واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روس یرغل او هلته د جګړې له کبله د سیمې خلک اندېښمن شوي دي، په دې منځ کې ترکیه د غنمنو له اړخه په اوکراین او روس باندې تکیه لري او اوس چې د روس نه د غنمو برآمدات کم شوي نو ترکیه د غنمو د کمښت له امله له درانه نقصان سره مخ شوې ده.
په ترکي کې پخوا هم ګرانۍ ستونځې جوړې کړې وې خو اوس یې خلک د لا ګرانۍ له امله سختې اندېښنې لري.
يو وخت وو چې د ترکي استنبول ښار بندرګاه به د سمندري جهازونو نه ډکه وه چې د روس او يوکراین نه به پکې ترکي ته غنم او د نمرپرسو دانې وروړل کېدلې، خو اوس دغه بندرګاه خوشې پرته ده.
د يوکراین د جګړې د لاسه د تور سمندر د سيمې نه د خوراکي توکو ټول صادرات په ټپه ولاړ دي.
د ګلوبل سورس پارټنر څېړونکی اتيلا ياسي لادا وايي مونږه ته د سخت ژمي د پاره نزدې ۱۰ ميلينه ټنه غنم پکار دي او زه په دې نه يم خبر چې دومره غنم به د روس سره وي هم او که نه، چا چې پخپلو کروندګرو د غنمو بهر ته د خرڅولو پابندي هم لګولې ده.
ترکي د وړاندې نه په غله ډېرې پېسې مصرفوي چې پوره اړه په بهرنۍ غله لري. په ترکي کې د بېکرۍ يو لوی سوداګر مېټېن سېلېک وايي:
"په راتلونکو څو مياشتو کې به د ډوډۍ بیې زياتېدل ښکاره شي. ځکه چې د تېلو، بجلۍ او اوبو بیې د وړاندې نه ختلي دي نو دا خبره يقيني ده چې ډوډۍ به هم ګرانېږي".
د ترکي خبریال علي اکبر يلدرم وايي، د ترکي د غلې انتظاميې تېر کال د جون په مياشت کې په ۲۶۲ ډالره ټن په حساب غنم راغوښتي وو، خو تېره هفته د دې بيه ۴۵۶ ډالرې د ټن په حساب ښکاره شوې ده:
"دې سره به د ترکي په اقتصاد ډېر بد اثرات پرېوزي ځکه چې ترکي زياتره غله دانه د بهر ملکونو نه راغواړي".
د يوکراین د کشالې د لاسه د ترکي پېسه نوره هم غورځېدلې کومه چې د تېر کال راهسې د سخت دباو لاندې ده او اوس به په ډالرو کې د غنمو اخستلو سره په ترکي کې ګراني نوره هم زياته شي چې په يوکرېن د روس د حملې نه وړاندې هم په ترکي کې د ګرانۍ کچه ۵۰٪ وه.
د ترکي صدر رجب طيب اردوان راتلونکي کال کې بيا انتخابات کوي، څېړونکو خبرداری ورکړی په خپل ملک کې د غلې د پېدا کولو په ځای د بهر ملکونو نه د غلې د راغوښتلو پالیسي به په ترکي کې صدر اردوان په انتخاباتو کې د تاوان سره مخ کړي.