لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کړکېچن سیاسي صورتحال له امله دپاکستان اقتصادي چیلنجونه نور هم زیات شوي.څېړونکي وایي


پاکستان کې دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو له خوا قامي اسمبلۍ ته د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ دتحریک وړاندې کولو وروسته پوهان وایي د مخ په زیاتېدونکې سیاسي بې ثباتۍ له امله د پاکستان اقتصادي چیلنجونه نور هم زیات شوي دي.

پاکستان کې دا مهال د روپۍ بیعه د ډالر مقابله کې دتاریخ تر ټولو ښکته کچې ته تللې ، سټاک مارکیټ د منفي اغیزو لاندې دی ، دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره خبرې مخ په وړاندې نه دي تللي ، غیر ملکي سرمایه کاري راکمه شوې اؤ اقتصاد پوهان وایي امکان لري چې د اقتصادي پرمختیا شرح 5فیصدي هم اغېرمنه شي.

پوهان دا هم وایي چې د بي باورۍ په تحریک د رامنځته شوي سیاسي تاو تریخوالي د ختمیدو وروسته امکان لري چې حالات سم شي خو ددې ترځنګ د پاکستان د خزانې وزارت خبرداری ورکړی چې د سېاسي بې ثباتۍ له امله اقتصادي مثبت ګامونه منفي طرفته تللی شي.

په پاکستان کې اقتصادي پوهان وایي د سیاسي بې ثباتی له امله اقتصادي چیلنجونه نور هم سېوا شوي، پاکستانې روپۍ او غیر ملکي ذخیره د فشار لاندې ده ، د ونډو بازار منفي اغیزو سره مخ دی ، د ایي ایم ایف سره د پور اخستو خبرې لا نه دي کامیاب شوې ، غیر ملکی سرمایه کاري کمه شوې او امکان لري چې د پاکستان پرمختیایپ 5.8فیصدي شرحه هم متاثره شي.

اقتصاد پوهه او خبریال مبارک زیب خان وایي دسیاسي بې ثباتۍ له امله اقتصاد هم متاثره کیږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل نړیوالې مالیاتي ادارې سره روانې خبرې د سیاسي بې ثباتۍ له امله سرته نه دي رسیدلي

"دا کوم حالات چې روان دي ددې له وجې یو اړخ ته د ایي ایم ایف سره د پور د اووم قسط دپاره روانې خبرې لا بې نتیجې دي، د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ د فشار سره مخ ده ،درامدات زیات دي، د پاکستان نه افغانستان ته د ډالرو قاچاق کیږي که د بې باورۍ د تحریک ستونزه هواره شي نو امکان لري چې اقتصادي حالات هم سم شي"

د پاکستان دخزانې وزارت هم خبرداری ورکړی چې په ملکي کچه د مخ په زیاتېدونکې بې ثباتۍ له وجې په اقتصادي پرمختيا منفي اغیزې کیږي او دا چې ګراني او د جاری کهاتو خساره د فشار لاندې ده .

وزارت وایي هڅې کوي چې د قامي امدنۍ پرمختیایي تړلې شرحه 5فیصدي پوره کړي او ګراني د 9فیصدي نه تر 11.5فیصدي وساتي خو بهرنیو او کورنیو حالاتو اقتصاد د فشار لاندې راوستی دی.

روان مالي کال د حکومت له خوا داقتصادي پرمختیا شرحه 8.5% تړل شوې او د مرکزي بینک وینا ده چې مالیاتي خساره په تیرو 8 میاشتو کې د 12 اربو ډالرو نه زیاته ده خو وزارت وایي داخساره په فرورۍ میاشت کې 54 کروړه ډالره ته راکوزه شوې ده.

د وزارت په وینا په تیرو 8 میاشتو کې د پاکستان نه بهرنۍ پانګونې 1.5 اربه ډالره ویستل شوي او یوازې د مارچ په میاشت کې 400ملینه ډالره بهر هیوادونو ته وړل شوي دي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي د یو ملک د پرمختيا اؤ اقتصادي پیاوړتیا دپاره امن و امان او سیاسي ثبات یو مهم حثیت لري او دا دیوبل سره تړلې وي.

هغه وایي دا وخت په پاکستان کې دسیاسي بې باورۍ صورتحال چې په کوم ځائ ولاړ دی دا به د اقتصاد دپاره ښې نتیجې ونه لري.

"په داسې حالاتو کې سرمایه کاري نه کیږي او پانګه وال خپلې پیسې وباسي او کله چې پانګونې نه کیږي نو اقتصادي پر مختيا ته نقصان رسي او بې روزګاري سیوا کیږي، د نړیوالو ادارو له خوا کوم فنډونه نه راځي نو بیا به پاکستان د سود په ګرانو بیعو قرضې اخلي او دې سره به اقتصاد د ګډوډۍ ښکار شي "

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په دې وروستیو کې د صنعتي پرمختیا دپاره د بخنښې سکيم اعلان کړی ؤ او د توانایۍ بیعې یې غورځولې وې چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف له خوا ورباندې اندېښنې ښودل شوې وې.

د پاکستان مرکزي بینک وایي چې د درامداتو د زیات والي او په نړیواله کچه د ګرانۍ له امله د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره هم راکمه شوې ده.

مرکزي بینک وایي دا وخت د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ بيعه 182روپۍ او 19پیسې ده خو په خلاص مارکیټ کې یو ډالر په 183روپو او 25 پیسې خرڅېږې .

دونډو بازار تیره ورځ 0.88فیصدي راکم شوی خو نن پکې0.97 فیصدي اضافه شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG