لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخالفه ګوندونه: عمران خان بغاوت کړی، سزا يې په ارټيکل 6 کې درج ده


پاکستان کې د مخالفه ګوندونو اتحاد ويلي، "عمران نيازي د ملک او ايين نه ښکاره بغاوت کړی د کوم څه سزا چې د ايين په ارټيکل شپږم (6) کې درج ده". خو عمران خان په مخالفه ګوندونو غږ کړی چې "عامو انتخاباتو پله دې راشي".

پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفه ګوندونو ویلي، "د عمران نيازي د بغاوت چې څومره غندنه وشي کمه ده".

د مخالفه ګوندونو اتحاد د عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحریک د قرارداد مسترد کولو وروسته غونډه کړې او په جاري کړي بيان کې يې ویلي، "نن د ملک د تاريخ توره ورځ ده، چې پکې د ايين، جمهوریت، قانون او سياسي اخلاقياتو پرضد بغاوت شوی دی".

په دغه بيان کې د چيف جسټس مننه شوې چې دغه حالاتو يې د خپل انده/ از خود نوټس اخستی، او تمه يې څرګنده کړې چې متحده اپوزيشن او او د پاکستان 22 کروړه ولس هیله لري چې د پاکستان اعلا عدليه به د پاکستان د ايين سره ودریږي.

مخالفه ګوندونو ويلي د ايين نه د بغاوت سزا د ايين په شپږمه ماده کې درج ده.

د پاکستان د ايين شپږمه ماده، سخته غداري

د ايين په شپږمه ماده/رټیکل کې ویل شوي، "څوک چې هم په زور يا د بلې غېر اييني لارې دستور/ ايين لغوه/ مات کړي، خراب يا معطل کړي هغه به د سختې غدارۍ مجرم وي، او د هغې دپاره پارلیمان د عمر بند يا مرګ سزا وړاندې کړې ده".

خو عمران خان بيا ويلي، "د عامو انتخاباتو په اعلان د مخالفه ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) په غبرګون حېرانه يم، دوی خو اسمان په سر اخستی وو چې زمونږ حکومت ناکامه شوی او په ولس کې مقبوليت د لاسه ورکړی دی، نو دوی بيا د انتخاباتو نه په ويره کې ولې دي؟، جمهوري خلک خو د تاييد او ملاتړ دپاره ولس ته رجوع کوي".

هغه ويلي دا به د پي ډي اېم دپاره غوره نه وي چې د حکومت غورځولو په ځای د بهر ملکي سازش برخه جوړیږي، انتخابات دې قبول کړي.

په 28 مارچ په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو، او عمران خان بيا ويلي وو، د حکومت د لرې کولو دپاره یې د بهر نه پېسې راځي، او په دغه عمل کې د دوی خپل خلک کاريږي.

عمران خان دغه خبره د (27مارچ) په ماښام په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې غونډې ته په وېنا کې کړې وه.

عمران خان بيا په 31 مارچ ناوخته قوم په ټیلي ويژن وېنا کې د ياد سازش په اړوند د بهرني خط يادګېرنه کړې او ويلي يې وو، "مونږ ته په اتم يا د هغې نه وړاندې په اووم مارچ مونږ ته د امریکې نه، د امریکې نه نه، د بهرني يو ملک نه، مطلب د بهر يو ملک نه پېغام راځي".

خو امريکې د عمران خان دغه تور رد کړی وو.

او مخالفه ګوندونو هم د عمران خان د خط خبرې ته جعلي ويلي وو.

پرون د سپيکر لخوا د بې باورۍ د قرارداد مسترد کولو، او سياسي صورتحال په خبره سپريم کورټ از خود نوټس اخستی او نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (4 اپرېل) پرې اورېدنه کيږي.

جرنلسټ سليم صافي ويلي،

"دوه باخبره جرنلسټانو نجم سيټهي او حامد مير دعوه کړې چې په امریکا کې د پخواني سفير اسد مجيد په کېبل (خط) کې د خپلې خوښې بدلون شوی دی، اوس ضروري شوې ده چې عدالت قرېشي (شاه محمود قرېشي)، سيکرټري خارجه او اسد را وغواړي او حقيقت مالوم کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG