لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان: د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې نه شو
تازه خبر

پاکستان: د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې نه شو


د پاکستان د قومي اسمبلۍ غونډه نن د جمعې په ورځ وشوه، خو د واکمنه تحریک انصاف ګوند د مړ شوي غړي دپاره پکې فاتحه وشوه، د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحریک پکې وړاندې نه شو او غونډه د ګل/ دوشنبې د ورځې (28مارچ) پورې وځنډول شوه.

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسدقېصر وویل، "د قومي اسمبلۍ د رواياتو ترمخه د اسمبلۍ د غړي په مړينه د اېوان کار کردګي ځنډومه، تراوسه پورې د کلونو راهسې دا روايت روان دی، چې د اسمبلۍ د غړي د مړينې وروسته بې د کارروايۍ نه غونډه ځنډول کيږي".

د قامي اسمبلۍ د ننۍ غونډې په اړه ويل شوي وو په 15 نکاتي ايجنډا کې د بې باورۍ پرېکړه شامله وه.

د عمران خان پرضد مخالفه ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحریک جمع کړی او مخالفه ګوندونو تل عمران خان د سلېکټډ يا خوښ کړی شوي په نوم ياد کړی او تور پرې لګوي چې په ملک کې يې ګراني او بدانتظامي د حسابه سېوا کړې ده، ځکه یې د عمران خان نه د استعفا غوښتنه کړې او د بې باورۍ تحریک يې پرې جمع کړی دی.

خو عمران خان تل د مخالفه ګوندونو مشرانو ته د غلو ټوله ويلي او تور پرې لګوي چې د خپلو غلاګانو د پټولو دپاره د هغه پرضد رايو ځای شوي خو هغه به یې مقابله کوي.

په ننۍ غونډه کې د حکومت وزيران شاه محمود قرېشي، شرين مزاري، اسد عمر، علي محمد خان او نور هم موجود وو.

ورسره د مخالفه ګوندونو د اپوزيشن مشر شهباز شریف، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او د ياد ګوند شريک چيرمېن پخوانی صدر اصف علي زرداري هم په اسمبلۍ کې وو.

د ځايي میډيا ترمخه د قومي اسمبلۍ سپيکر د ننۍ غونډې دپاره د کلکو امنيتي ګامونو پورته کولو لارښوونه کړې وه.

د غونډې نه وړاندې د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري ويلي وو، که نن د قومي اسمبلۍ په غونډه کې سپيکر د عدم اعتماد تحریک وړاندې نه کړو، نو دوی به هنګامه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG