لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوشاله هيوادونه: فينلېنډ په 1 نمبر، پاکستان په 121 او افغانستان په اخري 146 نمبر دی، رپوټ


Afghanistan in Happiness index
Afghanistan in Happiness index

نړيوالې ادارې (ګېلپ ورلډ پول) په نړيواله کچه د خوشاله هېوادو د کال 2022 په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې په 146 هېوادونو کې فيلېنډ تر ټولو خوشاله او افغانستان په دغه درجه بندۍ کې تر ټولو په اخري(146) نمبر دی.

ادارې ويلي، دغه درجه بندي د نظر پوښتنې يا سروی په درېو خبرو شوې چې (خلک ژوند څنګه تيروي، د دوی مثبت احساسات او منفي احساسات څه دي)؟.

ويل شوي په خوشاله درجه بندۍ کې بنيادي کردار د خلکو باثباته ژوند په کومو معیارونو تيريږي.

د کال 2022 په رپوټ کې ویل شوي چې د کرونا وبا د خلکو په ژوند څه مثبتې او منفي اغېزې کړي دي.

د رپورټ په درجه بندۍ کې د يو تن مجموعي امدنۍ او په ټولنه کې د خلکو د رويو پشمول د ژوند ټولو برخو ته کتنه شوې او په دغه اساس دا رپوټ تيار کړی شوی دی.

د ګېلپ په رپوټ کې په خوشاله هيوادونو کې په لومړي نمبر فينلېنډ، په دوېم نمبر ډنمارک په درېم نمبر ايسلېنډ او د 20 نمبرو پورې درجه بندۍ کې امریکا په 16 نمبر او برتانيه په 17 نمبر ده.

د 146 ملکونو په درجه بندۍ کې پاکستان په 121 او هند په 136 نمبر دی.

په ياده درجه بندۍ کې افغانستان په اخري 146 نمبر ياد کړی شوی دی.

افغانستان په داسې حال کې په 146 نمبر ياد کړی شوی چې د تېر اګست په نيمايۍ کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي او نړیوالې ادارې وايي په افغانستان کې انساني بحران رامنځته شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG