیماني غړو په ضد باید سپریم کورټ ته رجوع وکړل شي .

داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په سوشل میډیا خپل یو جاري کړي بیان کې ویلي حکومت پرېکړه کړې ده چې د ایین د63-A دفعې دتشریح لپاره به دحکومت لخوا سپریم کورټ ته دایین د186مې دفعې په اساس عریضه کولی شي اؤ د عدالت نه به رایې غوښتل کیږي چې دیو ګوند غړي خپلې رایې په پیسو پلوري نو دهغوئ د ووټ به څه حیثیت وي.

دهیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په سیند کې دګورنر راج نافذولو سره مخالفت ښودلی دی.

ملتان کې میډیا سره خبرو کې شاه محمود قریشي ویلي په سیند هاوس کې چې څه روان دي دا دجمهوریت په ضد دي اؤ دپارلیمان دغړو په لاس دپارلیمان دسپکاوي هڅې کیږي چې دا نه دجمهوریت په ګټه دي اؤ نه دمعیشت .

سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ګورنر راج دګنګوسو په اړه په ټویټر یو اردو نظم شئیر کړی چې دسر څو مصرعې یې داسې دي

راځئ ګورنر راج لګوؤ

سبا نه هم نن یې لګوؤ

په ټول پاکستان کې چې کومه نڅا روانه ده

په سیند کې هم دا نڅا پیلوؤ.

حکومت مخالف ګوندونه دعوې کوي چې د بې باورۍ تحرک د پاره د اړتیا څخه زیات غړي لري اؤ‌د حکومت اتحادي ډلو هم د مخالفو ګوندو سره لاري چارې جوړې کړې دي-

زیاتره څېړونکي وایي دحکومت ایتلافي ګوندونه هم کیدای شي دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې داپوزیشن سره ودریږي اؤ که چرې دغسې وشي نو بیا خو دعمران خان دحکومت دبچ کیدو هیڅ چانس نه پیدا کیږي خو که چرې ایتلافي ګوندونو کې څه غړي عمران خان ته هم خپلې رایې ورکړي بیا هم د اپوزیشن ګوندونو دملاتړو غړو شمیره پارلیمان کې سیوا ده اؤ عمران خان به په اسانه داقتدار نه لرې کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG