لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان صدر قامي اسمبلي ماته کړه،قانون پوهان یې غیراییني ګام بولي


National Assembly of Pakistan
National Assembly of Pakistan

دپاکستان صدر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په وړاندیز دقامي اسمبلۍ ماتولو اعلان کړی دی خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر وایي چې وزیراعظم عمران خان به دایین له مخې خپلې ذمه وارۍ پرمخ وړي.

اپوزیشن ګوندونه اؤ قانون پوهان د صدر لخوا داسمبلۍ ماتولو ګام غیر اییني بولي اؤ وایي دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راتلو وروسته وزیراعظم صدر ته داسمبلۍ ماتولو وړاندیز نه شي ورکولی.

صدر دقامي اسمبلۍ ماتولو اعلان وروسته له هغې کړی چې داتوار په ورځ دقامي اسمبلۍ په غونډه کې اسپیکر د وزیراعظم عمران خان پرضد داپوزیشن ګوندونو لخوا وړاندې کړل شوی دبې باورۍ تحریک رد کړو.

د اسمبلۍ له غونډې وروسته وزیراعظم عمران خان په ټي وي قام ته خپله یوه لنډه وینا کې وویل صدر ته یې د اسمبلیو ماتولو وړاندیز کړی اؤ قام دې نوؤ ټولټاکنو ته ځان تیار کړي.

داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په ټویټر لیکلي چې د اسمبلۍ ماتیدو نه وروسته به وزیراعظم دایین د۲۲۴مې مادې له مخې خپلې ذمه وارۍ په مخکې وړي خو وایي وزیراعظم مرکزي کابینه هم ختمه کړې ده.

پاکستان کې حکومت مخالف سیاسي ګوندونه اؤ قانون پوهان دصدر لخوا داسمبلۍ ماتول غیر اییني ګام ګڼي اؤ اپوزیشن ډلو ددې ګام پرضد سترې محکمې ته د رجوع اعلان کړی دی.

دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي هرکله چې د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ تحریک مخې ته راشي نو په اییني توګه بیا هغه نه شي کولی چې صدر ته داسمبلیو ماتولو وړاندیز وکړي.

هغه وایي که چرې څوک دا وایي چې دبې باورۍ تحریک تحریک داسپکر له لوري مسترد کړی شوی نو د بلاول زرداري په خبره "مونږ مخکې له مخکې په اسپیکر دغه لاره هم تړلې وه اؤ دهغه پرضد مو دبې باورۍ تحریک جمع کړی ؤ"

هغه وویل اسپیکر پخپل غیراییني رولنګ دهیواد ایین مات کړی اؤ دایین ماتولو سزا واضحه ده.

دپاکستان وتلي قانون پوهه سلمان اکرام راجه هم دقامي اسمبلۍ داسپیکر رولنګ غیراییني بللی اؤ‌ وایي دایین له مخې هم نن دبې باورۍ په تحریک رایې اخستل ضروري وې.

دپاکستان سپریم کورټ د وکیلانو دسازمان مشر احسن بهون دقامي اسمبلۍ ماتولو اؤ د بې باورۍ دتحریک مسترد کولو حکومتي ګامونه دپاکستان داییني اؤ جمهوري نظام پرضد یو سازش بللی اؤ دسپریم کورټ دمشر قاضي نه له خپله انده دنوټس اخستو غوښتنه کړې ده.

رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي اسپیکر په ښکاره توګه ایین مات کړی اؤ دخپل سوګند څخه یې سرغړونه کړې ده نو ځکه اوس دسپریم کورټ دمشر قاضي نه هیله کیږي چې دایین دپاسدارۍ لپاره مداخلت وکړي اؤ ددې ټولو غیر اییني ګامونو پخپله نوټس واخلي.

هغه ویلي دا دملک په ضد اؤ پارلیماني نظام پرضد یو سازش دی ترڅو پوځ رامخکې شي اؤ اقتدار‌ په لاس کې واخلي اؤ که چرې داسې وشول نو بیا به ددې ذمه وار ټول اړخونه وي.

(ددې خبر نور جذیات په لږو شیبو کې درکوؤ)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG