لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیراعلا محمود خان لخوا دامریکې اؤ اوښتو غړو پرضد احتجاج ته دخلکو راپارولو غږییز"میسیج" رسوا شوی


دخیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان وایي وزیراعظم عمران خان ورته امر کړی چې نن دجمعې په ورځ باید د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف وزیران پخپلو خپلو سیمو کې احتجاجي لاریونونه وکړي اؤ د ددغه ګوند نه داوښتو پارلیماني غړو ترڅنګ دامریکې پرضد هم شعارونه ورکړي.

د وزیراعلا محمود خان دا غږییز پیغام نن دجمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلی دی اؤ وزیراعلا پخپله هم پخلی کړی چې دا غږ دده دی.

د وزیراعلا په خبره "په جهاد کې هرڅه جائز وي"

وزیراعلا محمود خان د وزیراعظم عمران خان په وینا دخپل ګوند داوښتو پارلیماني غړو اؤ امریکې پرضد خلک په داسې مهال احتجاج ته راپارولي دي چې د وزیراعظم عمران خان پرضد قامي اسمبلۍ ته دبې باورۍ تحریک وړاندې شوی اؤ دوه ورځې وروسته داتوار په ورځ په دغه تحریک دقامي اسمبلۍ غړي خپلې رایې ورکوي.

عمران خان دبې باورۍ تحریک ته دبهرنیو قوتونو دسازش نوم ورکوي اؤ وایي پرضد یې دا سازش ځکه جوړ کړی شوی چې دی دخپل هیواد لپاره ازاده خارجه پالیسي غواړي اؤ بهرني قوتونه دا نه شي زغملي.

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه دعمران خان دا دریخ ردوي اؤ دعوه کوي چې د وزیراعظم عمران خان دملاتړ نه دهغه دخپل ګوند دغړو ترڅنګ ایتلافي کوندونو هم لاس اخستی اؤ داتوار په ورځ دبې باورۍ په تحریک دکیدونکو رایو په نتیجه کې به عمران خان داقتدار نه لاس ووینځي.

د وزیراعلا محمود خان په رسوا شوي غږییز پیغام کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه اوښتو ۱۸ دقامي اسمبلۍ غړو ته "مردودان" اؤ "خرڅ کړل شوي" ویل شوي اؤ په وزیرانو ټینګار شوی چې ددې کسانو عکسونه باید پیدا کړي اؤ پرضد یې درانه لاریونونه وکړل شي.

پخپل دغه غږییز پیغام کې وزیراعلا محمود خان وزیرانو ته دا هم وایي چې په لاریونونو کې ګوند نه په اوښتو غړو اؤ امریکې پسې باید دمرده باد چغې ووهي اؤ اوښتي غړي دې دغدارانو په نوم یاد کړي.

د محمود خان په خبره "دا دپرایم منسټر حکم دی ، هغه نن ماته کال کړی ؤ ، دا نن خامخا وکړئ"

دپاکستاني شخصي ټيلیویژون جیو نیوز وایي د وزیراعلا محمود خان نه یې دیو پیغام دلارې داسپیناوی غوښتی چې ایا دا غږییز پیغام هم دده دی ؟ اؤ وایي وزیراعلا ورته پخلی کړی چې هو دا پیغام هم دده دی اؤ "په جهاد کې هرڅه جایز دي"

دامریکې پرضد د وزیراعظم عمران خان په امر وزیراعلا محمود خان دخپل ګوند وزیران په داسې حال کې احتجاج ته راپارولي چې وزیراعظم عمران خان وایي امریکا ترې د روس په سفر خفه ده .

وزیراعظم تیره شپه قام ته خپله وینا کې ویلي ؤ دامریکې لخوا ورته یو دګواښونو ډک لیک هم ترلاسه شوی دی خو کله چې یې په دغه وینا کې د امریکې نوم له خولې ووتلو نو سمدستي وروسته مسکی شو اؤ وئ ویل "نا امریکا نه یو بل بهرني هیواد مونږ ته د ګواښونو لیک رالیږلی "

دامریکې د بهرنیو چارو د وزارت اؤ سپینې ماڼۍ ویاندویانو د وزیراعظم عمران خان لخوا په امریکا لګول شوي تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي امریکې پاکستان ته داسې هیڅ ګواښ نه دی کړی اؤ دا چې امریکا پاکستان کې دسیاسي اؤ اییني عمل ملاتړ کوي.

دحکومت مخالف سترسیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ(ن) یو وتلي مشر خواجه اصف دامریکا پرضد دعمران خان په تورونو خپل غبرګون کې ویلي" که چرې امریکا زمونږ خلاف وه نو مونږ ته به ایي ایم ایف پورونه نه راکول"

هغه وایي امریکا دنړۍ هغه یوازینی قوت دی چې دملک لپاره معاشي ستونزې پیدا کولی شي

پخپل یو بیان کې خواجه اصف وایي وزیراعظم عمران خان خلکو ته ځان مظلوم ښودل غواړي چې ګنې هغه په نخښه کولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG