لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غیردولتي سازمانونه وایي اسلام اباد کې دحکومت اؤ اپوزیشن کې جلسې پر جمهوریت اغېز کولی شي


TLP
TLP

پاکستان کې دصحافيانو او بشري حقونو خپلواکه غېر دولتي تنظيمونو پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس او هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان په حکومتي او مخالفو سياسي ګوندونو غږ کړی چې د وزير اعظم عمران خان خلاف دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو په ورځ خپلې جلسې او لاريونونه وځنډوي.

د اېچ ار سي پى او پي اېف يو جی لخوا جارى شوي ګډ بیان کې ویل شوي چې په دغه ورځ به د امن و امان خرابي نه يوازې د پارليمان دننه دستوري سياسي عمل مجروح کړي بلکې پارلیمان به هم نېغ په نېغه د غېر جمهوري طاقتونو په لاسونو کې د لوبو ګوډاګی جوړ شي.

د بشري حقونو او خبريالانو تنظيمونو دا اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې دحکومت مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک او واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د وزير اعظم عمران خان خلاف دبې باورۍ دتحریک وړاندې کېدو او په دې د رایې ورکولو په مهال د اسلام اباد په لور لاريونونه او درنې جلسې اعلان کړې دي.

د بشري حقونو خپلواک غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي او پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس په خپل ګډ بېان کې ویلي چې د وزير اعظم عمران پرضد د بې باورۍ په تحريک د رایې ورکولو په ورځ د مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد او واکمن تحريک انصاف ګوند د پلويانو ترمنځ د تشدد نه د ډک ټکر خطره ده.

بیان کې وېل شوي چې په دغه ورځ د امن و امان د صورتحال خرابي به نه يوازې د پارليمان دننه د ستوري سياسي عمل مجروح کړي بلکې پارلیمان به هم د غېر جمهوري طاقتونو په لاسونو کې د لوبو ګوډاګی جوړ شي.

په دې اړه وي او ای ډيوه سره خبرو کې د بشري حقونو د غېر دولتي خپلواکه تنظیم چېرپرسن حنا جېلاني وویل که دا اوسنی دستوري او جمهوري عمل د پارليمان نه بهر سړکونه ته ووځي نو اندېښنه ده چې خبره تصادم ته لاړه شي چې تاوان به یې عام ولس ته رسېږي.

هغه وايي که چيرې د موجوده جمهوري او دستوري بحران څخه غېر جمهوري طاقتونه د ګټې پورته کولو هڅې وکړي هم خو بیا به هم هغوئ ته هغه شان خوښي ترلاسه نه شي څنګه چې پخواني پوځي امرانو پروېز مشرف او ضياالحق ته ترلاسه شوې وه.

مېرمن حنا جېلاني وايي زه ګڼم چې د مخالفو سياسي ګوندونو مشران به هم په دې خبر وئ چې ولس به نور جمهوري عمل کې مداخلت ونه زغمي.

دجمعې په ورځ دپاکستان د قامي اسمبلۍ هغه غونډه د ګل تر ورځې ځنډول شوې ده چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک کې د رایې ورکړه یې په اېجنډا کې شامل وه.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت پرضد جوړ پاکستان جمهوري تحریک پي ډي اېم کې شامل ګوندونه جمعيت علماءاسلام (ف )ډلې او مسلم ليګ (ن )غړو د کراچۍ، لاهور او د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو څخه د اسلام اباد په لوري لاريونونه پېل کړي او مطبوعاتي رپورټونه وايي مخالفې ډلې به په کشمیر هايي وی پړاؤ‌کوي.

په همدې حال کې د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د مارچ په 27 نېټه په پرېډ ګراونډ اسلام اباد کې د جلسې اعلان کړی دی، حکومت دعوه کوي چې په دغه جلسه کې به د ګوند په لکونو غړي ګډون کوي.

پاکستان کې د صحافيانو دتر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکېتر ناصر زيدي ډيوه ته ویلي د هېواد تاریخ پاتې شوی چې کله هم سياسي تقسیم جوړ او سياسي جګړه اوږده شوې نو دا خطره ورسره پېدا شوې چې دستور مات شي.

هغه وايي په داسې صورتحال کې غېر جمهوري طاقتونه رادننه کېږي او جمهوري سياسي عمل بيا له پاټلۍ کوزېږي.

ددغه تنظيمونو په بیان کې دا هم ویل شوي چې د بې پلوه تنظيمونو په توګه پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس او هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان په پارلیمان، جمهوري او دستوري بالا دستۍ باور لري او غواړي چې پارليمان ته د دستور مطابق په ازاد ډول د کار کولو اجازه ورکړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG