لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لادرکه طالبعلم حفیظ بلوڅ دترهګرۍ تورونو کې محکمې ته وړاندې کړل شوی


دبلوڅ زده کوونکو له سختو احتجاجونو وروسته پولیسو دقایداعظم پوهنتون دلادرکه زده کوونکی عبدالحفیظ بلوڅ ګرفتاري ښودلې اؤ په هغه یې دترهګرۍ مقدمه درج کړې ده.

پولیس وایي دعبدالحفیظ بلوڅ اړېکې دبلوچستان دیو ناچله وسله وال تنظیم سره دي اؤ هغه یې دترهګرۍ مقدمه کې تیره ورځ محکمې ته هم وړاندې کړی .

خو دبې درکه بلوڅانو لپاره دغږ پورته کوونکي تنظیم مشر ماما قدیر په هغه لګول شوي تورونه رد کړي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې ددې تورونو دپلټنو لپاره دې پارلیماني کمیټي جوړه کړل شي.

د حفیظ بلوچ ورور رضا محمد د ډيوه سره خبرو کې ویلي دهغه پرون خپل ورور سره هغه مهال ملاقات شوی ؤ چې کله هغه عدالت ته وړاندې کېدو.

دبلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس (سي ټي ډي) وايي د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون بې درکه شوی زده کوونکی عبدالحفیظ بلوچ د بلوچستان له جهل مګسي سیمې څخه نیول شوی او دهغه پرضد دترهګرۍ دقانون دمخنیوي دمادې لاندې مقدمه درج شوې ده.

د نصير اباد سي ټي ډي پوليس اسټيشن کښې د درج شوي ايف ایي ار له مخې حفيظ بلوچ د مارچ په 15مه نيټه نيول شوی دی.

ایف ایي ار کې لیکل شوي چې دوئ (پولیسو)دخپل یو مخبر په اطلاع عبدالحفیظ بلوچ په داسې حال کې نیولی چې چاودیدونکي توکي هم ورسره وؤ اؤ په هغه یې تور لګولی چې دبلوچستان دیو ناچله تنظیم بلوچستان لبریشن ارمي داسلم ډلې سره اړېکې لري.

حفیظ بلوچ د اسلام اباد قایداعظم پوهنتون کې د ایم فل زده کوونکی دی اؤ دده دکورنۍ سرچینې وايي د فبرورۍ په اتمه د بلوچستان له خضدار څخه په جبري توګه پورته کړل شوی ؤ،

د خضدار په پولیس اسټیشن کې دده دپلار لخوا دخپل زوئ دبې درکۍ مقدمه هم درج کړل شوې ده.

دحفیظ بلوچ د پلار لخوا درج شوي ایف ایي ار کې ویل شوي چې زوئ یې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې په رخصتۍ له اسلام اباد څخه خضدار ته راغلی ؤ.

د ايف ایي ار له مخې هغه به ماښام مهال يوې شخصي تعیلمي ادارې ته تللو چې ماشومانو ته درس ورکړي.د فبرورۍ په اتمه، هغه په اکاډمۍ کې ماشومانو ته درس ورکولو چې درې وسله وال کسان په تور موټر کې راغلل مخونه یې پټ وؤ او عبدالحفیظ یې په زوره د زده کوونکو په مخکې له ځانه سره یوړو.

دحفيظ بلوڅ دبې درکه کېدو په ضد د زده کونکو ،سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د فعالینو له خوا په کوټه ،اسلام اباد او کراچۍ کې سخت احتجاجونه هم شوي وؤ.

دحفیظ بلوڅ ورور رضا محمد بلوڅ وي او ای ډیوه ته پخلی کړی چې تیره ورځ ښاغلی بلوڅ دترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړل شوی دی .

هغه وویل پرون یې د خپل ورور سره په داسې حال کې لیدل کتل شوي چې کله هغه عدالت ته وړاندې کېدو.


دنوموړي په وینا د حفيظ بلوڅ روغتیایي وضعیت ښه ؤ او د پرېشانۍ کومه خبره نشته.

هم دا راز د لا درکه بلوچانو تنظیم واېس فار مسنګ بلوڅ پرسنز مشر ماما قدیر ډيوه سره خبرو کې په حفیظ بلوچ لګیدلي تورونه رد کړي او غوښتنه یې کړې ده چې په نوموړي د ترهګرۍ د لګول شوو تورونو د پلټنو لپاره دې پارلیماني کميټي جوړه کړی شي.

هغه وايي مونږ او هایکورټ هم د پارليماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې خو حکومت دا کميټې لا نه ده جوړه کړې.

په عین حال کې د اسلام اباد هایکورټ په امر د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد د هغه بلوچ زده کوونکو سره لېدل کتل کړي چې وايي د قاېد اعظم پوهنتون په ګډون د پنجاب په تعلیمي ادارو کې د بلوچ طالب علمانو په نسلى بنيادونو مالومات راغونډول کېږي او وېرول کېږي.

د زيارت په ورځ د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد سره د بلوچ زده کوونکو په ډله کې شامل زده کوونکي سلام بلوچ ډيوه ته وېلي هغوئ د کورنیو چارو د وزیر سره له شوو خبرو مطمین نه دى.

پرون د اسلام اباد هایکورټ د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ته د احتجاج کوونکو بلوچ زده کوونکو د شکاېاتو اورېدو امر کړی ؤ.

د اسلام هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د بشري حقونو فعالې ايمان زېنب مزاري او د احتجاج کوونکو بلوچ زده کوونکو پرضد د درج شوي ايف اي ار خلاف د خواست اوریدنه کوي.

دبلوڅانو او پښتنو اؤ بشري حقونو مبارزين د خلکو په جبر د لا درکه کولو تورونه د هېواد د پوځ په خفيه ادارو پورې کوي، البته کال 2019 کې د پاکستان پوځ ویلي وؤ چې په جبر د لادرکه تنانو د قضيو د څېړلو لپاره یې د پنډۍ په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې يوه ځانګړې کمېټي جوړه کړې ده.

ه بلوڅ او پښتون مېشتو سیمو کې د خلکو په جبر لادرکي لويه ستونزه ده او د پاکستان حکومت کال 2019م کې د لادرکه تنانو د قضيو د څېړلو او هواري لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی ؤ.

کمېشن وايي هغه لادرکه کسان چې کورونو ته ستانه شوي نه وايي چې چا او ولې لا درکه کړي وؤ ؟

د بشري حقونو او قانوني مرستو نړیوال سازمان انټرنېشنل کمېشن اف جيورسټس تېرو کلونو کې دا کمېشن ناکامه ګرځولی ؤ او ویلي یې وؤ چې کمېشن د هغه تنانو او امنیتي چارواکو په ګوته کولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلی څوک چې د خلکو په جبر لادرکه کولو کې ککړ وؤ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت تېر کال د خلکو په زور د لا درکه کولو عمل د جرم ګرځولو په موخه د قامي اسمبلۍ څخه يوه قانوني مسوده هم منظور کړې ده چې اوس بې له کوم پرمختګه په سېنېټ کې ورکه پرته ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG