لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر اسلام اباد ته راوستل کیږي،سیندهاؤس ورته وړوکی زندان وګرځول شو


دکراچۍ په زندان کې بندي دجنوبي وزیرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې د رایې ورکولو په موخه له کراچۍ څخه اسلام اباد ته بوتلل کیږي.

دسیند صوبې دکورنیو چارو محکمې په اسلام اباد کې سیند هاؤس دعلي وزیر لپاره سب جیل یا وړوکی زندان ګرځولی اؤ په دې اړه یې اعلامیه هم خپره کړې ده.

دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډیوه ته منلې چې دعلي وزیراسلام اباد ته راوستلو لپاره ټولې تیارۍ بشپړ کړل شوي اؤ نن به هغه دقامي اسمبلۍ کیدونکې غونډه کې د ګډون لپاره راوستل شي.

خو دپاکستان دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر ښاغلي قاسم سوري بیا وي او ای ډیوه سره خبرو کې اسلام اباد ته دعلي وزیر دمنتقلۍ نه ناخبرې ښودلې ده

محسن داوړ وایي هغه نن دسیند صوبې د وزیرانو سره خبرې شوي اؤ هغوئ ورته ویلي چې علي وزیر به نن اسلام اباد ته راولي.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د قومي اسمبلۍ سپیکر ته یو لیک لېږلی ؤ چې پکې یې له هغه څخه غوښتنه کړې وه چې د کراچۍ په زندان کې د پارلمان بندي غړی علي وزیر دې د بې باورۍ تحریک په اړه د قومي اسمبلۍ را بلل کېدونکې غونډې ته راوغواړي.

د اپوزیشن ګوندونو په استازیتوب د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته دغه لیک په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ سپارلی ؤ خو دقامي اسمبلۍ اسپیکر داپوزیشن دغې لیک ته هیڅ ځواب نه ؤ ویلی .

سپیکر ته په لېږل شوي لیک باندې د محسن داوړ په ګډون د پیپلز ګوند بلاول بوټو زرداري، د مسلم لیګ نواز ګوند شهباز شریف، د بلوچستان نېشنل ګوند سردار اختر جان مېنګل، د جمعت علمای اسلام ګوند مولانا اسد محمود او نورو لاسلیکونه کړي وؤ.

د تېر کال د جون میاشت په اخر کې د قومي اسمبلۍ سپیکر د علي وزیر پروډکشن آرډر هغه وخت جاري کړی ؤ چې په پارلمان کې د کالني بجټ په اړه بحثونه روان وو، خو په تېره نومبر میاشت کې یې د قومي اسمبلۍ او سېنټ ګډې غونډې ته هغه بیا نه ؤ را بللی.

علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی، چې د 2020م کال په دسمبر میاشت کې په پېښور کې پولیسو نیولی ؤ او له شاوخوا پینځلسو میاشتو د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

د علي وزیر په ضد په کراچۍ ښار کې په 2018م، 2019م او 2020م کلونو کې درې مقدمې درج شوې وې، چې تر اوسه ورته یواځې په درېیمه مقدمه کې سپریم کورټ ضمانت ورکړی دی او د نورو دوو مقدمو د ضمانت درخواستونه یې لا نه دي منل شوي.

په علي وزیر تور دی چې وخت په وخت یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د پاکستان د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ په ضد خبرې کړې او خلک یې پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي او وایي هغه د خپلو خلکو حقونو لپاره ږغ پورته کړی وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG