په پاکستان کې د اپوزيشن ګوندپیپلز پارټۍ مشر بلاول بټو ویلي متحده اپوزیشن د اوسني اېتلافي واکمن حکومت ملاتړي اېم کیو اېم ګوند سره موافقې ته رسېدلي دي. نوموړي په ټوېټر دغه پېغام ورکړی.
دا خبر ښيي چې د وزیر اعظم عمران خان پر ضد د بې باورۍ د تحریک لپاره اپوزيشن اوس کافي غړي تر لاسه کړي دي.
بلاول بوټو زرداري ویلي د اېم کیو ایم سره د شوي تړون په اړه به تفصیل نن ورکوي.
"د متحده اپوزيشن او اېم کيو اېم درمنځ معاهده شوې ده، د اېم کيو اېم کيو رابطه کميټي او د پيپلز پارټۍ سنټر ايګزيکټيو کميټي به د يادې معاهدې توثيق کوي او مطبوعاتو ته به د دغې تفصيل وړاندې کوي".
متحده قومي مومنټ هم په ټويټر ويلي،
"د متحده اپوزيشن او متحده قومي مومنټ پاکستان ترمنځ معاهدې ختمي شکل اختيار کړی دی. او د پيپلز پارټۍ د سي اي سي او اېم کيو اېم پاکستان د رابطه کمېټۍ د تجويز شوې معاهدې د توثیق وروسته به په دغه اړوند ميډيا ته تفصيلات ورکولی شي".
د اېم کيو اېم فېصل سبزواري ويلي، نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ به مازيګر په څلور بجې د دغه معاهدې رسمي اعلان کولی شي.
په قومي اسمبلۍ کې دا وخت د پاکستان تحریک انصاف سره 155 ممبران، پاکستان مسلم لیګ نواز سره 84، پاکستان پیپلز ګوند سره 56، متحده مجلس عمل پاکستان 15، متحده قومي مومېنټ پاکستان 7، پاکستان مسلم لیګ (ق) 5، بلوچستان عوامي پارټي 5، بلوچستان نېشنل پارټي 4، ازاد 3، ګرېنډ ډیموکریتېک الاینس 3، عوامي مسلم لیګ پاکستان 1، عوامي نیشنل پارټي 1، جمهوري وطن پارټي 1، او نېشنل ډیموموکرېټک مومېنټ 1 ممبر لري.
د مطبوعاتي راپورونه ترمخه د اېم کيو اېم په ملاتړ به د مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې عددي شمېره 177 ته ورسي، او د عدم اعتماد د کاميابۍ دپاره 172 رایې پکار دي.
بل لور ته د بې باورۍ د تحریک سره مخ عمران خان هم په یو لیک کې د خپل ګوند پارليماني غړو ته امر کړی چې په پارليمان کې د بې باورۍ یا عدم اعتماد لپاره د وټ اچولو په ورځ دې پارلېمان ته نه ځي.
د وزیر اعظم دغه خط پاکستانۍ مېډیا رپوټ کړی دی.
په خط کې عمران خان خپلو پارلېماني غړو ته خبرداری ورکړی چې که د وټ په ورځ پارليمان ته لاړل نو دا به د پارټۍ نه د اوړېدو په معنا اخستل کېږي او پر ضد به یې قانوني لاره خپلول کېږي.
د ګل/ دوشنبې په ورځ په پارليمان کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی او د دغه قرارداد منظورېدو وروسته د قومي اسمبلۍ مرستیال سپيکر قاسم سوري د 31 مارچ زيارت د ورځې مازيګر څلور بجو پورې غونډه ځنډولې وه.
په پاکستانۍ میډيا وخت په وخت داسې خبرونه هم مخې ته راځي چې د تحریک انصاف د حکومت ځينې غړي هم د بې باورۍ په تحریک کې د عمران خان پرضد ووټ وکاروي.