لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعمران خان دحکومت بل چارواکي شهریار اپریدي هم په پارلیمان دځانمرګي برید خواهش ښکاره کړی


پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان په ضد داپوزیشن ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راتلو وروسته دهغه دحکومت وزیرانو پخپلو سیاسي مخالفینو دخودکش یا ځانمرګي بریدونو کولو دخواهش څرګندونې پیل کړي .

دهوا بازۍ دمرکزي وزیر غلام سرور خان نه وروسته دپاکستان دکمشیر کمیټۍ مشر شهریار خان اپریدي هم دپارلیمان دننه دځانمرګي برید خواهش ښکاره کړی خو وایي خودکشي حرامه ده ځکه برید نه کوي.

څېړونکي په سیاست کې دا طرز خپلول تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ ته د ودې ورکولو یو ناوړه عمل بولي اؤ وایي دعمران خان حکومت دخپل اقتدار لپاره اوس دقام بچي ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته تشویق کوي چې ددې په کلکه غندنه پکار ده.

تیره ورځ دعمران خان دپاکستان دکشمیر دپارلیماني کمیټۍ مشر شهریار اپریدي په کوهاټ کې یوې ولسي غونډې ته د وینا په مهال په جار خواهش ښکاره کړی چې که ځان وژنه حرامه نه وه نو ده به پارلیمان کې دننه پخپلو سیاسي مخالفینو ځانمرګي برید کړی ؤ اؤ هغوئ ټول به یې الوځولي وای.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ دهوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان هم پینډۍ کې یوې جلسې ته د وینا په وخت ویلي وؤ "زما سوچ خو دادی چې چرته ټول دملک اؤ دین دښمنان ناست وي،هلته ځانمرګي برید وکړم اؤ ټول نیست اؤ نابود کړم خو اسلام کې ځان وژنه حرامه ده"

دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په ضد قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ تحریک جمع کړی اؤ په دغه تحریک د رایې ورکولو لپاره دجمعې په ورځ رابلل شوې دقامي اسمبلۍ غونډه د دوشنبې یا ګل تر ورځې ځنډول شوې ده.

دپاکستان په سیاسي منظرنامه ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي داپوزیشن لخوا د وزیراعظم عمران خان په ضد بې باورۍ دتحریک مخې ته له راتلو وروسته چې د عمران خان ګوند په کوم طرز سیاست پیل کړی دا ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته د ودې ورکولو یوه ناوړه هڅه ده اؤ سخته غندنه یې پکار ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل دیو حکمران ګوند وزیران چې هرکله د خودکش بریدونو خواهش څرګندوي نو ددې یو مطلب خو دا شو چې دعمران خان حکومت ټول په ټوله نه یوازې د خودکش بریدونو پلوي دی بلکې ددې ډاډګیرنه هم کوي.

خو ښاغلی ناصر داوړ بیا پوښتنه کوي چې که دحکومت په نظر کې خودکش بریدونه ضروري دي نو بیا چې تر اوسه په دې بریدونو کې د وطن کوم په لکونو وګړي،امنیتي سرتیري ،سیاسي اؤ قامي مشران وژل شوي حکومت دهغوئ وژنو ته څنګه ګوري؟

هغه وویل د بې باورۍ تحریک یوه سیاسي معامله ده اؤ باید په سیاسي توګه ورته حکومت دپارلیمان دننه جواب ووایي نه چې دخودکش بریدونو د ودې لپاره تبلیغ پیل کړي.

تر دې وړاندې دترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکي خبریال رفعت الله اورکزي هم ډیوه ته ویلي وؤ هرکله چې یو مرکزي وزیر پخپله دځانمرګي برید کولو سوچ لري نو بیا خو به دهغه دګوند نور ملګري اؤ عام ورکران یا فعالین راپاڅېږي اؤ ځانمرګي بریدونه به دخلکو منځ کې کوي.

هغه ویلي وؤ "دا ډیره دافسوس خبره ده اؤ دپاکستان عوامو یا دلته چې کوم واکمن دي هغوئ ته خامخا په دې خبره باندې غور اؤ دنوموړي وزیر نه جواب اخستل پکار دي چې ده څنګه دیو ترهګر په څېر سوچ وکړو"

رفعت الله اورکزئ وایي دکله نه چې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک مخې ته راغلی نو پخپله وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه د کابینې وزیران لیوني شوي اؤ داسې څرګندونې کوي چې هیواد دفساد اؤ جګړې لوري ته راکاږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG