لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال به دپاکستان داقتصادي ودې کچه پینځه فیصدي ته ورسیږي،دخزانې د وزیر دعوه


دپاکستان دخزانې مرکزي وزير شوکت ترین دعوه کړې ده چې د هېواد اقتصاد په بېلابېلو برخو کې وده کړې ده او وایي سږکال به د اقتصادي ودې کچه تر 5 فيصدي پورې ورسىږي.

اسلام اباد کې د اتوار په ورځ مطبوعاتو غونډې ته خپله وینا کې نوموړي ویلي دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره به روانې خبرې راتلونکې اوونۍ کې مکمل شي او د شپږ اربو ډالرو د پور پروګرام لاندې به ورسره د اووم قسط ترلاسه کولو تړون لاسلیک شى.

اقتصاد پوهان وايي دا سمه ده چې د روانې کهاتې په خساره کې ښه والی راغلی دی او برامدات هم زيات شوي خو د خزانې د وزير دا دعوه نه مني چې ګني روان مالي کال کې به د هېواد اقتصاد 5 فيصدى وده وکړي.

د خزانې وزیر وویل، تېره میاشت د جارى کهاتې خساره 54 کروړه ډالر وه، برامدات هم 28 فيصدى زيات شوي او دا راز درامدات هم تېره میاشت د 6.3 اربه ډالره څخه 5.2 ارب ډالرو ته راکم شوي دي.

نوموړي د خدماتو په څانګه د اېکسپورټ تفصيل هم وړاندې کړو او وئ ویل دا د 521 ميلېنه ډالرو څخه 527 ميلېنه ډالرو ته اوچت شوي دي.

هغه وايي ترسيلات زر د 2.144 نه 2.190 ارب ډالرو ته ختلي دي او دا به روژه او اختر کې لا نور زیات شي.

نوموړي زياته کړه دا ډول لويې صنعتونو هم د جنورۍ په میاشت کې 4 فيصدى وده کړې او اوس مهال 8.2 ته رسېدلې ده.

هغه وايي دا ټولې شمېرې ښيي چې د هېواد اقتصاد پياوړی دی او روان مالي کال کې به د 5 یا له دې زياتې کچې سره وده وکړي.

خو بلخوا د اقتصادي چارو پوهان د خزانې د وزير ددې دعوې سره اتفاق نه کوي.

ډيوه سره خبرو کې د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر اشفاق حسن خان وویل دا سمه ده چې د جارى کهاتې په خساره کې ښه والی راغلی او برامدات هم زيات شوي دي خو ګڼي چې د هېواد اقتصاد به د 3.5 یا د 4 فيصدي کچې نه زياته وده وکړي.

د خزانې وزیر شوکت ترین ویلي چې دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف لخوا به دوئ ته سبا ځواب ترلاسه شي او هغوئ سره به اخري غونډه د راتلونکي نهې په ورځ کېږي.

ده وویل ايي ایم ایف ترې پوښتلي چې ولس ته د بجلۍ او تېلو په بېعو کې د ورکړی شوؤ مراعاتو لپاره فنډ له کوم ځایه راوړي خو وايي مونږ نړیوالې مالياتي ادارې ته وېلي په دې کې به څه پېسې صوبې ورکوي او څه به له نورو ذریعو ترلاسه کوي او د صوبو سره په دې اړه لوظنامې هم شوې دي.

ده وويل د نړیوالې مالياتي ادارې سره به مذاکرات راتلونکې اوونۍ کې مکمل شي او تړون به وشي.

پاکستان کال 2019م کې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو د پور پروګرام لاسلیک کړی ؤ او تراوسه پاکستان ته ددغه رقم څخه نېزدې 3 اربه ډالره قرضه ترلاسه شوې او دا اوس د اووم قسط په اړه چې شاوخوا يو ارب ډالر جوړېږي خبرې روانې دي.

د خزانې وزیر دا هم ویلي چې د زراعتو په څانګه کې هم بېلابېلو فصلونو ښه وده کړې ده او هيله لري چې دا ځل به د غنمو فصل هم 6 فيصدي پورې وده وکړي.

ده وویل د جارى کهاتې خساره کمه شوې ده او د مرکزى بینک د ذرمبادلې ذخيرې د 16.50 ارب ډالره کچې ته رسېدلې دي.

خو د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين په حکومتي شمیرو باور نه لري اؤ ډيوه ته وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت تل مصنوعي شمېرې ښودلې دي.

هغه وايي حکومت د اقتصاد هڅې غوره انځور ورکوي وايي که پورونه او د بېنکونو منافعې ترې وباسي نو د 16 اربو ډالرو د ذرمبادلې شتمنۍ شمیره په حقیقت کې دومره نه پاتې کېږي.

هغه وايي دا ايله 8 يا 7 ارب ډالره کېدای شي.

د خزانې وزیر شوکت ترین د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل که نوی حکومت راغلو نو دی به ورسره کار ونه کړي. واىي" زه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړې او سنېټر يم، اصولي بنده او او لوټه نه يم"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG