د پاکستان چیف جسټس عمرعطا بنديال ويلي، د ملک په ايين کې دا نشته چې د اسمبلۍ/ پارلیمان غړی د سياسي ګوند وفادارۍ ته تړلی دی. دغه خبره چيف جسټس د حکومت لخوا د ايين د 63 A ارټيکل/ مادې په اړه جمع شوي رېفرنس د تشريح په اورېدنه کې کړې ده.
په 21 مارچ جمع کړی شوي صدارتي ريفرنس کې په مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ د خپلو مرورو غړو د اهلييت او د دوي په خپلو څوکو باندى پاتې کيدو د معياد سره تړلي د ملکي دستور 63 A مادې د تشريح غوښتنه شوې ده.
د سپریم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پېنځه کسيزه بينچ د جمعې په ورځ د ياد رېفرنس اورېدنه کړې ده.
په اورېدنه کې اټارني جنرل خالد جاوېد خان په دلايلو کې ويلي، چې په پارلیمان کې د ښځو او لږکيو ځانګړې څوکۍ وي او په دغو ځانګړو څوکو راغلو غړو رايې نه وي اخستې او په مخصوصو څوکو غړي هم په سيند هاوس کې موجود وو.
چيف جسټس عمر عطا بنديال ویلي په امانت کې خیانت غټ ګناه دی او د خيانت په قران کې سخته سزا ده او اعتماد ماتوونکي ته خاين ويلی شي.
نوموړي پوښتنه کړې چې ستا په نظر ګوند ته ووټ يا رايې نه ورکوونکی خیانت کوي؟ او ایا يو غړی به دا اقرار يا ضمانت ورکوي چې د ګوند د قاعدې پابند به وي، په ايين کې دا خبره واضحه نه ده چې د ګوند سره به څوک وفادار وي که نه وي.
په اورېدنه کې جسټس مظهر عالم ويلي، چې تراوسه خو څوک اوړېدلي نه دي او تاسو ريفرنس راوړی دی، او بیا اټارني جنرل ويلي دي چې د جرم ودرول مقصد دی.
بيا نوموړي جج ويلي، چې د جرم نه وړاندې سزا څنګه ورکول کېدی شي؟ او بيا اټارني جنرل ویلي د قانون د واضحه کولو دپاره عدالت ته راغلي دي.
چيف جسټس اټارني جنرل ته ويلي، تاسو اووايئ چې يو غړی څنګه د تل دپاره/ تاحيات نااهله کېدی شي؟ او اټارني جنرل ويلي، چې جرم وي قانون واضحه کېدل پکار دي. او بيا جسټس اعجاز الاحسن ويلي، د ايين تشريح د سپریم کورټ کار دی.
چيف جسټس ويلي چې د ګوند دننه جمهوریت وي، د ارټيکل 63 A ضرورت نه پېښږي. د ارټيکل 63 A حسن دا دی چې د دې د کارولو موقع هم رانشي.
جسټس اعجاز الاحسن ویلي، چې صدر د ايين د تشريح ويلي دي او دوی د تشريح نه لرې لاړ نه شي او ممکن ده چې دوی دغه رېفرنس بيرته وليږي.
ياد رېفرنس په داسې حال کې جمع کړی شوی چې مخالفه ګوندونو د وزیراعظم عمران خان پرضد په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ يا عدم اعتماد تحریک جمع کړی او حکومت تور لګوي چې ځينې حکومتي غړي مخالفه ګوندونو په بيه اخستي دي. خو مخالفه ګوندونه دغه تور ردوي.
پرون د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ د غونډې په ايجنډا کې د بې باورۍ پرېکړه شامله وه خو د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د اسملۍ د يو غړي په مړينه د فاتحې وروسته غونډه تر 28 مارچ پورې ځنډولې ده.