لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې جمهوريت وران کړل شوی؟


په پاکستان کې روان سياسي صورتحال باندې په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو تاوده بحثونه روان دي، ورځپاڼوپه دغه اړوند خپلې اداريې ليکلي، په ټيلي ويژن چېنلو بحثونه روان دي او نظرونه پرې را روان دي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې خپله اداريه د (جمهوريت وران کړل شوی) په نوم د سر خط لاندې ليکلې ده، په ادارايه کې ليکل شوي، قوم ډېر حيران پاتې شو.

د بې باورۍ تحريک باندې رايې اچولو وړاندې به عمران خان بيا بيا ډېر په ډاډ سره ويل چې د تحريک ناکامه کولو د پاره ورسره سرپرايز موجود دی، دا په داسې حال چې سياسي چارو کارپوهان په دې باوري وو چې د عدم اعتماد ووټ به کاميابيږي، خو عمران خان بې فکره ليدل کېدو.

اداريي ليکلي د چا په خيال کې هم نه راتله چې هغه يعني عمران خان اخري چال به د جمهوري نظام سوځول وي، او پارليماني نظام به د يو داسې مشر په امر نسکور کړل شي چې تل به يې ورته په سپک نظر کتل.

د ډان په اداريه کې زياته شوې هغه څه چې د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ کې مخې ته راغله د پارليمان د ټولو کارروايانود قوانينو نه سرغړونه وه، په پارليمان کې د بې باورۍ تحريک وړاندې شوی وو، دا ښکاره مالومه وه چې مخالفه ګوندونو سره د پارليمان د غړو شمېر زيات وو چې بې باورۍ تحريک کامياب شي، خو رايي شماري ونه شوه او اسمبلي ماته کړی شوې.

د انګريزۍ ژبې بل اخبار دي نيوز خپله اداريه د اييني بحران د سر خط لاندې ليکلې او په اداريه کې ليکل شوې دا مهمه او خطرناکه ورځ د توقع نه زياته خطرناکه وګرځېده، د اتوار په سحر په اولنۍ روژه د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک باندې رايي ورکول کيده، خو مونږ وليدل چې ډپټي سپيکر قاسم سوري د بې باورۍ تحريک ختم کړو، وزير اعظم عمران خان د پاکستان صدر ته د اسمبلو تحليل کولو ويل او صدر اسبملي تحليل کړه او په 90 ورځو کې يې د نوي اليکشن اعلان وکړو.

اداريه ليکي دا هر څه په يو څو ګهنټو کې وشو، دا ملک د يو کابينې نه محرومه شو، او يو اييني بحران باندې بحث طرف ته لاړو چي د غېر معمولي صورتحال له وجې د اتوار په ورځ هم سپريم کورټ پرانستی شو، د اداريي په اخر کې ليکل شوي چي دا الېکشن موسم ښکاري، دې کې به د جمهوريت يا خلکو باره کې ډير کم بحثونه وي بلکې بې بنياده خبرې، او د ملک سره د وفادارۍ سندونو ورکولو باندې به پکې بحثونه کيږي.

د دې ترڅنګ په سوشل ميډيا هم د اتوار د ورځې په کاروايۍ بحثونه روان دي، حکومت مخالفه سوشل ميډيا کارکونکو ليکلي د اپورزيشن ګوندونو د عمران خان د وزير اعظم د څوکۍ نه لرې کول غوښتل دغسې وشو خو په غېر اييني توګه باندې، او دوي دا ټول عمل په ايين کې ورکړل شوې طريقه باندې سرته رسول غوښته.

جرنلسټ ضرار کوړو ليکلي هيچ چا ته هم پته نه لګيدله چې څه کول دي، د نيوټرل لخوا هيڅ سيګنل نه ورکړل کيدو، اول به داسې وه چې سور لايټ به د ګاډي د ودريدو د پاره کاريدو، شين لايټ سره به لار ازاده وه، او اوس ټولې سګنلې بندې وې، چا ته هم پته نه لګيدله چې څنګه ډراييونګ کول دي

سجاد مومند نومې تن په ټويټر ليکلي عمران خان حکومت د لاسه ورکولو په وخت ذهني مريض ښکاريده او هرقسمه الزامات يې لګول، سجاد ليکلي نه څه سازش وو، او نه بله کومه ډرامه ،د هر څه پته ولګېدله.

خبريال عقيل يوسفزي بيا د پوځ او حکومتي وزيرانو د بيانونو په اړه يو مختصر ټويټ کړی دی،

نوموړي ليکلي شيخ رشيد به وويل چې اوسنۍ پريکړو ته د رياستي ادارو پوره ملاتړ ترلاسه دی خو د پوځ وياندې ادارې ايي ايس پي ار ږويل چې بلکل هم نه، دا دروغ دي، روانو سياسي ماملاتو سره زمونږ هيڅ تعلق نشته.

بلاول بټو زرداري د عمران خان د يو ټويټ په ځواب کي ويلي په وخت اليکشن کول زمونږ غوښتنه وه، ستا نه وه، انتخابي اصلاحات او د درغليو پاکې ټاکنې د دوي اوږد مهاله هدفونه دي، کله چې د يو وزير اعظم خلاف د بې باورۍ تحريک روان وي نو اسبملۍ نه شي ماتول کېدی.

عمران خان په يو ټويټ کې ليکلي د پي ډي ايم د عامو انتخاباتو په عکس العمل باندې حېرانه دی، دوي به زمونږ د حکومت د ناکامۍ نعرې وهلې، او وويل به چې حکومتي ملاتړ يې بيللی دی نو بيا ولې اتخاباتو د تلو نه په ويره کې دي، جمهوري خلک تل د تاييد او ملاتړ دپاره ولس ته ځي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په ټويټرليکل شوي پاکستان تحريک انصاف د اولې ورځې نه ايين په سنجيدګۍ سره نه دی منلی، نن يې هم د پښو لاندې کړو،او د اقتدار په نشه کې مست عمران خان د خپلو ناکاميو پټولو د پاره د ايين سره لوبې وکړې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG