لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې باورۍ تحریک:دپاکستان دقامي اسمبلۍ غونډه دجمعې په ورځ راوبلل شوه


دپاکستان په سختو تاؤژنو سیاسي حالاتو کې دقومي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر داپوزیشن ګوندونو په غوښتنه دقامي اسمبلۍ غونډه په ۲۵م مارچ رابللې ده.

ټاکل شوې ده په دې غونډه کې به داپوزیشن ګوندونو لخوا د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ په وړاندې شوي تحریک دپارلیمان غړي خپلې رایې ورکوي اؤ که چرې وزیراعظم عمران خان د۱۷۲غړو دباور رایې ترلاسه نه کړی شوې نو داقتدار نه به لاس وینځي.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ دټولو غړو شمیره ٣٤٢ ده چې په دې کې ١٦٢ غړي داپوزیشن ګوندونو سره تړاؤ لري خو د واکمن ګوند تحریک انصاف ۲۴ؤ غړو هم تیره اوونۍ اپوزیشن ګوندونو سره خپل ملاتړ ښودلی اؤ ویلي یې دي چې خپلې رایې به د وزیراعظم عمران خان پرضد ورکوي.

همداشان څېړونکي احتمال ښایي چې د حکومت دایتلافي ګوندونو زیاتره پارلیماني غړي به هم کیدای شي خپلې رایې د وزیراعظم عمران خان پرضد وکاروي خو حکومتي وزیران بیا هیله ښایي چې ایتلافیان به یې هم رایې ورکړي اؤ مرور شوي ګوندي ملګري به یې هم یووارې بیا دعمران خان ملګرتیا وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې واکمن ګوند تحریک انصاف دخپل ګوند ۱۴ؤ اوښتو غړو ته تیره ورځ دسپیناوي نوټسونه هم ورکړي دي اؤ د اطلاعاتو مرکزي وزیر وایي که دغو اوښتو دپارلیمان غړو د ډاډ وړ جواب ورنکړو نو د پارلیمان دغړیتوب ختمولو عمل به یې پیل شي اؤ‌ بیا به د دوئ په خالي شوؤ څوکیو سردوباره ټاکنې کیږي.

خو وتلي قانون پوهه قاضي انور اوړمه ورځ ډیوه سره خبرو کې ویلي چې تحریک انصاف تر هغې دخپل ګوند دپارلیماني غړو غړیتوب نه شي ختمولی ترڅو چې هغوئ دخپل ګوند دپرېکړې برعکس رایې نه وي کارولې.

قاضي انور وایي دتحریک انصاف نه اوښتو غړو یوازې اراده ښکاره کړې ده چې دعمران خان پرضد به رایې ورکوي خو په عملي ډول یې لا رایې نه ده ورکړې اؤ ترڅو چې یې رایې دخپل ګوند دتګلارې برعکس نه ده ورکړې نو په ضد یې هیڅ رقم اییني ګامونه نه شي اخستل کیدای.

د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راوتلو وروسته دپاکستان سیاسي وضعیت زیات تاؤژن شوی دی اؤ تیره ورځ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ګواښ کړی ؤ چې که دګل په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډه راونه بلل شوه نو دوئ به پارلیمان کې احتجاجي پرلت وکړي اؤ وبه ګوري چې بیا ترې څوک څنګه دپارلیمان ودانۍ کې داو ایي سي دخارجه وزیرانو غونډه کوي.

خو یوه ورځ وروسته اپوزیشن داو ایي سي دغونډې ایسارولو په اړوند دخپل بیان نه پشا شو اؤ پخپله تازه ګډه اعلامیه کې یې ددغه غونډې راجوړیدلو هرکلی کړی دی.

داتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان په ټویټر لیکلي "موږ دحق سره ولاړ یو اؤ دسیاسي مافیاګانو لخوا دخپلو غلا دپیسو بچ کولو لپاره دسیاستمدارانو دضمیرونو په داسې شرمناکه توګه دلیلامۍ کلکه غندنه کوؤ"

په عین حال کې په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف هم په ټویټر لیکلي چې ولس د اوړو.چینو ،دارو درملو لوټماره عمران مافیا رد کړې ده اؤ اوس دتاریخ ددې کرپت ترین حکومت یوې دقیقې لپاره زغملو ته هم تیار نه دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG