لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحريک مسترد کول د ارټيکل شپږم سرغړونه شوې؟ سياسي او ټولنيز غبرګون


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان پرضد چې د اپوزیشن ډلو لخوا دبې باورۍ وړاندې کړل شوی تحریک د قامي اسمبلۍ ډپټي اسپیکر قاسم سوري مسترد کړی، د اسمبلۍ غونډه یې ځنډولې ده، مخالفه ګوندونو او په ټولنيزو رسنيو دغه کار ته غېر اييني کار ويل شوي دي، او ځينې وايي عمران خان او د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر د ايين د ارټيکل شږم مرتکب شوي دي، ارټيکل شپږم غداري ده.

د مسلم ليګ ن او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف ويلي، عمران خان د ايين سره لوبې کړي دي، عمران خان غېراييني کار وکړو.

د جيو ټي وي سره په خبرو کې هغه وویل، دوی اوس سپريم کورټ ته ځي او د سپريم کورټ نه تمه لري.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي، سپيکر غېر اييني کار کړی، د پاکستان د ايين ماتولو سزا ښکاره ده، د ايين ترمخه په عدم اعتماد به نن رايې ورکول کيږي او دوی د خپل اييني حق ترلاسه کولو پورې په قومي اسمبلۍکې احتجاج کوي.

او د مسلم ليګ ن يوې بلې مشرې مريم نواز د عمران خان او هغه سره د وزیرانو عکس خپور کړی او ويلي يې دي، "دا خلک وپېژنۍ، چا چې د پاکستان په ايين حمله کړې او لغوه کړی يې دی. په دوی ټولو د ايين د شپږمې مادې لاندې مقدمه کول پکار دي".

جرنلسټ حامد میر په ټويټر ویلي،

"عمران خان د اخري بال پورې لوبېدو په ځای وکټې وويستلې او د مېدان څخه وتښتېدو".

دغه رنګ څرګندونې سليم صافي او طلعت حسېن هم په ټویټر کړي دي.

خو فواد چودري ويلي،

"که يو سیاسي ګوند د انتخاباتو نه د تېښتې لاره خپلوي نو هغه ته سياسي بهګوړه وايي، تشې خبرې مه کوئ د الېکشن تياری وکړئ".

په بل ټويټ کې حامد مير ويلي،

"مرستيال څارنوال/ ډپټي اټارني جنرل خالد محمود د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې او ويلي يې دي عمران خان (وزيراعظم) ايين لغوه/ منسوخ کړی، او زياته کړې يې ده هغه اوس د ايين د شپږمې مادې سره مخ کېدی شي کوم چې غداري ده".

قانون پوهه حسنات ملک د قومي اسمبلۍ د کارروايۍ نه وروسته ويلي،

"اوس د ټولو سترګې سپريم کورټ ته دي، سپريم کورټ به د قومي اسمبلۍ د سپيکر رولنګ رد کړي، کوم چې د ايين د 95 مادې عمل ودروي".

د پاکستان پيپلز ګوند مصطفی نواز کهوکر ويلي، "مشرانو قانون پوهانو فاروق اېچ نايک او رضا رباني خواست جوړ کړی، او نن په درې نيمې بجې به دوی په سپريم کورټ کې وي".

بل قانون پوهه اسد رحیم ويلي، "يو ځل بيا، د پارلیمنټ د قسمت فېصله به سپريم کورټ کوي".

جرنلسټ رفعت الله اورکزي ویلي،

"پخواني وزيراعظم عمران خان خپل نوم په هغو حکومتي مشرانو کې شامل کړو، چا چې د پاکستان د ايين سره لوبه کړې ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG