لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجي ایس پي پلس سکيم له امله د پاکستان او يورپي اتحادیې تجارت 70 فيصدي زیات شوی


د پاکستان دتجارت وزارت ویلي چې د پاکستان او يورپي اتحادیې ترمنځ دوه اړخیزه تجارت کال 2014م کې د جي ایس پي پلس سکيم ترلاسه کېدو سره د 70 فيصدي څخه زيات شوی دی.

اقتصاد پوهان دپاکستان لپاره د يورپي يونين د تجارتي مراعاتو دا نظام خورا ګټور ګرځوي او وايي ددې د برقرار ساتلو لپاره باید چې پاکستان د بشري او مزدورانو دحقوقو په اړه د اتحادیې په شرطونو عمل باوري کړي او د اتحادیې خلاف د بیانونو ورکولو ډډه وکړي.

ورځپاڼه ډان وايي چې دپاکستان د تجارت د وزارت لخوا جارى شوې څېړنه کې ويل شوي چې جي ایس پي پلس يو خپل مېنځي ګټور نظام دی او وايي ددې له کبله د يورپي اتحادیې د 28 هېوادونو سره د پاکستان په تجارت کې زړه پورې اضافه شوې ده.

کال 2014م کې يورپي يونين د پاکستان لپاره د کال 2023م پورې د تجارتي مراعاتو د جي اېس پي پلس سکيم نافذ کړی ؤ.

د خزانې پخوانی وزیر او اقتصاد پوهه حفیظ پاشا وايي که څه هم د پاکستان شمیر په کم ترقي یافته هېوادونو کې نه کېږي خو بيا هم يورپي يونين پاکستان ته دا اسانى ورکړه او دا لويه ښېګړه ده.

د پاکستان د تجارت وزارت شمېرې ښيي چې د پاکستان او يورپي اتحادیې ترمنځ دوه اړخیزه تجارت چې په کال 2013 کې 6.9 بيلېنه يورو ؤ د جي اېس پي پلس سکيم وروسته کال 2021 کې 12.2 بيلېنه يورو ته رسېدلی دی او دا 78 سلنه اضافه ده.

ښاغلی حفيظ پاشا ډيوه ته وايي ددې مراعاتى نظام په نتیجه کې د پاکستان يورپي يونين هېوادونو ته د کپړې یا ټېکسټالز مصنوعاتو په برامد کې اضافه شوې ده.

هغه وايي دا د پاکستان لپاره ډېر ګټور نظام دی او د هېواد په ګټه کې ده چې د يورپي يونين سره د پاکستان اړیکې ښې او د جي اېس پي پلس سکيم پځائ پاتې شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکا په ګډون په يورپي هېوادونو کلکې نیوکې کړې وې او د يورپي يونين د هېوادونو ددې غوښتنې په ځواب کې چې پاکستان دې باېد د روسیې لخوا په اوکراین د يرغل ښکاره غندنه وکړي، ویلي وو چې پاکستان به د چا غلامي قبوله نه کړي.

پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو هم د وزير اعظم په دغه بيان ټکونه کړي وؤ او د خزانې وزیر هم وزير اعظم ته په يورپي هېوادونو د تنقید څخه د ډډې کولو خواست کړی ؤ.

د اقتصادي چارو کارپوهه قېصر بنګالي ډيوه ته وایي ددې نظام له کبله که د يورپي يونين هېوادونو ته برامدات سېوا شوي نو ورسره پاکستان کې خلکو ته د روزګار فرصتونه هم ترلاسه شوي دي.

هغه وايي د يو هيواد خارجه تګلاره د هغه هیواد د اقتصادي مفاداتو په تناظر کې جوړېږي او باید چې د خارجه پالیسي په اړه داسې بيانونه ورنه کړی شي چې له امله یې د هېواد اقتصادي ګټو ته نقصان ورسېږي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت د پاکستان يورپي يونين ته برامدات چې کال 2013م کې 3.31 ارب يورو وؤ، کال 2021م کې د 69 فيصدي اضافې سره 5.59 ارب يورو ته رسېدلي دي.

ښاغلی حفيظ پاشا وايي پاکستان 23 نړیوالې لوظنامې ېا کنونشنز لاسلیک کړي چې دې کې دخواري کښو د حقونو د حفاظت تړونونه هم شامل دي، پاکستان له به پرې عمل کول وي.

هغه وايي پاکستان چې په اوکراین د روسیې د يرغل په معامله کوم دريځ خپل کړس نو له هغې وروسته دا خطره شته د جى ایس پي پلس د شرطونو په حواله د يورپي يونين له لوري په هغې د عمل درامد لپاره په پاکستان فشار زيات شي او دا فشار به د ایف ای ټي ایف د فشار په څېر وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG