لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې په شپږو ورځو کې دوه نرښځي وژل شوي دي


په تېرو شپږو ورځو کې په پېښور، مردان او مانسهره کې په دریو حملو کې دوه نرښځان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.

په نرښځانو باندې د پرله پسې حملو لپاره کوم علت نه دی ښودل شوی خو اکثره دا ډول وژنې د کرکې او یا د ځينو ډلو او کسانو سره د ځینو لانجو په سر کېږي.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځیانو د اتحاديې مشر/ مشره فرزانه وايي، "نرښځي يو په دې وژل کيږي چې يو خو خلک وايي چې نرښځی دی د تپوس يې څوک نشته او بل د دوی د وژنو او تشدد پېښو ته هم دومره پاملرنه نه کيږي، دوی ته قانوني تحفظ نه دی ترلاسه".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې فرزانې وويل، د روانې میاشتې په سر کې په بنو کې هم يو نرښځی وژل شوی وو.

د نرښځي د وژنې تازه پېښه پرون د جمعې په ورځ (18 مارچ) ناوخته د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې رامنځته شوې او يو نر ښځی په ډزو وژل شوی دی، له دې وړاندې د زيارت په ورځ په مردان کې په ډزو کې يو نرښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی وو، او د اتوار په ورځ د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې پينځه نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو.

د پوليسو په وېنا د جمعې په ماښام د پېښور په جنګی محله کې مانو نومې نرښځی وژل شوی دی.

د ځايي ميډیا ترمخه پوليسو ويلي، د مانو د خپل دوست ثناالله سره جګړه شوې او په ثناالله تور دی چې هغه پرې ډزې کړي او وژلی یې دی.

پوليسو ويلي، مشکوک تن د موقعې نه تښتېدلی، د هغه پرضد مقدمه درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

نیشنل کمېشن فار هيومن رايټس په خېبرپښتونخوا کې پرله پسې په نرښځيانو وژونکي بريدونه غندلي او د خېبرپښتونخوا پوليسو ته یې خط ليکلی چې د نرښځيانو تحفظ ته دې پاملرنه وکړي.

عورت مارچ هم د خېبرپښتونخوا حکومت نه د تشدد د ختمولو غوښتنه کړې ده او ويلي یې دي، د ښځو د حقونو دپاره غږ پورته کوونکي، خبريالان، سياست مدار او عام خلک دې د (چاند او زمرو) د انصاف دپاره غږ پورته کړي.

د زیارت په ماښام په مردان کې د نرښځيانو دېرې ته څو کسان ورغلي چې ترمنځ يې جګړه جوړه شوې او بيا يې ډزې کړې وې.

د پوليسو په وېنا د ډزو په نتيجه کې يو نرښځی (چاند) وژل شوی او (زمرد) سخت ژوبل شوی وو.

د مردان پوليسو يو افسر (ډي اېس پي) د جمعې په ورځ دعوه کړې چې په نرښځيانو د ډزو په تور کې يې دوه کسان نيولي دي.

په 13 مارچ د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې پينځه نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو.

د ډاکټرانو په وېنا په ژوبل شوو نرښځيانو کې د يو د ملا تیر(سپېنل کاډ) خراب شوی او هغه معذوره شوی دی.

تېره اوونۍ هم په مردان ښار کې د موسيقۍپه يو پروګرام کې په يو نرښځي ډزې شوې وې او د هغې وروسته بيا په ښار دننه نرښځيانو احتجاج کړی او د حکومت نه یې د تحفظ غوښتنه کړې وه.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، تراوسه پورې چې څومره نرښځيان وژل شوي يا ژوبل کړی شوي دي، پوليسو پکې ککړ کسان نيولي دي خو هغوی ته سزاګانې نه دي ورکړی شوي.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم وايي، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي، دوی ګڼي چې د نرښځيانو په قضيو کې ډېره پاملرنه نه کيږي ځکه زياتره ککړ کسان د عدالتونو نه خوشي شي او د سزاګانو نه بچ شي.

قمر نسيم زياته کړه درې کاله وړاندې نرښځيانو ته د تحفظ ورکولو او په هغوی د تشدد د مخنيوي دپاره د خېبرپښتونخوا پوليس لخوا يوه ځانګړې کميټي جوړه کړی شوې وه خو د هغې څه مثبته نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

خو د يادې کمېټۍ يو غړي چې نوم يې نه څرګندول غوښته ويلي دي، دوی د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو پلټنې کوي او هڅه يې ده چې د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو مخنيوي وکړي.

د نرښځيانود اتحاديې (ټرانسجنډر الاينس پاکستان) ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کال 2015م راهسې تراوسه پورې په صوبه کې د 90 نه زيات نرښځيان وژل شوي او په 150 باندې مختلف ډول تشدد شوی دی.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريالانو رياض حسېن او احسان محمد خان شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG