لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سږکال د نوروز جشن پیکه و


واشنګټن - افغانستان کې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو نه پس، اولنی نوروز په خوند او روایتي ډول یې ونه لمانځل شو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی به د خلکو مخه نه نیسي، مګر دوی به په حکومتي او رسمي کچه دا ورځ ونه لمانځي، ځکه د دوی په باور داسې څه په اسلام کې نشته.

د دې با وجود، په مزار شریف کې ځینو ذرائعو ویلي دي چې طالبانو سخي زیارت ته د ښځو ورتګ منعه کړی و.

نور کلونه به دا ورځ عمومي رخصتي وه، خلک به بهر ته د میلې دپاره راوتل، په کابل ښار کې به ګڼه ګوڼه ډېره وه، په مزارشریف ښار کې به د سخي زیارت جنډه په ډېرې شاندارې دستورې جګېدله، او خلک به د ګل سرخ سترې میلې دپاره مزار ته تلل.

د رپوټونو ترمخه، سږ کال د نوروز لمانځنه ډېره کمرنګه وه، په مزار شریف کې د سخي زیارت جنډه هم جګه نشوه، او په کابل کې هم د نوروز خوند د پخوا په شان نه لیدل کېده. صرف د سلګونو په شمېره کې خلک د کابل ښار کارته سخي زیارت ته ولاړل او هلته یې د نوروز مېله جوړه کړه، مګر کابل کې هم د سخي جنډه جګه نه شوه.

د کابل ښار د کارته سخي زیارت ته نور کلونه د نوروز په ورځ زرګونه کسان راتلل او جنډه به یې جګوله او مېلې به یې کولې. سږ کال داسې نه و
د کابل ښار د کارته سخي زیارت ته نور کلونه د نوروز په ورځ زرګونه کسان راتلل او جنډه به یې جګوله او مېلې به یې کولې. سږ کال داسې نه و

د کابل ښار یو اوسېدونکی سعید محمد د اسوشیټډ پرس خبري رسنۍ ته ویلي دي: "مونږ په دې امید یو چې دا کال د ټولو مسلمانانو دپاره، په خاص ډول د افغانستان خلکو ته یو د خوشحالیو کال، یو د سولې او استحکام کال، او د یو ورورولۍ کال وي."

افغانستان او ایران کې د نوروز ورځ، سرکاري رخصتي پاته شوې ده، مګر دا ځل طالبانو اعلان وکړ چې دوی به په سرکاري کچه دا ورځ نه لمانځي.

که څه هم نوروز د ایراني جشن په نوم مشهوره دی، مګر دا جشن د اوسني افغانستان په خاوره کې ډېرې ژورې تاریخي ریښې لري او د افغانستان نه ورهاخوا، هر کال په مرکزي ایشیا، عراق، ترکیه، او شام کې لمانځل کیږي.

نوروز چې په فارسي کې نوې ورځې ته وایي، د پسرلي او د هجري شمسي یا لمریز هجري کال اوله ورځ ګڼل کیږي. د نوروز لرغوني جشن تاریخ ډېر اوږد دی او آن په ایران او اوسني افغانستان باندې د عربو د حملو نه مخکې هم دې سیمو کې په ډېرو رواجونو لمانځل کېده.

د نوروز په اړه د مشرانو مبارکۍ

که څه هم د طالبانو مشرانو د نوروز مبارکي نده ورکړې، خو په ملکي او نړېواله کچه مختلفو مشرانو دا ورځ د افغانستان خلکو او د نورو هېوادونو خلکو ته چې نوروز لمانځي، مبارکي ورکړې ده.

په افغانستان کې پخواني صدر حامد کرزي په خپل فېسبوک او ټوېټر پاڼو یو پیغام خپور کړی او په کې د نوي کال او نوروز یادونه داسې کړې ده: "د نوروز روایتي جشن د رارسېدو او د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال پیل له امله ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم."

ښاغلي کرزي د والدینو نه غوښتي دي چې خپل بچیان، جینکۍ او هلکان، ښوونځیو ته ولیږي.

د افغانستان پخواني اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله هم "د نوروز د لرغوني جشن او د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال" له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې د طالبانو خلاف یې مزاحمتي تحریک جوړ کړی دی، په یو لنډ پیغام کې د نوروز د مبارکۍ ترڅنګ یې هیله ښودلې ده چې سږکال "آزادي په استبداد او رڼایي په تورتمونو کامیابه شي".

د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش د نوروز په ویاړ خپل ځانګړي ویډیویي پیغام کې ویلي چې، "نوروز د نويو پیلونو جشن دی، د یو نوي کال، د پسرلي د رارسېدو، او د ماحول د تازه کېدو پیل دی."

ګوټېرش ویلي چې نوروز جشن، په نړۍ کې څه دپاسه درې سوه میلینه خلک چې د مختلفو ملکونو سره تعلق ساتي، د یو بل سره يوځای کوي او په دې مهال باید ثقافتونه وپېژندل شي او ترې خوند واخېستل شي.
د امریکا صدر جو بایډن ویلي چې هغه او مېرمن یې ټولو کسانو ته چې په نړۍ کې نوروز لمانځي، خپلې نیکې پېرزوینې وړاندې کوي.

د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن هم پخپل ټویټر لیکلي دي: "نوروز پېروز و ټولو هغو کسانو ته چې نن په نړۍ کې دا ورځ لمانځي، په شمول زمونږ د افغان ملګرو چې خپل اولنی نوروز دلته په برطانیه کې لمانځي. غواړم تاسو او کورنیو ته مو خپلې نیکې هیلې وړاندې کړم."

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو په یو ویډیویي پیغام کې افغانانو، ایرانیانو، او نورو کسانو ته چې نوروز لمانځي، په انګریزي او فرانسیسي ژبه مبارکي ورکړې ده:

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG