لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼا:حکومت پلوه طالب کمانډر نامعلومو وسله والو وژلی


د افغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې حکومت پلوه طالب کمانډر نامالومه کسانو په ډزو وژلی دی.

د سیمې پولیس چارواکو تاید کړه او وایي تیره ورځ د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې یو تن د نا مالومه کسانو په ډزو وژل شوی.

اعظم ورسک د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا نه نزدې 15 کلو میټره لرې شمال لودیځ سیمه ده دغلته حکومت پلوه طالبان زیات فعال دی.

د اعظم ورسک تاڼې چارواکو په خبره دوژل شوي تن پیژند ګلو د باخان په نوم شوې چې تیرو وختونو کې د امن لښکر مهم مشر ؤ.

د دوئ په خبره د ډزو په پیښه کې نوموړی په ځائ وژل شوی او پولیسو د نا مالومه کسانو په ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

ځايي امنیتي سرچینو وي او ای ډیواه ته وویل ، کمانډر باخان د مولوي نظیر په مشرې له هغو "ښو طالبانو" سره تړاو درلودو چې په جنوبي وزيرستان کې يې د ځايي او بهرنيو وسله والو پر ضد په عملياتو کې د حکومت ملاتړ کولو.

دوئ وویل، اوس يې په خپله د 24 ګروپ په نوم ډله جوړه کړې، چې پکې د سيمې ځوانان هم شامل دي.


تر اوسه چا ددې پېښې زمه واري پغاړه نه ده اخستې.

په جنوبي وزیرستان کې تیره اونۍ د دوو کسانو مړي په داسې حال کې موند شوي چې پکې یو تن نه سر غوڅ کړی شوی ؤ.

دغه مړي د جنوبي وزیرستان وچه خوړه او اعظم ورسک سیمو کې موندل شوي وو.

ځايي امنیتي سرچینو ویلي وژل شوي کسان دتندلاریتوب په پېښو کې ککړ وؤ خو دا نه وه مالومه شوې چې دوئ د چا لخوا وژل شوي وؤ او پولیسو سره یې مقدمه د نا مالومه کسانو په ضد درج شوې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG