لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دکولې کان کې بند پاتې شوي درې مزدوران څلور ورځې وروسته ژوندي راویستل شوي دي


دبلوچستان ايالت د هرنايي ضلعې دکولې په يوه کان کې 13 سوه فټه لاندې بند پاتې شوي درې کان کيندونکي 106 ساعته يعني څلوﺭ ورځې وروسته ژوندي راويستل شوي دي.

د مارچ پر 22مه دکوټې او هرنايې ضلعې تر ميان د زرغون غر په نامه سېمه کې سهار اته بجې د کولې يا سکرو په یو کان کې د زيات ګيس جمع کيدو له کبله هغه وخت چاودنه شوې وه کله چې شپږ کان کيندونکو په کان کې کار پيل کړی ؤ.

د چارواکو په خبره د چاودنې له کبله کان نړيدلی او ټول کان کيندونکي پکې بند پاتې شوي وؤ۔

د هرنايي مرستيال کمشنر سردار محمد رفيق وایي درې کان کيندونکي په وړومبۍ ورځ را ويستل شوي او پاتې درې کان کيندونکي يې د يک شنبې په ورځ له سخت زيار وروسته را ویستلي دي۔

مرستيال کمشنر وي او ای ډيوه ته وويل د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو او د هغوئ د را ويستلو لپاره يې لاره نه درلوده ځکه يې دغه کان ته نزدې بل کان وکينده او بند پاتې مزدورانو پوري يې ځان ور ورسولو، او اخر يې بند پاتې خواريکښ و ژغورل.

هغه وايې "په يادو خواريکښو کې کم عمر 14 کلن او لوی عمره 25 کلن دی، چې پکې د دوو تعلق له افغانستان او يو د هرنايي ځايې اوسيدونکی دی،درې سره کان کيندونکي مو د ښه علاج په موخه د کوټې و سيول روغتون ته ليږلي، د يوه حالت پکې له خطر سره مخ دی"۔

خلکو ته د درملنې دلومړنيو اسانتياو د برابرولو دايالتي اداﺭې "پي پي ايچ ای” د ډاکټرانو د ټیم مشر داود کاکړ چې د کان کيندونکو په ژغورنه کې يې برخه اخيستې, وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل،
" په ياد کان کې د بند پاتې کان کيندونکو د ژغورلو لپاره يې له پېښې سره سم دستي 1300 فټه اوږد د اکسيجن پائپ و کان ته تير کړ، خواريکښ يوازې له همدې امله ژوندي پاته شوي،کنې د هغوئ د ژوند امکان نه و"

د حکومتي چارواکو په خبره ياد کان څو مياشتې وړاندې د زيات خطر له کبله بند کړل شوی ؤ خو ورسته بيا د کان ټيکدار او مالک له لوري بيرته پرته له کوم اجازت پرانستل شوی ؤ۔

د هرنايي ضلعې دمرستيال کمشنر په خبره د کان د مالک او ټيکدار پر ضد د قانوني ګامونو اخستو لپاره يې د ماينز اينډ منرلز محکمې ته خط ليږلی دی۔

د کان کيندونکو د مرکزي تنظيم پاکستان سېنټرل ماينز اينډ ليبر فېډرېشن رپورټ دی چې سږکال د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو دکولې کانونو کې رامنځ ته شوې دا څلورمه پېښه ده.

تر دې وړاندې د دوکۍ او کوټې د کولې په کانونو کې هم مرګونو پېښو کې تر 12ؤ زیات مزدوران مړ او تر 10ؤ زيات ټپيان شوي دي.

د فېډرېشن رپوټ زیاتوي د بلوچستان ايالت په بیلا بیلو سیمو کې تر يو لک زيات کان کيندونکي د کولې يا سکرو او د نورو معدنیاتو په کانونو کې مزدوري کوي.

رپورټ کې ويل شوي تير کال د کولې د کانونو په پېښو کې دمړو شوو مزدورانو کې دزياترو تعلق د خېبر پښتونخوا د شانګلې، د افغانستان او د بلوچستان ايالت له پښتون میشتو سیمو سره دی

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG