لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سیاسي تاریخ کښې  دوزیراعظم په ضد دبې باورۍ تحریک دوه ځله ناکام شوی


د پاکستان په سياسي تاريخ کښې په کال ۱۹۸۹ کې په وړومبي ځل په قامي اسمبلۍ کې د منتخبې وزیراعظمې بېنظير بهټو پر ضد او بيا وروستو په کال ۲۰۰۶ کې د پاکستان دبل وزيراعظم شوکت عزيز خلاف په دوېم ځل د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو له لوري د بې باورۍ تحريک لپاره رایې ورکړل شوې وې خو دغه دواړه تحريکونه يا وړاندېزونه د ناکامۍ سره مخ شوي وؤ.

اوس په درېم ځل دپاکستان دوزیراعظم عمران خان پر ضد هم د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو په ګډه په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی او په دې به په راروانو ورځو کې ووټنګ کيږي او دا به په ډاګه شي چې ايا مخالف ګوندونه د کاميابۍ سره مخ کيږي او که ناکامه کيږي.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو دشعبې استاذ پروفېسر ډاکټر عبدالروف وايي:

"پاکستان کې ددې نه وړاندې د بې باورۍ تحريک دوه ځل وړاندې شوی دی خو دواړه ځل د ناکامۍ سره مخ شوی دی.دې نه مخکې د بېنظير بهټو خلاف د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی شوی ؤ خو ناکامه شو. د هغې نه پس د شوکت عزيز پر ضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی شوی و خو هغه هم د ناکامۍ سره مخ شو"

د پېښور پوهنتون د سياسياتو دڅانګې استاذه پروفېسر ډاکټر نورين نصير هم وايي د پاکستان په سياست کې داسې څه مثال نشته چې د عدم اعتماد ووټ د لارې يو منتخب حکومت غورځولی شوی وي.
هغه وايي:

"د هغې غټه وجه دا ده چې دلته پوځي حکومتونه زيات پاتې شوي دي او ددې نه وړاندې ۵۸ ټو بي قانون ؤ. دا قانون به صدر استعمال کړو او قامي اسمبلي به يې تحليل کړه. تر دې چې د ۱۹۵۶ په ائين کې هم ائين سازه اسمبلي تحليل کړی شوه"

دنوموړې په وینا "بيا په ۱۹۶۲ کې فيلډ مارشل ايوب خان په خپله استعفی ورکړه او حکومت يې پرېښودو. کله چې ذوالفقار علي بهټو د حکومت واګې تر لاسه کړې نو هغه هم په ۱۹۷۷ کې اسمبلي ختمه کړه. بيا وروستو هم مونږ ګورو چې مخالفو ګوندونو ته دعدم اعتماد د تحريک چرته موقعه پېدا نه شوه په قومي ائين سازه اسمبلۍ يا صوبايي اسمبلۍ کې"

سياسي څيړونکي وايي دپاکستان په سياست کې دحکومت مخالفو سياسي ګوندونو ته دا موقعه چرته په لاس نه ده ورغلې چې يو منتخب حکومت د بې باورۍ دووټ د لارې ختم کړي. خو د پوځي حکومتونو او د ائين د ارټېکل ۵۸ ټو بي د لارې منتخب سياسي حکومتونه چې پکې د نواز شريف او د بېنظير بهټو دواړه حکومتونه شامل دي، د دې دواړو حکومتونه ددې د لارې غورځولی شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG