لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د روس اؤ اوکراین شخړه کې په بې پلوه پاتې کیدو یې ملکي ګټې خوندي شوي


د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار ويلي د اوکراين او روس شخړه کې د پاکستان د بې پلوه پاتې کيدو له امله د ملګي ګټو تحفظ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه او څيړونکي د وزير اعظم عمران خان د يورپي هيوادونو تنظيم EU په ضد بيانونه د ملکي ګټو په ضد بولي او د خزانې مرکزي وزير شوکت ترين هم په یوه جلسه کې د وزير اعظم لخوا د يورپي يونين په ضد بيان باندې انديښنې ښودلي دي.

بل اړخ د امریکا دسپېنې ماڼۍ وياندې د وزير اعظم عمران خان لخوا د امريکا او يورپي يونين په ضد ورکړل شوؤ بيانونو باندې د غبرګون ښودلو نه ډډه کړې ده.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د باندنيو چارو د وزارت وياند وويل دا په قامي ګټه وه چې پاکستان د روس او اوکراين شخړه کې بى پلوه پاتى شي.

هغه وويل د اوکراين په شخړه پاکستان انديښمن دى او د تاو تريخوالي کمولو لپاره د دواړه هيوادونو روس او اوکراين سره تماس کې دى.

خو پخوانى سفير رستم شاه مهمند وايي پاکستان دومره اهمييت نه لري چې د روس او اوکراين په جګړه کې څه کردار ولوبوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې رستم شاه ووىل دغه شان امريکا او يورپي هيوادونه د وزير اعظم عمران خان مخالفانه بيانونو ته هم دومره پام نه کوي.

په دې وروستیو کې يوې جلسې ته د وينا په وخت وزیر اعظم عمران خان د يورپي هيوادونو دتنظيم EU او غربي ملکونو لخوا په اوکراين د حملې پسر د پاکستان څخه د روس د غندنې غوښتنه رد کړې وه او هغه امريکا او روس باندې د پاکسنان سره د توپيري چلند تورونه تکرار کړي وؤ.

دحکومت مخالفو ګوندونو ترڅنګ د خزانې مرکزي وزير شوکت ترين هم په يوه جلسه کې د وزير اعظم
عمران خان لخوا د پورپي يونين په ضد په ورکړي بيان انديښنې ښودلې دي.

څيړونکى ډاکټر حسن عسکري وايي دا به وخت ښايي چې د اوکراين دشخړې په سر د بې پلوه پاتې کيدو له امله د پاکستان دکومو ګټو تحفظ شوى دى؟

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل پاکستان ته د موثرې سفارتکارۍ ضرورت دى او د حسن عسکري په خبره دا به هم کتل وي چې د موجوده تګلارې پسر پاکستان د مشکلات نه څنګه ډډي ته پاتى کيدلى شي.

د يورپي هيوادونو دتنظيم EU لخوا پاکستان ته دورکړل شوي ځانګړي تجارتي مراعاتو د اسکيم جي ایس پي پلس له امله پاکستان ته د اربونو ډالرو ګټه شوې ده.

د رپوټونو ترمخه د مخالفو ګوندونو لخوا د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ تحريک کې د نورو تورونو ترڅنګ د يورپ مخالفه بيانونو معامله هم راوچته کړى شوې ده او د وزير اعظم عمران خان دغه بيان د ملکي ګټو په ضد ګرځولى شوى دى

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG