لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اپوزیشن ګوندونو داسپیکر اسد قیصر پرضد هم دبې باورۍ تحریک جمع کړو


Asad Qaisar

د وزیراعظم عمران خان نه وروسته اپوزیشن ګوندونو دقامي اسمبلۍ داسپیکر اسد قیصر په ضد هم دبې باورۍ تحریک دقامي اسمبلۍ په سیکرټریټ کې جمع کړی دی.

اپوزیشن ګوندونه په اسپیکر اسد قیصر دسیاسي ډلې ټپلې پاللو تورونه لګوي اؤ وایي هغه اوس نور د اسپیکر په منصب دناست وړ نه دی پاتې شوی.

دا په داسې حال کې ده چې داپوزیشن ډلو لخوا د وزیراعظم عمران خان پرضد قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي دبې باورۍ په تحریک نن داتوار په ورځ رایې کیږي.

اپوزیشن ډلې دعوه لري چې قامي اسمبلۍ کې ورته نزدې د۲۰۰ؤ غړو ملاتړ ترلاسه دی اؤ په اسانه وزیراعظم عمران خان له خپلې څوکۍ کوزولی شي.

داسد قیصر پرضد جمع کړل شوي دبې باورۍ په تحریک تر۱۰۰ؤ زیاتو دقامي اسمبلۍ غړو لاسلیکونه کړي اؤ دا تحریک پخواني اسپیکر ایاز صادق ، خورشید شاه، نوید قمر اؤ شاهده اخترعلي داتوار په ورځ دقامي اسمبلۍ سیکرټریټ کې جمع کړی.

د قامي اسمبلۍ پخواني ډپټي اسپيکر او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي فېصل کريم کنډي په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ د پاکستان د ایين ترمخه سپيکر به بې پلوه وي او د ټول پارليمان به يو شان مشري کوي، خو موجوده اسپيکر د خپل ګوند پاکستان تحريک انصاف په ښکاره ملګرتيا کوي، او غواړي چې د بې باورۍ په تحریک د رایې اچولو پروسه کې خنډان راولاړکړي.

"د سپيکر چوکۍ بې پلوه وي، خو موجوده سپيکر د خپل ګوند ملګرتيا کوي، که د عدم اعتماد ووټ په لار کې خنډان رامينځ ته کوي نو دده په ضد به هم د عدم اعتماد تحريک راوړل شي"

خو اسپیکر اسد قیصر بیا په بیلابیلو وختونو کې داپوزیشن لخوا په ده دجانبدارۍ لګیدلي تورونه رد کړي دي ا‌ؤ وایي دایین اؤ‌قانون له مخې دپارلیمان کارروایي پرمخ وړي اؤ دپارلیمان دټولو غړو سره یو شان چلند کوي.

په اسلام اباد کې میشت خبريال عبدالله مومند وايي وړاندې وختونو کې د بې باورۍ په تحریک رایو اچولو کې د اسپيکر کردار بې پلوه پاتې شوی دی خو دموجوده سپیکر رول ته په کتلو سره په اسانه ویل کیدای شي چې سپيکر د ټول پارليمان نه بلکې د پاکستان تحريک انصاف استازیتوب کوي.

سپیکر اسد قېصر څو ورځې وړاندې پاکستاني ميډيا ته ويلي وؤ چې دی په موجوده حالاتو کې ماهرينو سره په رابطه کې دی، او دا يو خبره په ډاګه کول غواړي چې څه کوي د ایين او قانون سره سم به يې کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG