د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پرضد چې مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک جمع کړی، نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (31 مارچ) ټاکل شوې چې مازيګر په څلور بجې به په قومي اسمبلۍ کې په دغه تحریک بحث پېل کيږي.
د ځايي ميډيا ترمخه د سپيکر اسد قېصر په مشرۍ به د قومي اسمبلۍ غونډه پېل شي، او ويل شوي د ايجنډې په سر کې د بې باورۍ په تحریک بحث شامل دی.
په 28 مارچ په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی او د دغه قرارداد منظورېدو وروسته د قومي اسمبلۍ مرستیال سپيکر قاسم سوري د ننۍ ورځې 31 مارچ زيارت د ورځې مازيګر څلور بجو پورې غونډه ځنډولې وه.
د عمران خان پرضد د بې باورۍ په تحريک بحث په داسې حال کې پېل کيږي چې متحده قومي موومنټ (اېم اېم کيو ډله) د تحریک انصاف د حکومت د اېتلاف نه جدا شوې ده.
د اېم اېم کيو د مخالفه ډلو سره د تګ وروسته اپوزيشن غوښتنه کړې چې وزير اعظم عمران خان په پارليمان کې اکثريت د لاسه ورکړی او استعفا دې ورکړي.
خو د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري ويلي چې وزير اعظم به استعفا نه ورکوي او تر اخري بال پورې به لوبه کوي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د حکومت د لرې کولو دپاره یې د بهر نه پېسې راځي، او په دغه عمل کې د دوی خپل خلک کاريږي.
عمران خان دغه خبره د (27مارچ) په ماښام په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې غونډې ته په وېنا کې کړې وه.
عمران خان ويلي وو، د هغه د حکومت پرضد د بهرني سازش ډېرې خبرې به په مناسب وخت مخې ته راوړي، زمونږ سره چې کوم ثبوت موجود دی هغه هر څه په ډاګه کوي، زما سره يو خط دی چې په اړه به یې اف ریکارډ يا غېر ريکارډ خبره کوم.
خو د عمران خان د دغه بيان په غبرګون کې د حکومت مخالفه سياسي ګوندونو د اتحاد (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) مشر مولانا فضل الرحمان بيا ويلي وو،
"د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی شوی دی، عمران خان د بهرني سازش تور لګوي"، هغه زياته کړې وه "په عمران خان په خپله د بهرني فنډنګ کېس دی، ځکه دوی غوښتنه کوي چې د عمران خان او ملګرو نومونه دې په اي سي اېل (د ملک نه بهر نه تلونکو) په لسټ کې شامل کړی شي".
د ځايي ميډيا د رپوټونو ترمخه د اېم کيو اېم کيو ګوند د مخالفه ډلو سره مل کېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند او د اتحاديانو د غړو شمېر 164 پاتې شوی او د مخالفه ډلو شمېر 175 ته رسېدلی دی.
د ځایي ميډيا تر مخه بېګا په سيند هاوس کې د 195 نه زيات د اپوزيشن غړي راټول شوي وو چې وایي 15 پکې د واکمن تحریک انصاف ګوند مرور غړي هم شامل وو.
په قومي اسمبلۍ کې دا وخت د پاکستان تحریک انصاف سره 155 ممبران، پاکستان مسلم لیګ نواز سره 84، پاکستان پیپلز ګوند سره 56، متحده مجلس عمل پاکستان 15، متحده قومي مومېنټ پاکستان 7، پاکستان مسلم لیګ (ق) 5، بلوچستان عوامي پارټي 5، بلوچستان نېشنل پارټي 4، ازاد 3، ګرېنډ ډیموکریتېک الاینس 3، عوامي مسلم لیګ پاکستان 1، عوامي نیشنل پارټي 1، جمهوري وطن پارټي 1، او نېشنل ډیموموکرېټک مومېنټ 1 ممبر لري.