لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیه: اوکرایني ځواکونو کیېف ته څېرمه له روسانو دوه ښارونه ازاد کړي


واشنګټن - د برتانیې د دفاع وزارت ویلي، اوکراین د چرنییف ښار په جنوب کې د سلوبودا او لوکاشیوکا په نامه دوه ښارونه بېرته له روسانو نیولي.

دوی ویلي، که څه هم روسان ادعا کوي چې بمبارۍ یې کمې کړي خو په چرنیېف او کیېف دواړو باندې هوايي او د توغندیو بریدونه کېږي.

واشنګټن پوست راپور ورکړی چې برتانیه به اوکراین ته نوره پوځي مرسته واستوي چې په هغې کې زغروال موټر، د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او د الوتکو ضد توغندي شامل دي.

د اوکراین ولسمشر تېره شپه په خپلو خبرو کې وویل،‌ چې ده د هېواد له دوه جګ پوړو جنرالانو څخه پوځي رتبې اخېستې دي.

ویلادیمیر زیلېنسکي دغو جنرالانو ته د اتلانو ضد خطاب کړی.یو له دغو جنرالانو څخه د اوکراین په استخباراتي اداره کې د داخلي امنیت مشر وو او دوهم یې په خورسان سیمه کې د استخباراتي‌ ادارې مشر وو.

زیلېنسکي وویل، دی وخت نه لري چې له غدارانو سره چلند وکړي خو ورو ورو به ورته سزا ورکړل شي.

بل پلو اوکرایني چارواکو ویلي، روسي ځواکونو د اوکراین په لویدیځ کې ۱۴ ټنه بشري مرسته نیولې کومه چې په ۱۲ بسونو کې پکې خواړه او درمل ځای پر ځای شوي وو.

همدارنګه مېرېپول ښار ته د هغو ۴۵ بسونو کتار هم د روسي ځواکونو لخوا نیول شوی چې د ملکي‌ کسانو د راویستلو لپاره استول شوی وو او دا څرګنده نه ده چې کله به خوشې کېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، دوی تیار دي چې له میریپول څخه د خلکو د ویستلو لپاره د جمعې په ورځ د بشري دهلیز عملیات مخې ته بوځي.

آی سي آر سي په یو بیان کې ویلي، چې ددې عملیاتو ترسره کول ډېر مهم دي ځکه په مېرېپول کې د لسګونو زرو خلکو ژوند ورپورې تړلی دی.

بل پلو اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې روس له کیېف څخه ۷۰۰ یونټه وسایل ویستلي او بېرته د بیلروس پر لور روان دي.

د امریکا غږ خبریال جیمې ډیټمر چې له اوکراین څخه لیکنې کوي د اوکراین د لوی درستیز د مرستیال له خولې ویلي، چې دغه زغروال ځواکونه کېدای شي د اوکراین د ختیځ په ډانباس کې د روسي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره واستول شي چې هلته پرې جګړه وکړي.

جنرال ګروزوېچ وویل، له کیېف څخه د سرتېرو وتل په کافي لویه شمېره کې وو.

د اوکراین لوی درستیز د جمعې په ورځ خبر ورکړی وو چې دوی باور لري چې روس غواړي په خارکیېف، لوهانسک او ډونیڅک کې سیمې ونیسي او اټکل کوي چې روسان به د اوکراین ختیځ‌ ته خپل ځواکونه واړوي.

خو د اوکراین په ختیځ کې هم روسي ځواکونه له سخت مقاومت سره مخ دي. د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، په ډونېڅک او لوهانڅک سیمو کې یې تېره شپه د روسانو اوه بریدونه په شا تمبولي.

دوی ادعا کړې چې د روسانو درې ټانکونه، دوه زغروال موټر، د توغندیو دوه سیستمونه او د روسانو یو ډرون یې له منځه وړي.

خو په ورته وخت کې روس هم بیلروس ته نور توغندي‌ روان کړي او له دې څرګندېږي چې کیدای شي روس په اوکراین خپل توغندیز بریدونه زیات کړي.

بل پلو بي بي‌ سي د روس د بیلګراډ د والي له خولې راخیستي، چې اوکراین په دغه ښار کې د تېلو په یوې زېرمې برید کړی.

ده ویلي، د اوکراین دوه هلي کوپټرو پرې برید کړی او اور پرې بل شوی خو اوکراین ددغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

بي بي سي دا راپور هم ورکړی چې اسټرالیا به اوکراین ته په یو نامعلوم شمېر زغروال ګاډي واستوي.

دغه مرسته وروسته له هاغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د استرالیا پارلمان ته په وینا کې له هغوې څخه نوره پوځي مرسته وغوښتله.

واشنګټن پوست لیکلي، چې د اوکراین او روس ترمنځ د سولې خبرې به نن د جمعې په ورځ هم په انلاین بڼه ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG