لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالۍ کارپوهان وايي امريکا په مرستو کې د اوکراينيانو او افغانانو تر منځ توپير کوي


واشنګټن - په اوکراين د روس د يرغل يوه مياشت وروسته 3.7 ميلين اوکراينيان د ملک نه تښتېدلي دي او ملګري ملتونه وايي دا د دويم نړيوال جنګ وروسته تر ټولو لويه کډوالي ده.

د کډوالۍ د چارو ځينې کارپوهان وايي د اوکرين په مسله دا ناشنا خبره ده، وایي هغه هېوادونه چې کډوال ځايوي ډېر ژر مرستو کولو ته را وړاندې شوي دي.

د اوکراين نه وتونکي خلک زيات تره پولېنډ، سلواکيه، هنګري، رومانيه او مالدوه ته وځي چې دا وخت په پولېنډ کې تر ټولو ډېر کډوال جمع شوي دي.

اوکراينيان په دې کوښښ کې هم دي چې څنګه په امريکا کې د خپلو کورنیو د غړو سره يو ځای شي او څه خو پکې د امريکا او ميکسيکو پولې ته رارسېدلي هم دي.

د بايډن په حکومت فشار راوړل شوی چې څنګه نېغ په نېغه بې کوره شوي اوکراينيان امريکا ته راولي او په دې لړ کې وايټ هاوس اعلان کړی چې کم نه کم 100,000 اوکراينيان او نور خلک به د شرقي يورپ د دغه ملک نه امريکا ته راوستل شي.

خو امريکا د اوکرايني کډوالو او افغان کډوالو په قبلولو کې توپير کوي؟ دې پوښتنې ته په ځواب د کيليفورنيا د ايميګريشن قانون پوه ايلي بولر وايي:

“سل په سله توپير دی. ماته پکار ده زه خپله خبره داسې وکړم چې دا غټ کار دی چې امريکا 100,000 کډوال قبلوي”.

خو بولر وايي امريکا افغانانو او اوکرايني کډوالو ته په هرکلي کې توپير کوي ځکه چې وایي د عارضي پناه ورکولو د طريقه کار نه څرګنده ده.

دا پروګرام په امريکا کې کډوالو ته د 18 مياشتو پورې يو قانوني تحفظ ورکوي چې د ملک نه به نه ويستل کيږي او دې خلکو ته د کار کولو اجازت نامه هم ورکول کيږي.

د اوکراينيانو په اړه د هوم لينډ سيکيورټي سيکرټري اليجينډرو مايورکس د عارضي اوسېدو اسناد په اوکراین د روس د يرغل يوه مياشت وروسته ورکول اعلان کړل خو ولې د افغانانو په قبلولو کې يې اووه مياشتې واخیستې.

بولر وايي “زه د اوکراينيانو په راوستلو تنقيد نه کوم خو غواړم د موازنې او توپير خبره وکړم او دا ښيي چې ښه ښکاره توپير دی”.

په کرنل پوهنتون کې د کډوالۍ د قانون پروفيسر سټيفن ايل لوهر هم وايي امريکا د اوکراينيانو په قبلولو کې بيړه کړې خو زياتوي اوکراينيان او افغانان دواړه به د ايميګريشن د عادي قانون نه تېريږي.

ايل لوهر وويل “زمونږ د ايميګريشن قانون ښه نه دی چې خلک ژر امريکا ته راشي”.

هغه وايي د 40,000 نه زيات افغان کډوال د بشري تحفظ او مرستو د طريقه کار له سوبه په انتظار دي چې زيات تره پکې د شپږو شپږو مياشتو راهیسې دغسې ناست دي او په درخواستونو يې فيصلې ته په تمه دي. ايل لوهر وايي:

“نه ګڼم چې کوم د خلکو سېلاب د اوکراين نه راروان دی د بشري تحفظ اداره به د قبوليت په عملي کولو کار ګړندی کړي او که چرې داسې وکړي نو دا به يو قانوني شکايت رامنځ ته کړي چې ولې د اوکراينيانو د پاره دا عمل تېز کړل شو خو د افغانانو او نورو خلکو د پاره نه دی شوی”.

د امريکا خلک هم د افغانستان او د اوکراين د کډوالو په مرستو او قبلولو کې توپير کوي ځکه چې په مارچ کې د يو ګو پول ادارې کړې سروې ښيي چې په 15,000 خلکو کې 54% خلک د اوکراينيانو د قبلولو مرسته کوي او 25% يې نه غواړي خو بل خوا د افغانانو د قبلولو مرسته 42% امريکايان کوي.

د امريکا د خارجه چارو وزارت وياند وي او اې ته ويلي د اوکراينيانو راوستل به د افغانانو په حيثيت اثر وا نه چوي او وايي په وياړ ويلی شي نزدې 75,000 افغان کډوالو ته عارضي اسناد برابروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG