لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي"اسټیبلشمنټ" ورته داستعفا، بې باورۍ اؤ زر ټولتاکنو درې لارې اېښې دي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دهیواد اسټیبلشمنټ ورته دبې باورۍ تحریک سره دمخ کیدو،د بې وخته ټولټاکنو اؤ د استعفا درې وړاندیزونه کړي خو وایي ده ورته جواب ورکړی چې داستعفا سوچ هم نه شي کولی اؤ زر ټولټاکنو ته تیار دی.

داسټیبلشمنټ اصطلاح دپاکستان په سیاست کې عموماُ ددغه هیواد دطاقتور پوځ لپاره کارؤل کیږي اؤ پاکستان کې څیړونکي دعوې کوي چې پوځ په دې وروستیو کې دعمران خان دحکومت دملاتړ نه لاس اخستی اؤ‌ځان یې بې پلوه ساتلی دی.

خو عمران خان وایي داسې هیڅ کار به نه کوي چې پوځ پرې کمزوری کیږي اؤ دعوه یې کړې ده چې دپوځ دسرلښکر سره یې اړېکې سمې دي.

تیره شپه دیو شخصي پاکستاني ټي وي سره خبرو کې وزیراعظم عمران خان ویلي هغه غوښتل چې داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخوانی مشر جنرال فیض حمید دایي ایس ایي د ډایریکټر جنرل په توګه نور هم پخپله څوکۍ پاتې شي خو وایي پوځ په دې اړه بیا بیل نظر لرلو.

پاکستان کې څیرونکي دایي ایس ایي پخوانی مشر اؤ دپیښور اوسنی کور کمانډر جنرال فیض حمید وزیراعظم عمران خان ته زیات نزدې ګڼي اؤ کله چې هغه دایي ایس ایي دمشر پرځائ دپیښور کور کمانډر ټاکل شوی ؤ نو هغه مهال هم وزیراعظم عمران خان دایي ایس ایي دنوي مشر دټاکنې اعلامیه په زیات ځنډ سره جاري کړې وه.

څیړونکو په دغه اعلامیه کې ځنډ دپوځ اؤ حکومت ترمنځ داختلافاتو په معنا بللی ؤ.

عمران خان پخپله تازه مرکه کې ویلي هغه ځکه غوښتل چې جنرال فیض باید نور هم پخپله دنده پاتې شي چې په نظر کې یې دافغانستان وضعیت ؤ خو وایي دپوځ دننه بیا خپل یو نظام دی اؤ هغوئ معاملو ته له خپله انده کتنه کوي.

عمران خان وایي داسې هیڅ کار به نه کوي چې پوځ پرې کمزوری کیږي اؤ دعوه یې وکړه چې دپوځ دسرلښکر سره یې اړېکې سمې دي خو نوموړي په دې مرکه کې ومنله چې اسټیبلشمنټ ورته ویلي یا دې دبې باورۍ تحریک سره مخ شي،یا دې استعفا ورکړي اؤ یا دې بیا زر ټولټاکنو ته تیار شي.

دعمران خان په وینا ده پوځ ته ویلي چې داستعفا خو سوچ هم نه شي کولی خو زر ټولټاکنو ته چمتو دی .

خو ددې سره سم په ټولنیزو رسنیو د عمران خان اقتدار ته رسیدو نه د وړاندې وخت یوه زړه ویډیو هم مخې ته راغلې ده چې په دغه ویډیو کې له هغه پوښتنه کیږي چې که اقتدار ته ورسیږي اؤ بیا ترې دپوځ سرلښکر استعفا وغواړي نو دهغه به څه غبرګون وي؟

عمران خان ددې پوښتنې په جواب کې وایي "مانه به څوک څنګه استعفا غواړي ، زه به ولس منتخب کړی یم ، په داسې کولو به زه له هغه استعفا وغواړم"

خو دا چې اوس وزیراعظم پخپله اقرار کړی چې پوځ ترې استعفا هم غوښتې ددې سره سم یې ویلي داسې یو کار به نه کوي چې پوځ پرې کمزوری کیږي.

وزیراعظم عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې ده سبا په دریم اپریل دهغه په ضد قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړل شوي دبې باورۍ په تحریک رایې کیږي اؤ اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې عمران خان خپل اکثریت دلاسه ورکړی اؤ سبا به داقتدار نه کوز شي.

خو عمران خان وایي هغه یو لوبغاړی دی اؤ تر وروستي بال به لوبه کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG