لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین کې د جګړو له سیمو د خلکو وېستل دوام لري


واشنګټن - اوکرایني چارواکو ویلی چې له وړاندې نه د ټاکل شويو بشري مرستو په لارو کې د ستونزو سره سره خلک د جګړې له وجې د مهمو ښارونو نه کډې کوي.

اوکرایني چارواکو د روس هغه تورونه هم رد کړي چې وايې اوکراین د روس په خاوره بمباري کړی.

د اوکراین یو جګ پوړي چارواکي ویلی چې د ماريوپول د دریو زرو نه د زیاتو کډوالو په ګډون شاوخوا شپږ نيم زره خلک د جګړو نه په وتلو کې کامیاب شوی دي.

خو هغه زیاتوي لا تر اوسه هم له دغه ځای څخه د زیاتو نورو کسانو وېستل پاتې دي.

د امریکا د دفاعي چارواکو ترمخه ماريوپول د روس د مزائلو او جنګي الوتکو په بمبارۍ کې ویجاړ شوی دی.

د سره صليب نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ ویلي وو چې د خلکو د راويستلو د پاره د امنيت او د حالاتو برابرولو ضمانت ته اړتیا ده خو د جمعې په ورځ بسونه د خلکو د رایستلو د پاره نه شو ورتللی.

د جمعې په ورځ د دونیڅسک سيمې ګورنر پاولو کېري لېنکو تور لګولی وو چې روس د بشري مرستو په اړه له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې.

له سيمې نه چې کوم خبرونه ترلاسه کیږي، د هغې داسې ښکاري چې خلک د ماريوپول نه پلي یا پیاده وتلی دي.‌

د اوکراین ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په خپل یو ویډیو وینا کې ویلی دي چې د ژوبل او د وژل شویو پوځي او عامو خلکو د راویستلو د پاره جدا مذاکرات کوي.‌

دا مذاکرات د ترکي سره کيږي. ترکي د روس سره د درېمګړي په توګه رامخې ته شوی.

د زېلېنسکي دفتر د جمعې په ورځ‌ ویلی دي چې له روس سره د نیول شویو کسانو د تبادلې په بهیر کې شپږ اتیا اوکرایني پوځیان راخوشې شوي خو دا یې نه ده ویلي چې اوکراین په بدل کې په کوم شمېر روسان پریښي دي.

د دې اوونې په سر کې روس ویلي وو چې دوي به پوځي عمليات راکموي خو اوکرایني چارواکي وايي د روس د ژمنو باوجود د سرښار کېف په ګډون د اوکراین په ښارونو د روس بمبارۍ روانه ده.‌

د اوکراین او لویدیځو چارواکو ترمخه د سرښار د شاخوا سېمو په ګډون په ځینو برخو کې د روس ځواکونه په تېښته مجبوره شوي دي.‌

د برتانيې د پوځ استخباراتي معلومات د اوکراین د ځینو دعوو پخلې کوي او زیاتوي د کېف شمال ختیځ او ختیځو سیمو کې اوکراین په ځوابي بريدونو کې محدود کامیابۍ ترلاسه کړی دي.

د اوکراین چارواکو د روس هغه تورونه رد کړي دي چې ویل کیږي د اوکراین ځواکونو په کاميابۍ سره د روس په بلګوروډ ښار کې د تيلو په ډيپو بريد کړی.

د اوکرېن د قامي امنيت د شورا مشاور دانيلوف هم د روس د دعوو سره اختلاف ښودلی دی.

د روس مقامي ګورنر ویلی دي،‌ په بريد کې دوه کسان ژوبل شوي او اورونه يې لګولی دي.‌

د کرېملېن وېاند ديميتري پېسکوف خبرداری ورکړی چې داسې بريدونه د سولې خبرو ته زيان رسولی شي.

د جمعې په ورځ‌ واېټ هاوس د روس دې تورونو په اړه څه نه دي ویلی خو زیاته کړی اوکراین دا تورونه رد کړي. واېټ هاوس د روس دا وېناوې هم رد کړي چې کېف د سولې خبرو کې خنډونه جوړوي.

د واېټ هاوس ویانده جېن ساکي ویلي چې په دې معامله کې یو زورور دی او هغه د روس ولسمشر ولادمير پوټين دی او د هغه په اشاره عمل کونکې د روس پوځ.

ساکي وایي پوټين دا خونړۍ جګړه شورو کړی ده او د روس ځواکونه د اوکراین په ښارونو او علاقو کې د تشدد انتهايي ګامونه پورته کوي.

جېن ساکی اوکرایني ځواکونو ته د امریکې د خوا د حفاظتي‌ سامانونو ورکولو پخلی کړی او ویلی دي چې د روس د خوا د کيمیاوي یا باېلوجيکل وسلې د کارولو په وخت دا ورلېګلی شي.

د امريکې او نېټو چارواکي د ډیرو ورځو راهیسې وایي چې کیدای شي ماسکو کيمياوي یا باېولوجيکل وسله وکاروي.

په دې وروستیو کې چارواکو ویلی دي، په نيزدو ورځو کې د داسو حملو هېڅ اشارې يې نه دي لیدلی، خو د امریکې د دفاع چارواکي د جمعې په ورځ‌ د کانګرس غړو ته ویلي دي چې روس مسلسل تور لګوي چې امریکا په اوکراین کې د داسې ليبارټرو سره مالي کومک کوي کومې چې باېولوجيکل وسله تیاروي، ځکه د روس د دې مسلسل پراپېګنډې په وجه تشویش لري.‌

د امریکې د دفاع سکترې ډېبورا روزنبلم کانګرس ته ویلی دي چې امریکا اوکراین کې د کومو لېبارټرو سره مرستې کوي، هغه د جنګ د پاره باېولوجيکل وسله نه تياروي.‌

د کرېملېن د خوا د اوکراین په ختیځه سيمه ډونباس باندې د توجو د بیان وروسته د امرېکې او لویدیځو هېوادونو دفاعي او استخباراتي چارواکي تشويش لري،‌ روس د جګړې د پاره تګلاره کې بدلون راولي.‌

د اوکراین چارواکو ویلی دي چې روس د اوکراین د کېف سيمې نه شاوخوا اووه سوه يونټې په یوه شپه کې بېلاروس ته اړولي دي.‌

د اوکراین د دفاع ناېب مشر، دا یو غېر معمولي ګام بللې دی خو د امریکې چاروکي وایي کېدلی شي روس د بېا حملې د پاره ځان تياروي. او دا هم کېدلی شي روس د اوکراین په ښارونو د بېلسټک ميزائلو بمباري وکړي.‌

د ترکي د ولسمشر د دفتر له خوا جاري شوي خبر کې ویل شوي د ترکي ولسمشر رجيب طيب اردوان د اوکراین او روس نه غوښتنه کړی چې د عقل نه کار واخلي او د جمعې په ورځ‌ پوټين ته يې په ټيليفون کې ویلی دي چې د اوکراین سره دې مزاکرات وکړي.

چين ویلی دي چې بيجنګ په خپله طريقه د پرامن حل د پاره هڅې کوي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG