لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان حکومت خطره کې،وزیراعظم نن ماښام قام ته مهمه وینا کوي


دعمران خان دحکومت دایتلافي ګوند متحده قومي موومنټ لخوا اپوزیشن ګوندونو سره دملګرتیا د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان سیاست کې دیو واضحه بدلون نخښې مخې ته راغلي دي اؤ د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي وزیراعظم عمران خان نن ماښام قام ته یوه مهمه وینا کوي.

په عین حال کې ټاکل شوې ده چې دمتحده قومي موومنټ اؤ اپوزیشن ډلو مشران نن ماذیګر په یو مطبوعاتي کانفرنس کې دیو کیدو اعلان کوي خو پاکستاني میډيا وایي چې له دې اعلان نه وړاندې دچهارشنبې په ورځ دمتحده قامي موومنټ دوؤ وزیرانو فروغ نسیم اؤ امین الحق خپلې استعفاګانې د وزیراعظم ماڼۍ ته لیږلي دی.

اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې سیاست ایله اوس پیل شو اؤ وزیراعظم عمران خان دکابینې بېړنۍ غونډه هم رابللې ده.

څېړونکي وایي دمتحده قومي موومنټ لخوا اپوزیشن ډلو سره دملګرتیا صورت کې به وزیراعظم عمران خان پارلیمان کې خپل اکثریت دلاسه ورکړی اؤ د واکمن ګوند دملاتړو غړو شمیره به یوازې ۱۶۶پاتې شي خو ددې مقابله کې به داپوزیشن ګوندونو دملاتړو غړو شمیره ۱۷۶ته ورسیږي.

دپاکستان د وزیراعظم جوړیدو لپاره ضروري ده چې یو تن دې دقامي‌اسمبلۍ د۱۷۲ غړو ملاتړ په لاس کې ولري.

خو دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي وزیراعظم عمران خان به تر وروستي ګیند یا بال پورې لوبه کوي .

په عین حال کې اسلام اباد ته یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې دهغه پرضد دبې باورۍ تحریک یو ستر نړیوال سازش دی اؤ هغه به ده ته ترلاسه شوی دګواښونو ډک لیک سینیر خبریالانو ته ښایي.

خو اپوزیشن ګوندونه بیا دعمران خان دې دریځ پسې خندنی کوي اؤ وایي که چرې ده ته دبهر نه ګواښونه شوي وي نو باید چې دا ګواښونه دپارلیمان مخې ته راوړي اؤ یا دهغه هیواد نوم ډاډه واخلي چاچې ورته ګواښونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شه شنبې اؤ چهارشنبې په منځ شپه د حکومت ایتلافي ګوند متحده قومي موومنټ اؤ داپوزیشن ډلو مشرانو خپلو کې دیووالي په یو تړون لاسلیکونه کړي اؤ ټاکل شوې ده چې ددې تړون جذیات به نن ماذیګر میډیا ته دیو پریس کانفرنس دلارې ښودلی شي.

خبریال ناصر دواړ وایي که چرې دمتحده قامي موومنټ ۷ غړي دبې باورۍ په تحریک کې خپلې رایې د وزیراعظم عمران خان پرضد وکاروي نو عمران خان به قامي اسمبلۍ کې خپل اکثریت دلاسه ورکړي اؤ حکومت به یې ختم شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل هرڅو که د واکمن ګوند نزدې ۲۴ غړو هم اپوزیشن ته دبې باورۍ تحریک کې د وزیراعظم پرضد دخپلو رایو ورکولو باور ورکړی خو هغه وایي دمتحده قومي موومنټ لخوا اپوزیشن سره له ملګرتیا وروسته به ددغو څلېریشتو غړو ملاتړ رایو ته هم ضرورت پاتې نه شي اؤ عمران خان به په اسانه داقتدار نه کوز شي.

خوخبریال ناصر داوړ دا هم وایي چې دعمران خان دحکومت نه وروسته کوم نوی حکومت جوړیږي هغه به هم ډیر کمزوری اؤ د اسټیبلشمنټ په ډانګورو ولاړ وي .

ناصر داوړ وایي اپوزیشن ګوندونو کې دا مهال پخپله هم په ډیرو نکتو اختلاف شته خو في الحال هغوئ خپل ټول اختلافونه شاته کړي اؤ یوازې د حکومت نسکورولو په نکته متفق شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG