لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه د او ایي سي دغونډې ودرولو په اړه دخپل دګواښ نه پشا شوي


پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه د اسلامي همکارۍ دتنظیم او ایي سي دبهرنیو چارو د وزیرانو دغونډې ودرؤلو دګواښ نه پشا شوي اؤ پخپله نوې اعلامیه کې یې اسلام اباد کې ددغه سازمان دغونډې راجوړیدو تود هرکلی کړی دی.

تر دې وړاندې دحکومت مخالف ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ګواښ کړی ؤ چې که دګل یا دوشنبې پورې د وزیراعظم په ضد دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو لپاره دقامي اسمبلۍ غونډه راونه بلل شوه نو دوئ په پارلیمان کې احتجاج پرلت پیل کړي اؤ بیا به وګوري چې څوک ترې څنګه د او ایي سي دخارجه وزیرانو غونډه راجوړوي.

دستر حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ(ن) مشر شهباز شریف هم دبلاول بوټو ددې اعلان ملاتړ اعلان کړی ؤ .

دبلاول بوټو زرداري دې ګواښ ته حکومتي وزیرانو اؤ‌څېړونکو کلک غبرګون ښودلی ؤ اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ دا غونډه دحکومت نه بلکې د ریاست له لوري راجوړیدونکې ده اؤ که اپوزیشن ډلې په دې غونډه کې خنډان راولاړ کړي نو دا به د ټول ریاست سپکاوی وي.

ټاکل شوې ده اسلام اباد کې داو ایي سي دخارجه وزیرانو ۴۸مه غونډه په ۲۲م اؤ ۲۳م مارچ په داسې حال کې راجوړیږي چې پاکستان کې سیاسي فضاء زیاته تاؤژنه شوې اؤ مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان دحکومت نسکورولو لپاره په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې ده.

داپوزیشن ګوندونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي" پاکستان ته د درنو میلمنو راتګ موږ لپاره د ویاړ اؤ خوشحالۍ خبره ده اؤ موږ د دوئ دا جذبه ستایو چې په افغانستان،کشمیر،فلسطین اؤ نوره اسلامي نړۍ کې په پېښو ستونزو دغور کولو لپاره اسلام اباد ته راروان دي"

اعلامیه کې ویل شوي چې دپاکستان کورني سیاسي حالات اؤ سیاسي تاؤتریخوالی به په هیڅ توګه د او ایي سي په غونډه اغېز کولو ته پرې نه ښودل شي اؤ "هیله ده چې بهرني میلمانه به اسلام اباد کې خوشګواره شیبې تېرې کړي اؤ ښې خاطرې به دځان سره یوسي"

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وایي پاکستان کې داو ایي سي دا غونډه پینځلس کاله وروسته راجوړیږي اؤ ددې دمخنیوي په اړه دبلاول بوټو بیان په تندلاریتوب ولاړ دی ځکه دې هغه خپل دغه بیان بېرته واخلي اؤ بخښنه دې هم وغواړي.

خو دپيپلز ګوند وتلي مشر اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر فیصل کریم کنډي بیا ویلي چې دبلاول بوټو دبیان نه په رسنیو کې ناسم مطلب اخستل شوی اؤ هغه دا نه دي ویلي چې ګنې اپوزیشن ګوندونه د او ایي سي دغونډې مخه نیول غواړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې سیاسي حالات سخت تاؤژن شوي اؤ اپوزیشن ګوندونه غواړي چې دبې باورۍ دتحریک دلارې د وزیراعظم عمران خان حکومت نسکور کړي خو وزیراعظم وایي هغه یو لوبغاړی دی اؤ تر وروستي بال پورې به لوبه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG