لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د حکومت پرضد يې د بهر نه سازش کيږي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د حکومت د لرې کولو دپاره یې د بهر نه پېسې راځي، او په دغه عمل کې د دوی خپل خلک کاريږي. خو د مخالفه ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان ويلي عمران خان اېن ار او غواړي.

عمران خان پرون د اتوار په ورځ (27مارچ) ماښام په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې غونډې ته په وينا کې د بهرني سازش خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې چې د عمران خان پرضد مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحریک جمع کړی دی او نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (28 مارچ) د هغه پرضد د بې باورۍ په پرېکړه رايې ورکول ټاکل شوي دي.

عمران خان وويل، د هغه د حکومت پرضد "د بهرني سازش ډېرې خبرې به په مناسب وخت مخې ته راوړي، زمونږ سره چې کوم ثبوت موجود دی هغه هر څه په ډاګه کوي، زما سره يو خط دی چې په اړه به یې اف ریکارډ يا غېر ريکارډ خبره کوم".

نوموړي دعوه کړې چې "مونږ ته مالومه شوې چې د کومو کومو ځايونو نه په مونږ فشار اچول کيږي، زمونږ د ملک د ګټې په اړه په ليکلي بڼه دړکه راکړی شوې ده، خو مونږ به په ګټو جوړ جاړی ونه کړو".

هغه زیاته کړه نن د قوم په وړاندې خپله مقدمه ږدمه، او وې ویل قوم ته ويل غواړم چې په لندن کې ناست سړی د چا سره مېلاو دی، او په پاکستان کې کردارونه د چا په وېنا روان دي.

په عېن حال کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د جلسې دپاره هم په ګڼ شمېر کې خلک د اسلام اباد سرينګر هايي وی ته رسېدلي دي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان دغه جلسې ته په وېنا کې ویلي، عمران خان چې به ويل چې چا ته به اېن ار او نه ورکوي نن په خپله اېن ار او غواړي.

هغه دعوه کړې چې تحریک انصاف ګوند سرکاري وسايل خرچ کړي خلک يې جلسې ته راټول کړي خو جلسه یې بيا هم ناکامه شوې ده.

نوموړي په عمران خان تور لګولی چې "بهرنۍ پېسې دې وکارولې او ځوانان دې ګمراهه کړه، هغه تور لګولی تحریک انصاف ګوند خلکو ته پېسې ورکړي او جلسې ته یې راوستي دي".

مولانا فضل الرحمان وويل، عمران خان ويلي وو چې په 27 مارچ به سرپرايز ورکوم/ حېرانوونکې خبره به کوم، خو مولانا وويل سرپرايز دا دی چې شازېن بګټي هغه ته سرپرايز ورکړو، اوس به دوی عمران خان ته سرپرايز ورکوي.

بل لور ته د مسلم ليګ ن ډلې لاريون د مریم نواز شريف او حمزه شهباز شريف په مشرۍ د پنجاب د ګوجرانوالې ښار نه د اسلام اباد په لور روان شوی دی، او ویل شوي چې دغه لاريون به هم نن د ګل په ماښام په سرینګر هايي وی د مخالفه ګوندونو د جلسې ځای ته ورسي.

د عمران خان پرضد چې نن په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې دپاره رايې ورکول کيږي، هغه ویلي، "د حکومت د تلو پروا نه لری او چا چې ملک لوټلی هغوی به معاف نه کړي، هغه زیاته کړې چې مخالفه ګوندونو يې د حکومت د غورځولو پرېکړه کړې او د هغې دپاره د خلکو د ضميرونو سودا کوي.

هغه د خپل حکومت کارکردګۍ يادې کړي خو مخالفه ګوندونه تل په عمران خان په ملک کې د ګرانۍ جوړولو او د بدانتظامۍ تورونه لګوي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د 27 مارچ د جلسې دپاره د 10 لکه خلکو جمع کولو دعوه کړې وه، خو د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر خورشيد شاه ويلي، چرته دي لس لکه خلک؟.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG