لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسپریم کورټ مشر قاضي دپاکستان په وروستي سیاسي بحران له خپله انده نوټس واخستو


Supreme Court Pakistan
Supreme Court Pakistan

دپاکستان دسپریم کورټ مشر قاضي‌ پاکستان کې د رامنځته شوي سیاسي بحران پخپله نوټس اخستی اؤ په دې اړه یې اعلامیه هم خپره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دقامي اسمبلۍ داسپیکر لخوا د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ دتحریک مسترد کړل شوی اؤ د وزیراعظم په مشوره دهیواد صدر قامي اسمبلي ماته کړې ده.

اپوزیشن ګوندونه دا ټول حکومتي ګامونه غیراییني بولي اؤ وایي دایین څخه په سرغړونې کولو په اسپیکر، وزیراعظم اؤ صدر ایین سره دغدارۍ دفعه لګول کیدای شي.

دپاکستان قانون کې ایین سره دغدارۍ سزا مرګ ده.

سپریم کورټ پخپله اعلامیه کې ویلي چې دسترې محکمې مشر قاضي دهیواد دننه د وروستي رامنځته شوي سیاسي وضعیت پخپله نوټس اخستی ا‌‌ؤ په دې اړه یې دنورو اقداماتو نه وروسته خلک خبر کړل شي.

پاکستاني رسنۍ امکان ښایي چې سپریم کورټ به ددې دوسیې اوریدنې لپاره ستر بیچ وټاکي .

عین حال کې پاکستان پیپلز ګوند هم دحکومتي ګامونو پرضد سترې محکمې ته یو اییني خواست ورکړی دی اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پخپل یو بیان کې ویلي چې دبې باورۍ په تحریک مسترد کولو دقامي اسمبلۍ اسپیکر ایین مات کړی اؤ دایین ماتولو سزا واضحه ده.

هغه ویلي ایین سره دغدارۍ دفعه یوازې په اسپیکر نه بلکې په وزیراعظم اؤ صدر هم لګي اؤ دوئ به ددې لپاره سترې محکمې ته خواست کوي.

دمسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف هم وزیراعظم عمران خان اؤ دقامي اسمبلۍ اسپیکر دایین په ماتولو تورن کړی اؤ ویلي یي دي هغوئ دایین ماتولو شپږمه اییني دفعه لګیدلی شي.

پاکستان کې وروسته له هغې یو سخت سیاسي بحران سر راپورته کړی چې داتوار په ورځ د وزیراعظم په ضد دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو لپاره رابلل شوې دقامي اسمبلۍ غونډه کې داسپیکر په منصب ناست مرستیال اسپیکر د اپوزیشن ګوندونو دبې باورۍ تحریک مسترد کړو اؤ داسمبلۍ غونډه یې وځنډؤله.

تر دې وروسته د وزیراعظم عمران خان په وینا دهیواد صدر ډاکټرعارف علوي دقامي اسمبلۍ ماتولو اعلان وکړو اؤ دپاکستان مرکزي کابینه هم ختمه کړل شوه.

اپوزیشن ګوندونه دریځ لري چې دبې باورۍ دتحریک دلارې د عمران خان اقتدار نه لرې کولو لپاره داړینو ۱۷۲ غړو څخه د زیاتو غړو ملاتړ په لاس کې لري او عمران خان دخپل اقتدار په لالچ کې دهیواد ایین دپښو لاندې چقولی دی.

ددې حکومتي ګامونو په ضد دپاکستان مرستیال سرکاري وکیل یا ډپټي اټارني جنرل په سمدستي توګه دخپل منصب نه دمستعفي کیدو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي عمران خان دخپلې واکمنۍ لپاره دپاکستان ایین دپښو لاندې چقولی دی اؤ په هغه اؤ دقامي اسمبلۍ په اسپیکر دایین شپږمه دفعه لګیدلی شي.

هغه وویل ستره محکمه کې اټارني جنرل دحکومت له لوري باور ورکړی ؤ چې دبې باورۍ تحریک به دایین په اساس پرمخ وړل کیږي خو وایي داسې ونه شوه اؤ وزیراعظم عمران غیراییني ګامونه واخستل.

خو دعمران خان په حکومت کې داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا دحکومتي ګامونو دفاع کړې ده اؤ ویلي یې دي چې سیاسي معاملې په محکمو کې نه هواریږي.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې فواد چوهدري وویل داسپیکر رولنګ په محکمه کې نه شي چیلنج کیدای اؤ نن چې په اسمبلۍ کې څه وشول دا ټول عمل دایین اؤ قانون مطابق دی.

هغه وویل صدر قامي اسمبلي ماته کړې ده ، اوس به نګران حکومت جوړیږي چې هغې لپاره به اپوزیشن نه هم نومونه غوښتل کیږي اؤ بیا به دټولټاکنو اعلان کیږي چې باید ټول ګوندونه پکې برخه واخلي.

خو قانون پوهه طارق افغان بیا وي او ای ډيو ته وایي کله چې د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ تحریک پارلیمان ته وړاندې شي نو بیا صدر په اییني توګه د اسمبلۍ ماتولو واک نه لري.

هغه وویل د بې باورۍ په تحریک د رایې کولو پرځائ ددې تحریک په مسترد کولو دقامي اسمبلۍ اسپیکر هم ایین مات کړی اؤ د وزیراعظم اؤ اسپیکر پرضد اوس دایین دشپږمې مادې لاندې کارروایي کیدای شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG