لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي د خېبرپښتونخوا په ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی 


د خیبر پختونخواه صوبې حکومتي او د پولیو مخنیوي د پروګرام چارواکي وایي په تیر یو نیم کال کې په صوبه کې د پولیو یوه پیښه مخې ته نه ده راغلې خو وایي په ماحول کې د پولیو وایرس نمونې موندل شوي چې کومه چې د اندېښنې او پریشانۍ خبره ده.

د صوبې د پولیو د مخنیوي د بیړني پروګرام مرستیال مشر زمین مومند وایي د پولیو وایرس ماحولیاتي نمونې په ټانک او بنو ضلعو کېموندل شوي او هم دې سره جوختې پرتې ضلعې ډیره اسماعیل خان، لکي مروت شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان هم حساسې ګرځول شوې دي.

هغه وویل د پولیو پرضد د فرورۍ په اخره کې درې ورځني کمپاینې په شپږو خصوصي ضلعو کې چلول شوي او د روانې میاشتې پېل کېپه ټوله صوبه کې د پولیو پرضد پینځه ورځنی کماین شوی دی

هغه وویل په پاکستان کې د پولیو وروستۍ پېښه د تیر ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۷ نېټه د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې مخې ته راغلې. اوتر هغه وروسته بله پیښه مخې نه ده رپوټ شوې

زمین مومند وایي که په راتلونکي دوه کالو کې د پولیو بله پیښه مخې ته رانغله نو پاکستان به د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر د پولیو نه پاکهیواد وګرځول شي.

د صوبې د شپږو ضلعو لپاره د پولیو مخنیوي پروګرام ځانګړی مشر ډاکټر سرفراز افریدی وایي پولیو یوه داسې ناروغي ده چې یو انساند ټول عمر لپاره د معذورہ کېدو سبب ګرځي او دغه وایرس د غایطه موادو او لاړو د لارې انتقالېږي.

هغه وویل چې په کومه سیمه کې په یو ماشوم کې دا وایرس وموندل شي نو هلته بیا یو زر نورو ماشومان په خطرہ کې وي او د معذورہکېدو ویره یې وي.

د ډاکټر سرفراز په خبره په ټوله نړۍ کې پولیو وایرس ختم کړی شوي خو پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هیوادونه دي چې تر اوسهپکې پولیو شتون لري.

هغه وویل د پریشانۍ او اندېښنې خبره دغه ده چې په افغانستان کې وروستۍ د پولیو پېښه د جنوبي وزیرستان سره په پوله پکتیکا صوبهکې موندل شوې او د دغه سیمې خلک دواړو خواو ته تګ راتګ کوي

هغه وایي د پولیو په مخنوي کې یو لویې خنډ وسله وال بریدونه دي او په ورستیو کې زیات بریدونه د صوبې په جنوبي ضلعو کې د پولیوټیمونو په ساتونکو شوي بل ناپوهي او منفي پروپیګنډا ده چې له وجې یې خلک بیا ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي.

هغه وویل د پولیو نه د بچ کېدو یواځنۍ لار دا دوه قطرې دي او ټولې نړۍ په دې طریقه پولیو ناروغي ختمه کړې

ډاکټر سرفراز وایي که طوفان وي یا باران یا بله څه ستونزه خو د پولیو نارغي له مینځه وړلو پرضد د دوی کارکوونکي هر ماشوم ته ځانرسوي او پولیو ناروغي ته به شکست ورکوي.

که څه هم پاکستان کې د پولیو د ضد واکسینو کمپاین په 1974کال کې پېل شوی او په رسمي ډول له منځه وړلو هڅې په 1994 کال کېپیل شوي خو وخت په وخت د وسله والو ګواښونو او ملک کې دننه منفي تبلیغاتو له عمله تر دې مهاله قابو نه دی موندل شوی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د 2012 کال راهیسې د پولیو شاخوا 70 کارکوونکي او ساتونکي وژل شوي چې اکثره یې پهخیبر پښتونخوا کې وو.

خو په دې ورستیو کې د ټي ټي پي ویاند د فرانسې خبري ادارې یا اې اېف پي ته ویلي، "هېڅکله یې د پولیو په کوم کارکوونکي باندېبرید نه دی کړی،" او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د دوی اهداف دي.

په پاکستانیو مطبوعاتو کې اوس د پولیو د ټیم د ساتونکو د وژونې خبرونه هم وخت ناوخت ښکاري او دسمبر نه راپدیخوا په کوهاټ بنو،ټانک او ډیره اسماعیل خان کې د پولیو ټیمونو په ساتونکو پولیسو شپږ بریدونه شوي چې پکې شپږ پولیس سرتیري وژل شوي دي. د دغهبریدونو زمه داري پاکستان طالبانو په غاړه اخستې دہ

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG