لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دمرکزي حکومت دبدلېدو اغېزې به دپښتونخوا په حکومت څه وي؟


دپاکستان په قامی اسمبلۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو له خوا د وزیراعظم پرضد وړاندې کړل شوي دبې باورۍ په تحریک سبا رایې ورکول کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې څیړونکي وایي په مرکزي کچه د حکومت بدلیدو سره به د تحریک انصاف صوبایي حکومت دپاره هم مالي، انتطامیي او قانوني مشکلات سیوا شي.

دخیبر پښتونخوا دکورنیو چارو دمحکمې پخوانی سیکتر سید اختر علی شاه وایي وړاندې هم په پاکستان د بیلابیلو سیاسي ګوندونو صوبایي او مرکزي حکومتونه راغلي دي نو دصوبو او مرکزي حکومتونو تر منځه مشکلات پیدا شوي او د مخالفو سیاسي حکومتونو له خوا خنډان راولاړيږي خو د پاکستان اساسي قانون صوبو ته د حقونو ورکولو ضمانت ورکړ‎ی دی.

اختر علی شاه وي او ای ډیوه سره سره خبرو کې وویل دمحصولاتو په مد کې چې مرکز ته کومې پانګې راځي نو د ایین لاندې هغه صوبو ته ورکړل کیږي هم دغه شان د ایین لاندې د بجلۍ په مد کې د صوبې حق منل شوی دی.

هغه وایي که چېرې د ایین خلاف ورزي کیږي نو بیا به مشکلات نور هم زیات شي ځکه چی د این ایف سي ايوارډ او بجلۍ په مد کې د صوبې بقایا جات په قلاره کیدای شي او مرکزي حکومتي پرمختیایي منصوبې به هم شاته وغورځیږي.

تیره ورځ د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان یو غږییز پیغام هم په سوشل میډیا رسوا شوی ؤ چې پکې هغه دخپل ګوند په وزیرانو ټینګار کړی ؤ چې د حکومتي ګوند نه د اوښتو غړو اؤ امریکې په ضد احتجاجونه وکړي.

د سوشل میډیا د لارې هم د اعلا وزیر محمود خان په دغه غږییز پیغام نیوکې شوي اؤ‌ خبریال عقيل يوسفزي په ټویټر لیکلي چې د وفاقي حکومت د بدلیدو وروسته به د صوبایي حکومت مشکلات او چیلنجونه هم زیات شي ځکه چې د صوبې 30فیصدي انتظامي او 60فیصدي مالي انحصار په مرکزي حکومت دی او باید چې د تصادم نه ډډه وکړی شي.

دپیښور د اسلامیه کالج پوهنتون د سیاسیاتو استاد پروفیسر شاه نواز مشال وي او ای ډیوه ته وایي د مشکلاتو اندیښنه پخپل ځائ سمه ده خو دا وخت چې کوم حالات جوړ دي نو دا ښایي چې راتلونکی بدلون به د صوبو په حواله مثبت وي.

هغه وایي د تحریک انصاف په حکومت کې داسې څرګندیږي چې د صوبې حکومت هم د مرکزي حکومت په لاسو کی دی او د صوبې د حقونو دپاره هغه هومره کار نه دی شوی څومره چې پکار ؤ.

دهغه په وینا "د بجلۍ د پیسو، پټرولو،ګیس او این ایف سی ايوارډ په هکله څه نه دي شوي او زما دا خیال دی چې کومو سیاسي ګوندونو د 18م ترمیم دپاره کار کړی هغوی به دغه کارونه عملی کړي"

د پاکستان تحریک انصاف حکومت دعوې کوي چې د بجلۍ په مد کې د کال رایلټي یا پیسې د 6 اربو روپو نه 18 اربو روپو دکال پسر زیاتې کړی شوي او بیا په صوبه کې یوازې د تعلیم په محکمه کی د 14000 نه زیاتې نوکرۍ ورکړل شوي او د صوبې هر وګړي ته د صحت کارډ په مد کې وړیا د صحت اسانۍ هم ورکړی کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG