لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت وایي د روژې نه مخکې په خوراکي توکو د دوؤ اربو روپو رعایتونه ورکوي


د پاکستان د شمېرنې اداره وايي په ملکي کچه ګراني نوره هم زیاته شوې او د مجموعي ګرانۍ رفتار 15 فيصده نه هم زيات شوی دی.

په عین حال کې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ویلي چې د روژې نه وړاندې په خوراکي توکيو د دوو اربو روپو د رعايتونو ورکولو پلان لري چې له امله به يې اوړه، غوړي، دالونه او خوراکي تیل خلکو ته په ارزانه بيعه په لاس ورشي.

اقتصاد پوهان وايي، واکمن او مخالفه سياسي ګوندونه د اقتدار په ترلاسه کولو کې بوخت دي او د عامو خلکو ستونزو ته پام نه کوي.

د اقتصادي چارو کار پوهه فدا حسېن وايي، په نړیواله کچه د توانايۍ بيعې زیاتې شوي دي، خو په پاکستان کې د حکومت لخوا د توانانۍ په بيعو کې د کمي باوجود ګراني مخ په وړاندې روانه ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پاکستان کې په نرخونو د کنټرول ساتلو دپاره جوړ نظام د ناکامۍ سره مخ دی.

دی وايي، حکومتي مشينري که په ضلعي، صوبايي او مرکزي کچه ده هغه په مکمله توګه ناکامه شوې ده وړاندې چې کوم مجسټرېټي نظام ؤ، هغې به په نرخونو نظر ساتلو خو هغه هم اوس ختم شوی دی.

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي، تېره اوونۍ د امروزه 25 خوراکي توکيو په بيعو يو کې اعشاريه لس فيصد اضافه شوې او دې سره مجموعي ګراني 15 اعشاريه 67فيصده ته زياته شوې ده.

اداره وايي د غوړو او خوراکي توکيو بيعې نزدې 500 روپۍ کلو نه سېوا شوي او د چرګ په غوښه کې 24 روپۍ کلو اضافه شوې ده.

مرکزي حکومت وايي، د روژې نه وړاندې د خوراکي تيلو په درامد یې لس فیصده ټېکسونه راکم کړی دی او په خوراکي توکيو اته اربه روپۍ رعايتونه ورکوي.

د خېبرپښتونخوا يو حکومتي وياند ظاهر شاه طورو وايي صوبايي حکومت په خوراکي تيلو، غوړو، دالونو او اوړو د دوو اربو روپو د رعايتونو ورکولو پلان لري او د روژې نه وړاندې به د اوړو قيمتونه د 1400 روپو د 20 کلوګرامه تروړې نه 850 روپو ته راکم کړي او دا رعايتونه به د راتلونکي بجټ پورې روان وي.

څیړونکي وايي په پاکستان کې دا وخت غېر یقيني سياسي صورتحال جوړ دی چې له امله يې په اقتصاد بدې اغېزې کیږي اؤ دعام وګړي ژوند د ستونزو سره مخ دی .

په دې وروستيو کې د بجلۍ د قيمتونو د انتظام ادارې نېپرا د بجلۍ په يو يونټ کې د 5 روپو اضافې ويلي وو.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان مالياتي خساره 20 اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ګردشي قرضې دوه نيم کهربه روپو ته رسېدلي دي چې له امله يې د پاکستان اقتصاد د بدو اغېزو سره مخ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG