لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:بمي چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی،پولیس وایي درې ترهګر یې هم وژلي


د بلوچستان په بارکهان کې د بم چاونې دوؤ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده اؤ په عین حال کې د کوټې پوليس وايي په عملياتو کې يې دﺭې ترهګر وژلي دي.

د باﺭکهان د ليويز د چارواکو په خبره نن د جمعې په سهار په بلوچاني سېمه کې ځايې ډيم ته نزدې په مځکه کې دښخ بم يا ماين چاودنه شوې چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي دي ۔

په ژوبلو ماشومانو کې وروسته یو تن په روغتون کې ساه ورکړې ده.

چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، ياده چاودنه له بارکهان ښار څخه دري کلوميتره لرې د بلوچاني په ناه کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې هلته ماشومانو لوبې کولې۔

ځايې خبريال يوسف مري وي او اې ډيوه ته وويل ، په چاودنه کې ټپي شوي ماشومان د بارکهان و سرکاري روغتون ته وړل شوي، او هلته يوه ماشوم ساه ورکړې۔

د مري په خبره په روغتون کې ډاکټران غېر حاضر وؤ چې پر ضد يې د ماشومانو د خپلوانو له لوري هلته احتجاج شوی او سړک يې بند کړی۔

بل لوري ته بيا د ترهګرۍ د مخ نيوي د ادارې سي ټي ډي "کاونټر ټرريزم ډپارټمنټ" پوليسو دعوه کړې چې د بلوچستان ايالت په سر ښار کوټه کې يې دري ترهګر وژلي دي۔

نن د جمعې پر ورځ د سې ټې ډي د وياند له لوري رسنيو ته لېږل شوي بيان کې ويل شوي چې د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه يې د کوټې په ليري پرته سېمه کې پر يوه کور چاپه وهلي او په ياد کور کې موجود له ترهګرو سره يې د ډزو مقابله کړې ده۔

د سې ټې ډي په خبره د ترهګرو له لوري پر دوئ ډزي شوي او په جوابې ډزو کې يې په کور کې موجود درې ترهګر وژلي۔

د سې ټې ډي له لوري رسنيو ته په ليږل شوي بيان کې دا تفصيل نه دی ورکول شوی چې وژل شوي ترهګر له کومې ډلې سره تعلق لري او ياده پېښه د کوټې په کومه سيمه کې رامنځ ته شوې ده؟۔

خو په لېږل شوې بيان کې دعوه شوې چې وژل شوؤ ترهګرو د کوټې په مشرقي بايي پاس او پښېن په سېمو کې پر امنيتي ځواکونو باندې په بريدونو کې لاس درلودو۔

له ياد کور څخه په ګڼ شمير کې د لاسي بمونو او وسلو د نيولو دعوه هم شوې ده ۔

روان کال د فبرورۍ مياشتې پر 25مه د کوټې په مشرقي بايي پاس سېمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري دري پوليس سرتيري وژل شوي وؤ چې ددغه برید زمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک طالبان منلې وه

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG