لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ:جبري بې درکۍ بغاوت دی اؤ په دې دبغاوت مقدمې درج کول پکار دي


داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي په جبري توګه دخلکو بې درکه کول بغاوت دی اؤ په دې عمل دبغاوت مقدمه درج کول پکار ده.

د جمعې په ورځ د بې درکه خبريال مدثر نارو د قضيي اوريدنې په وخت د اسلام اباد هايکوټ مشر قاضي اطهر من الله وويل په يو جمهوري او دستور لرونکي هیواد کې د جبري بې درکیو پېښې د زغملو وړ نه دي.

د سيند صوبې سره تړاو لرونکي خبریال مدثر نارو کال دکال ٢٠١٨ م راهسې وروسته له هغې بې درکه دى کله چې هغه هم په دغه کال شوؤ انتخاباتو کې دمنظمې ټګۍ معامله راپورته کړې وه.

داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ویلي دخلکو بې درکه کیدل د ریاست نااهلي ده اؤ بیا هغوئ موندل کیږي هم نه .

دمشر قاضي په وینا "په جبر دخلکو په بې درکه کولو دترهګرۍ دفعې لګي اؤ که ریاستي ادارې په قابو کې نه وي بیا ذمه واري په ایګزیکټیو راځي، ولې نه چې چیف ایګزیکټيو ذمه وار وګرځول شي؟"

وړاندې نه پاکستان کې د ميډيا د ځورولو او د خلکو په جبري توګه د بې درکه کولو په پېښو کې د راغلي زياتوالي پسر د بشري حقونو ،خبريالانو او وکيلانو تنظيمونه سختې اندېښنې ښايي.

که څه هم پاکستان کې حکومتي کميشن په ٨،٤٦٣ بې درکه تنانو کې د ٣٢٨٤ د پیدا کولو دعوه کوي خو دا نه ښايي چې دا تنان د چا په ولقه کې ؤ او کميشن د هغوي په ضد څه کاروايي کړې ده.

د سپريم کوټ بار پخوانى صدر کامران مرتضا وايي هغه د خلکو په جبر اوچتول د غدارۍ نه هم سنګين جرم ګڼي او هغه د حکومتي کميشن په مشر دبې درکیو پيښو کى ککړو تنانو سره د مرستو تور هم لګوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې کامران مرتضا وويل د حکومتي کميشن مشر جاويد اقبال دملزمانو په ضد د کاروايي داختيار لرلو باوجود د خلکو دجبري بې درکه کولو پيښو کې دککړتيا پسر لا تر اوسه يوه مقدمه هم نه ده درج کړې.

پاکستان کې د خلکو دجبري بې درکیو په پېښو کې اکثره دپوځي استخباراتي ادارو نوم اخستل کیږي خو پوځ دې پېښو کې دککړتیا تورونه ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG