لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسپیکر دقامي اسمبلۍ غونډې ته دعلي وزیر دبوتللو امر جاري کړو


دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر جنوبي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ دغړي علي وزیر داسمبلۍ غونډې ته د پرېښودلو امر جاري کړی دی.

تر دې وړاندې پرون د زیارت په ورځ د سیند صوبې حکومت په جزوي ضمانت اسلام اباد دعلي وزیر دبوتللو منظوري ورکړې وه اؤ دسیند دکورنیو چارو محکمې اسلام اباد کې سیندهاؤس ته دعلي وزیر لپاره دوړوکي زندان دبڼې ورکولو اعلامیه هم خپره کړې وه خو علي وزیر په هوایي ډګر داسلام اباد تګ ته نه ؤ پرېښودل شوی.

نن وروسته له هغې دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسدقیصر دعلي وزیر دقامي اسمبلۍ غونډې ته د راوستلو امر جاري کړی چې دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د علي وزیر دپروډکشن ارډر جاري‌کولو لپاره سپریم کورټ کې عریضه وکړه.

محسن داوړ د زیارت په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دسیند صوبې وزیرانو ورته ویلي چې علي وزیر به اسلام اباد ته ور ولي اؤ هغه هیله ښودلې وه چې نوموړی به دقامي اسمبلۍ په هغه غونډه کې هم برخه واخلي چې د وزیراعظم عمران خان پرضد پکې دبې باورۍ په تحریک داتوار په ورځ رایې ورکول کیږي.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د قومي اسمبلۍ سپیکر ته یو لیک لېږلی ؤ چې پکې یې له هغه څخه غوښتنه کړې وه چې د کراچۍ په زندان کې د پارلمان بندي غړی علي وزیر دې د بې باورۍ تحریک په اړه د قومي اسمبلۍ را بلل کېدونکې غونډې ته راوغواړي.

د اپوزیشن ګوندونو په استازیتوب د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته دغه لیک په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ سپارلی ؤ خو دقامي اسمبلۍ اسپیکر داپوزیشن دغې لیک ته هیڅ ځواب نه ؤ ویلی .

سپیکر ته په لېږل شوي لیک باندې د محسن داوړ په ګډون د پیپلز ګوند بلاول بوټو زرداري، د مسلم لیګ نواز ګوند شهباز شریف، د بلوچستان نېشنل ګوند سردار اختر جان مېنګل، د جمعت علمای اسلام ګوند مولانا اسد محمود او نورو لاسلیکونه کړي وؤ.

د تېر کال د جون میاشت په اخر کې د قومي اسمبلۍ سپیکر د علي وزیر پروډکشن آرډر هغه وخت جاري کړی ؤ چې په پارلمان کې د کالني بجټ په اړه بحثونه روان وو، خو په تېره نومبر میاشت کې یې د قومي اسمبلۍ او سېنټ ګډې غونډې ته هغه بیا نه ؤ را بللی.

علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی، چې د 2020م کال په دسمبر میاشت کې په پېښور کې پولیسو نیولی ؤ او له شاوخوا پینځلسو میاشتو د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

د علي وزیر په ضد په کراچۍ ښار کې په 2018م، 2019م او 2020م کلونو کې درې مقدمې درج شوې وې، چې تر اوسه ورته یواځې په درېیمه مقدمه کې سپریم کورټ ضمانت ورکړی دی او د نورو دوو مقدمو د ضمانت درخواستونه یې لا نه دي منل شوي.

په علي وزیر تور دی چې وخت په وخت یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د پاکستان د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ په ضد خبرې کړې او خلک یې پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي او وایي هغه د خپلو خلکو حقونو لپاره ږغ پورته کړی وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG