لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې يو بل نرښځی په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې يو بل نر ښځی په ډزو وژل شوی دی، په خېبرپښتونخوا کې په روانه مياشت کې دا څلورم نرښځی دی چې وژل کيږي.

د مردان د صدر تاڼې پوليس وايي، دغه پېښه تېره شپه په چارسده چوک باندې رامنځته شوې، نامالومو کسانو په موټر ډزو کړي، يو نرښځی پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د صدر تاڼې يو چارواکي فضل امين وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ياده پېښه تاييد کړه او وې ویل، د يادې پښې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

مقدمه چې د سلمان نومې نرښځي په مدعيت کې درج شوی پکې ويل شوي چې هغه او صادق عرف کوکونټ نومې نرښځی د نورو کسانو سره په موټر کې د موسيقۍ د يو پروګرام نه بيرته روان وو، چې په موټر سايکل پسې کسان راغلي په ګاډي يې ډزې کړی، هغه پکې ژوبل شوی او کوکونټ چې ژوبل شوی روغتون ته په لار يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په مقدمه کې ویل شوي د صادق عرف کوکونټ عمر چې 17/ 18 کاله وو، تعلق يې د سوات د رحيم اباد سيمې سره وو او دا وخت د مردان په چارسده چوک کې اوسېدو.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې په څو نورو نرښځيانو هم وژونکي بريدونه شوي دي.

د نرښځي د وژنې وروستۍ پېښه د جمعې په ورځ (18 مارچ) ناوخته د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې رامنځته شوې او يو نر ښځی پکې په ډزو وژل شوی وو، له دې يوه ورځ وړاندې هم په مردان کې په ډزو کې يو نرښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی وو، او د هغې نه په وړانديني اتوار د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې پينځه نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو چې پکې وروسته بيا يو ژوند دلاسه ورکړی وو.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو مشر/ مشره فرزانه الياس وايي، تراوسه پورې چې څومره نرښځيان وژل شوي او په دوی د تشدد پېښې شوي، په دغو پېښو کې ککړ کسان خو اول نيول کيږي نا، او که چرته نيول شوي هغوی ته سزاګانې نه دي ورکړی شوي.

هغې وويل د نرښځيانو پرضد پېښو کې تورن ککړ کسان اکثره د عدالتونو نه خوشي شي او دغه کسان بيا نرښځيانو ته دړکې ورکوي.

په صوبه کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمر نسيم وايي، اکثره نرښځيان د خپلې کورنۍ د غړو او یا د هغو د نارينه و ملګرو د لاسه وژل کيږي.

د نوموړي په خبره په نرښځيانو د تشدد په پېښو کې ککړو کسانو ته د سزا نه ورکول کېدو په شا دوه مهم علتونه دي.

قمر نسيم وايي، يو خو دا چې په نرښځيانو د تشدد د پېښو په مقدمو کې پوليس هغه مادې شامل نه کړي کوم چې پکار وي، چې تورنو کسانو ته پکې سزا ورکړی شي او بله مهمه خبره دا ده چې نرښځيان بيا عدالتونو ته د ګواه دپاره نه وړاندې کيږي او نه وکیل نيسي ځکه په دغو مقدمو کې اکثره تورن کسان بري شي.

د نرښځيانو د اتحاديې (ټرانسجنډر الاينس پاکستان) ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کال 2015م راهسې تراوسه پورې په صوبه کې د 90 نه زيات نرښځيان وژل شوي او په 150 باندې مختلف ډول تشدد شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG