لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان تاؤژن سیاسي وضعیت ددغه هیواد په اقتصاد بدې اغېزې کړې دي،څیړونکي وایي


د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان د وزير اعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحريک د اعلان نه وروسته بې ثباته سياسي صورتحال د هېواد په اقتصاد سختې اغېزې کړي دي.

د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف سره دپاکستان د شپږو اربو ډالرو د پور دپروګرام لاندې د اوومې جاېزې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي او د اقتصاد په اړه د مهمو پرېکړو دنشتوالي له کبله د ونډو بازار په ښکته تللی او شخصي پانګه اچونکو هم جېبونه تړلي او د حالاتو جاج اخلي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي د تېرو څو اوونیو راهسې د هېواد دننه تاوژن او بې ثباته سياسي چاپیریال که يو خوا د ونډو بازار په بد ډول اغیزمن کړی نو ورسره یې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر هم ځپلی او روپۍ خپل ارزښت بېللی دی.

پاکستان کې د پاېدارې ترقۍ په چارو کارکوونکي ادارې اېس ډي پي اى اېګزیګټيو ډاېریکټر عابد قيوم سلهري ډيوه سره خبرو کې ویلي سياسي عدم استحکام د اقتصادي ودې لويې دښمن وي او ددې بد اثرات لمړۍ په سملاسي ډول په اقتصاد کېږي.

نوموړي وويل دا مهال پاکستان کې هرڅه د جمود په حال کې دي، اقتصادي فېصلې نه کېږي.

دی وايي دا اوس چې د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ترمنځ چې کوم د شپږو اربو ډالرو د پور پروګرام لاندې د اوومې جاېزې مذاکرات روان دي نو هغه د ځنډ ښکار دي.

وايي کله چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک نه ؤ اعلان شوی نو د ايي ایم ایف لخوا د پاکستان څخه د هغې حکومتي فېصلې په اړه پوښتنې کېدې چې له مخې یې د بجلۍ اؤ تېلو په نرخونو کې کمی راوستل شوی ؤ خو د عدم اعتماد د تحريک وروسته دغه پوښتنې شا ته لاړلې اوس دا سوالونه کېږي چې حکومت به پاتې کېږي او که نه او بل حکومت به څنګه وي؟

اسلام اباد مېشت خبريال او د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حيدر ډيوه ته وايي د هېواد د اوسني سیاسي صورتحال بدې اغېزې په اقتصاد په نظر راځي.

نوموړی وايي دا وخت لويه ستونزه د اقتصاد په اړه د پرېکرو نه کېدل دي ولې چې تاوان له هر بل څه زيات اقتصاد ته رسېږي. واىي سکرټريت کې افسرانو معاملاتو ته د کتنې او انتظار تګلاره خپله کړې ده.

مهتاب حيدر مخکي وايي دا وخت هغه شخصي پانګه اچونکى چې سرمایه ګذاري کول غواړي. د حالاتو جاج اخلي او جېبونه یې کلک تړلي دي او انتظار کوي چې د موجوده حکومت اقتصادي تګلارې به پرځائ پاتې کېږي او که نه.

دی وايي حکومت چې په دې ورستیو کې دصنعتي پېکج په اړه کوم ارډيننس جارى کړی دی کېدای شي چې راتلونکی حکومت دا برقرار ونه ساتي.

دا شان بله شخړه د مرکزى بینک د ګورنر رضا باقر ده، د هغه د عهدې ميعاد د اپریل په میاشت کې سرته رسىږي او ښکاري داسې که نوی حکومت راځي نو دی به نور ونه ساتي.

خو دخزانې د وزارت ویاند مزمل اسلم ډيوه سره خبرو کې دا تاثر ردوي چې ګواکې د اوسني سیاسي بحران له کبله د حکومت اقتصادي فېصلې متاثره کېږي. وايي د خزانې وزېر هر وخت په خپل دفتر کې ناست وي او فېصلې کوي.

مزمل اسلم وايي په تېرو لسو ورځو کې د اقتصادي همکارۍ د کمېټې درې غونډې شوې دي او په دې کې د غنمو دنوي قيمت او ورسره د راتلونکي کال د فصلونو لپاره په کيمایي څره د امدادي یا رعايتى نرخونو په اړه مهمې فېصلې شوي دي.

ولې په اسلام اباد کې د بزنس رېکارډر ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه سره خبرو کې وويل د خزانې د وزارت وېاند څخه دا پوښتنه کول غواړي چې په تېرو دوؤ هفتو کې د مرکزى کابينې څومره غوندې شوې دي ولې چې کابينه په باضابط توګه د اقتصادي همکارۍ د کمېټۍ د پرېکړو منظورى ورکوي.

دی وايي دا دريمه هفته ده چې د مرکزى کابينې غونډه ځنډول کېږي، وزیراعظم په سياسي چارو کې دومره بوخت دی چې وخت نه لري.

مطبوعات وايي د حکومت لخوا هرکال د مېنځومانې مودې د بجټ د نظر کتنې کار په مارچ مياشت کې کېږي او عمل هم د ځنډ ښکار دی.

طاهر امين وايي پدې اړه په لاندې کچ غور روان دې خو د موجوده سياسي صورتحال لکبله د پالیسي د کچ خبرې نه کېږي.

د خزانې او منصوبه بندۍ وزېران دا وخت د وزير اعظم عمران خان سره په سياسي غوندو کې بوخت دي
نوموړي وويل که د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف څخه پاکستان ته د پور اووم قسط چې نزدې يو ارب ډالر جوړېږي ورنه کړی شو نو بیا به نړیوال بانک او اېشياىي ترقياتي بینک هم لاسونه راکاږي او پاکستان به د سود په لوړه شرحه د کمرشل بینکونو څخه پور اخستو ته اړ شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د شپږو اربو ډالرو د پور دپروګرام لاندې دا وخت د پاکستان روان مذاکرات هم د ځنډ ښکار دي او پوهان وايي د موجوده سياسي بحران له کبله ايي ایم ایف د څه قسمه پرېکړې مخکې به دا ګوري چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د تحريک اوښ په کوم اړخ کښیني؟

خو د خزانې د وزارت ویاند د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ترمنځ روانو خبرو کې د ځنډ ېا تعطل تاثر ردوي او وايي مذاکرات روان دي او غوڅه پرېکړه به هم ډېر زر وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG