لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپولیو وایرس دمنتقل کیدو خطر،پاکستان افریقا ته دخپلو وګړو په سفر دبندیز رپورټونه رد کړي


پاکستان هغه مطبوعاتي رپورټونه رد کړي چې ګواکې د صحت نړیوالې ادارې ډبليو ایچ او د افريقا رياست ملاوى کې د پوليو د واېرس د وړل کېدو له کبله د پاکستان څخه په سفر کونکو باندې د نورو دريو میاشتو لپاره سفري بندېزونه لګولې دي.

د وي او اې ډيوه سره خبرو کې د پاکستان دپوليو دمخنيوي د مرکزي ډاېریکټریټ مشر ډاېریکټر جنرل ډاکټر اکرم شاه ویلي پاکستان ته دصحت د نړیوالې ادارې د مرکزى دفتر څخه دوه میاشتې مخکې يو خط راغلی ؤ چې پاکستان دې د اورل پوليو واکسين په اړه خپل بندېزونه او ګامونه نور سخت کړي خو وايي په دغه خط کې د سفري بندېزنو په هکله څه نه دي ویل شوي.

ورځپاڼې ډان تېره ورځ په يو رپورټ کې ويلي چې د صحت نړیوالې ادارې ډبليو ایچ او ملاوى ته د پاکستاني ډول واېروس په وړل کېدو د پاکستان څخه په سفر کوونکو د نورو دريوؤ مياشتو لپاره سفري بندېزونه لګولې دي.

ښاغلي ډاکټر اکرم شاه ډيوه سره خبرو کې وويل په افریقا ملاوى کې چې د پوليو کومه پېښه مخې ته راغلې وه نو هغه ډول واېروس په پاکستان کې په وروستي ځل دکال 2019م په پائ کې موندل شوي وؤ او زياتوي له تېرو دريوؤ کلونو راهيسې ددې واېروس نخښې په پاکستان کې بيا نه دي ښکاره شوې.

نوموړي وويل نزدې دوه میاشتې مخکې د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو ایچ او د مرکزى دفتر لخوا دپاکستان حکومت ته يو خط راغلی ؤ ولې په هغې کې په پاکستان د سفري بندېزونو خبره نه وه شوې.

هغه وايي په دغه خط کې د پاکستان نه غوښتنه شوې چې هغه باید د اورل پوليو واکسين په اړه خپل بندیزونه او ګامونه نور سخت کړي.

ډاکټر اکرم شاه وايي په پاکستان کې وړاندې څخه دا قانون پرځائ دی چې څوک هم د هېواد بهر سفر کوي نو يوه مياشت مخکې به د پوليو قطرې او کارډ اخلي.

د ورځپاڼې ډان په خبر کې ويل شوي چې پاکستان کې د پوليو مخ په سېوا کېدونکو پېښو له کبله د صحت نړیوالې ادارې مئ کال 2014م کې په پاکستان سفري بندېزونه لګولي وؤ.

کال 2021م نومبر کې د افريقا د ملاوى په رياست کې درې کلن ماشوم په پي ون ډول پوليو واېروس اخته موندل شوی ؤ او د هغې د جينومک ترتیب څخه ښکاره شوې وه چې دا واېروس په پاکستان کې کال 2019م کې موندل شوي واېروس ته ورته دی.

ډاکټر اکرم شاه وايي د پاکستان او افغانستان په ګډون چې څومره هم داسې هېوادونه دي چرته چې د پوليو پېښې زیاتې رپورټ کېږي نو د هغې ځاې نه بهر سفر کوونکي خلک به ضرور د پوليو څاڅکي له مخکې اخلي.

هغه وايي د صحت د نړیوالې ادارې د خط په رڼا کې د هېواد ټولو اضلاعو او هوایي اډو ته دا احکامات جارى کړی شوي چې څوک به هم پرته د او پي وي د قطرو څښلو او اړونده کارډ نه بهر تګ ته نه پرېږدي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ دوه یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا اوس هم د پوليو واېروس ختم نه دی.

پاکستان کې د پوليو وروستي پېښه تېر کال 2021م کې د جنورۍ په 27مه نېټه د بلوچستان په دوکي ضلعه کې مخې ته راغلې وه خو له هغې راپدېخوا پاکستان کې د پوليو بله پېښه نه ده رپورټ شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG