لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت دبخښنې په اسکیم دنړیوالې ادارې ایي ایم ایف په قانع کولو کې ناکام شوی


سياسي بحران سره مخ دپاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په دې وروستیو کې په اعلان کړل شوي دبخښنې په اسکیم دنړیوالې ادارې ایي ایم ایف په قانع کولو کې ناکام شوی او څېړونکي وايي که دپاکستان د حکومت دنړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د اووم قسط ترلاسه کولو مذاکرات کامیاب نه شول نو دهیواد اقتصاد به د سخت بحران سره مخ شي.

ورځپاڼې ډان پخپل يو رپورټ کې د سرچينو له خولې ويلي چې نړیوالې مالياتي ادارې د وزير اعظم عمران خان لخوا د تېلو او بجلۍ په بېعو کې د کمي په مالي اغېزو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان کال 2019م کې د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم اېف سره د شپږو اربو ډالرو د پور پروګرام لاسلیک کړی او راپورونه وايي پاکستان ددغه رقم څخه نزدې درې اربه ډالره پور ترلاسه کړی او دا اوس د يو ارب ډالره د اووم قسط لپاره مذاکرات کوي.

څېړونکي دا هم وايي چې ترڅو د وزير اعظم عمران خان خلاف د مخالفو سياسي ګوندونو د عدم اعتماد تحریک نتيجې مخې ته نه وى راغلي او روان سياسي اړې ګړۍ نه وي ختم شوی نو ايي ایم ایف به د پاکستان سره دا خبرې هم داسې بې نتیجې راکاږي.

ورځپاڼه ډان وايي د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف او دپاکستان دحکومت ترمنځ د شپږو اربو ډالرو د پور دپروګرام لاندې د قرض د اووم قسط لپاره د دارزؤنې د روانو خبرو کومې نتیجې ته د رسېدو امکان کم شوی او احتمال دی چې پاکستان ته د يو ارب او 90 کروړه ډالرو دوه قسطونه پر يو ځائ د راتلونکې جون میاشت کې کليز بجت ته نزدې ترلاسه شي.

د ورځپاڼې ډان په رپورټ کې د باخبره سرچينو له خولې ویل شوي چې نړیواله مالياتي اداره د پېسو د سپينولو د بخښنې د حکومتي سکيم په اړه د خزانې د وزارت د سپناوي نه هم مطمین نه ده او نه دغه اداره د تېلو اؤ بجلۍ په بېعو کې د وزير اعظم عمران خان لخوا دشوي کمي په اړه د حکومت په دريځ قانع شوې ده.

څېړونکي وايي په پاکستان کې د روانو سياسي حالاتو له کبله ايي ایم ایف دا وخت خپه نيولې ده او هېڅ ډول خطر اخستو ته تېاره نه دی. واىي نړیواله مالياتي اداره به د وزير اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک د پاېلو انتظار کوي.

په دې اړه ډيوه سره خبرو کې د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر سلمان شاه وايي د پاکستان د ايي ایم ایف په پروګرام کې پاتې کېدل د اقتصاد لپاره اړین دي.

هغه وايي په بنيادي توګه ايي ایم ایف اقتصاد ته د ساه اخستو لاره ورکوي. ترڅو چې هېواد د ايي ایم اېف په پروګرام کې شامل وي نو قرضې به ري شيډول او ري فنانس کېدای شي او نوې سرمایه کاري به هم راځي.

نوموړی وايي که د نړیوالې مالياتي ادارې پروګرام نه وي نو دا هرڅه بيا نه شي کېدای او بيا به اقتصاد د شديد بحران خواته لاړ شي.

اخوا بل اقتصاد پوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره خبرو کې وېلي ترڅو چې امریکا د پاکستان نه مروره وي او اړېکو کې راغلی تناؤ نه وي کم شوی نو د پاکستان او ايي ایم ایف خبرې به بې نتيجې وي.

خو نوموړي دا هم وویل چې د حکومت د بخښنې په سکيم د نړیوالې مالياتي ادارې اعتراضونو پرځائ دي.

دی وايي ځکه چې دا سکيم مشروط دی. دا د سرمايه کارۍ سره تړلی دی او د ځانګړي معياد لپاره دی. که سکيم دغه شرطونه نه پوره کوي نو د هغه په قول بيا یې جارى پاتې کېدل نه دي پکار.

په اسلام اباد کې د بزنس رېکاډر ورځپاڼې د مالي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي د پاکستان حکومت د ايي ایم ایف د پروګرام څخه وتل نه غواړي ځکه چې حکومت سره متبادل پلان نشته.

دی وايي متبادل پلان دا کېدای شي چې حکومت نوي ټېکسونه نافذ کړي خو دا به په موجوده سياسي حالاتو کې او په داسې وخت کې کول ګران وى چې د انتخاباتو وخت هم لرې نه دی.

هغه وايي بلخوا حکومت د ايي ایم ایف سره د څه قسمه لوظ کولو په حال کې هم نه دی او نه ايي ایم ایف د حکومت وعدو منلو ته چمتو دی.

ورځپاڼه ډان وايي د پاکستان حکومت ټينګار کوي چې هغه د ايي ایم ایف د اوومې جاېزې لپاره اړین ټول ګامونه تېر کال د دسمبر په پائ کې ترسره کړي او وايي اوس د ايي ایم ایف لخوا د جاېزې د نامکمل ساتلو هېڅ جواز نشته.

اخبار د حکومتي سرچينې د قوله لیکي چې نړیواله مالياتي اداره د وزير اعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد د تحريک د نتيجو او سياسي حالاتو معمول ته راتلو پورې د جاېزې روانو مذاکراتو بشپړ کولو څخه ډډه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG