لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:پولیسو د وتلي سندرغاړي کرن خان دټنګ ټکور په محفل چاپه وهلې،دموسیقۍ الات یې ورمات کړي


کرن خان
کرن خان

د پښتو د وتلي سندرغاړي کرن خان د ټنګ ټکور په محفل پېښور کې پولیسو چاپه وهلې اؤ دهغه دموسیقۍ الات یې یې ورمات کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې په سختو ټکو غندنه روانه ده اؤ دپولیسو دا عمل په خیبر پښتونخوا کې دطالبیت یا تندلاریتوب یوه واضحه نخښه بلل شوې ده.

پولیس ددې پېښې پخلی کړی خو وایي دا عملیات یې دسیمې دخلکو په شکایت کړي دي ځکه چې دبرات په شپه په لوړ غږ موسیقۍ دسیمې خلک راپارولي وؤ اؤ‌ پولیسو یوازې هنرمندان ددغه موقعې څخه په خوندي ډول ویستلي دي.

خو په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې بیلابیلې ویډيوګانې خپرې شوي چې پکې هنرمندانو ته راټولې شوې پیسې اؤ دموسیقۍ الات په زمکه خواره واره لیدل کیږي.

پخپله سندرغاړي کرن خان لا په دې اړه څه نه دي ویلي اؤ داتوار په ورځ وي او ای ډیوه دکرن خان د دریځ معلومولو لپاره هغه سره پرله پسې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه موبایل فون بند ؤ.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې کله کرن خان دموسیقۍ په محفل کې په سندرو بوخت وي په دغه مهال پولیس په منډه دغه محفل ته ورننوځي چې ورسره سم دموسیقۍ محفل ودریږي خو په دغه لنډه ویډیو کې بیا نه ښکاري چې پولیسو د کرن خان اؤ دهغه دسازنده ملګرو سره څه رویه کړې ده.

احتشام افغان نومې یو فعال په ټویټر دپولیسو ددې چاپې لنډه ویډیو په ټویټر خپره کړې اؤ ورته یې لیکلي د پېښور پولیسو د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي کرن خان د موسیقۍ پر پروګرام برید کړی او د موسیقۍ وسایل یې مات کړي دي

ښاغلی افغان لیکي "موږ یې په سختو ټکو غندو. په پېښور کې ترهګر په ښکاره توګه ګرځي هغه ورته نه ښکاري او نه ورته څه وايي خو موسيقۍ سندرې چي د ميني او د امن نخښه ده په هغې بريد کوي"

ځینې فعالینو داسې دعوې هم کړي دي چې پولیسو دموسیقۍ دمحفل نه دپیسو بیګ هم دځان سره وړی دی خو پولیس بیا دا دعوې ردوي چې ګنې دوئ دفنکارانو سره بده رویه کړې ده اؤ وایي یوازې دخلکو په شکایت یې دغه عملیات کړي دي.

د پېښور دپشتخرې تاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او انسپکټر ظفرخان چې ددې چاپي مشري یې پغاړه لرله وي او ای ډیوه ته ویلي په شب برات په لوړ غږ دابادۍ منځ کې موسیقي غږیدله اؤ دسیمې خلک یې سخت تنګ کړي اؤ راپارولي وؤ .

هغه وایي دسیمې دخلکو په شکایت پولیس دموسیقۍ دغه محفل ته ورغلي اؤ هنرمندانو ته یې ویلي چې موسیقي باید په لوړ غږ ونه غږوي اؤ بیا یې دهنرمندانو دحفاظت په توګه هغوئ له دغه ځایه په خوندي توګه ویستلي دي.

دپولیسو مشر وایي په کومه سیمه کې چې د موسیقۍ دامحفل راجوړ شوی ؤ هلته مدرسې اؤ جوماتونه دي اؤ دیني علماء هم پکې میشت دي، دسیمې خلک سخت راپاریدلي وؤ اؤ پولیس دڅه بدې پېښې دمخنیوي په غرض دغه محفل ته ورغلی اؤ هنرمندان یې له دغه ځایه ویستلي دي.

خو په عین حال کې بیا دپشتخرې په پولیس تاڼه کې دموسیقۍ په دې محفل دچاپې مقدمه یا ایف ایي ار هم درج کړل شوی دی.

په دغه ایف ایي ار کې ویل شوي چې پولیسو دموسیقۍ محفل کې د محمدعامر عمر نومې تن نه تمانچه اؤ کارتوس ترلاسه کړي دي.

خو په ایف ایي کې دهنرمندانو یا نور نومونه نه دي ورکړل شوي.

څېړونکی اؤ خبریال شاه رضا شاه وي او ای ډیوه ته وایي دا یوه ډيره دغندنې وړ پېښه ده ځکه چې کرن خان دپښتو موسیقۍ یو ځلانده ستوری دی اؤ ددې ترڅنګ یو پي ایچ ډي ډاکټر هم دی .

هغه وایي کرن خان خو نه څه جرم کړی ؤ. نه یې قتل کړی ؤ اؤ نه یې چرته چاودنه کوله چې پولیسو ورسره دغسې ناوړه رویه کړې ده.

دشاه رضا شاه په رضا په خبره "په خیبر پښتونخوا کې چې ددهشت ګردۍ اؤ انتهاپسندۍ کومه نوې څپه راپورته شوې دا پېښه دهغې لړۍ یوه کړۍ ده اؤ تندروه فکر لرونکو خلکو دلته داسې عملونه پیل کړي څنګه چې په افغانستان کې طالبان کوي"

هغه وایي دا پېښه په اصل کې په پښتو موسیقۍ اؤ پښتون کلتور ګزار دی اؤ په دې پېښه کې ککړو پولیسو ته باید مثالي سزا ورکړل شي.

دبشري حقونو اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال فتح خان په ټویټر لیکلي "مونږ کله هم دعاطف اسلم اؤ علي ظفر سره داسې سلوک نه دی لیدلی ،اخر دا ریاست دهر لوري نه ولې یوازې په پښتنو بریدونه کوي؟"

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې دکلتوري څانګې مشر ښاغلي خادم حسین هم دا برید غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي نوموړي هنر مند کرن خان په میوزک پروګرام د پولیس حمله، آلات ماتول او ګډونوال وهل ټکول د پښتونولۍ، کلتور او هنر توهین دی.

هغه وایي دا د پولیس جامه کښې ترهه ګري کول دي اؤ باید دې پېښه کې دککړو پولیسو په ضد سمدستي ګامونه واخستل شي "ګنې مونږ په سړکونو د احتجاج حق لرو"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG