لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سياسي کړکېچ د ونډو بازار راټيټ کړی، د امریکا سره اړيکې خرابېدل به نورې بدې اغېزې ولري


په داسې حال کې چې د ملک دننه سياسي کړکېچ زیات شوی سوداګر هم د اندېښنې سره مخ دي او د پاکستان د ونډو بازار د اوونی په وړومبۍ ورځ 1000 پواينټونه راغورځېدلی خو بیا وروسته د ونډو بازار 200 پواينټونه بحال شوی، اقتصادی پوهان وایې په ملک کی د سیاسی کړکیچ له وجې سوداګر د پانګونو څخه ډډه کوي.

د اقتصاد ماهر او خبریال وکیل الرحمان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، کله نه چې د وزیر اعظم په ضد د عدم اعتماد تحریک شروع شوی سوداګر په سرمایه کارۍ کی دلچسپي نه اخلی.

هغه وويل، تیره ورځ سياسي صورت حال نور هم خراب شو چی له امله نن د ونډو بازار هم اغېزمن شوی دی.

هغه وويل، دوی وایي یو اړخ ته سیاسي بې یقیني ده او بل طرفته دغه حالات د امریکا سره هم تړلی کيږي سوداګر اندیښمن دي که د امریکا سره اړیکې خرابې شی نو د هغې اثرات به په اقتصاد ضرور پریوځي.

پاکستان کې د ونډو بازار په داسې حال کې راټيټ شوی چې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

وروسته سپريم کورټ د دغه کار از خود نوټس اخستی او مخالفه ګوندونو سپريم کورټ ته خواست کړی چې د دغه غېر اييني کار په اړه فېصله واوري.

د سټاک مارکيټ يا ونډو د بازار د وېب پاڼې تر مخه تیره اوونی د ونډو بازار کې استحکام راغلی وو او سوداګري 3.7% بحال شوی وه خو نن د ګل په ورځ د کاروبار په وړومبۍ ورځ د ونډو بازار 1000 درجې یا پواينټونه په ښکته راغلو او په کاروبار 2% مندی لیدل کیده خو بیا وروستو د ونډو بازار کی 200 درجې اضافه اوشوه خو دغه اضافه برقرار پاتی نه شوه او کاروبار د 1187 درجې کمی سره مخ شو.

نن سحر سټاک مارکیټ د سر د 100 کمپنو کاروبار په 44400 شروع شوی وو او اخری اطلاعاتو راتلو پورې د 1100پواينټونو کمي سره په 43964 پواينټونو روان وو.

وزیراعظم عمران خان د بې باورۍ د تحریک په ترڅ کې د بهرني سازش ويلي او د امريکا نوم يې اخستی وو، چې د بهر نه د هغه پرضد سازش شوی او دلته مخالفه ګوندونه او خپل خلک په هغه سازش کې کاريږي، خو امریکا دغه تورونه رد کړي دي.

د اقتصاد ماهر او د پیسو د بدلونکو د اتحادی مشر ملک بوستان وایي سیاسي کړکیچ سوداګر په تشویش کی اچولي او سوداګر خپله سرمایه هم اوباسي.

هغه وويل، د عدم اعتماد له وجی سوداګر اندیښمن دي او یوازې د مارچ په میاشت کې 500 ملينه ډالره سرمایه بهر ویستلې شوې ده او نوره هم اوباسي په ملک د اييني بحران سره مخ شوی دي، بايد چې زر تر زره دغه ستونزه هواره کړی شي کنه په اقتصاد به نورې هم بدې اغېزې ولري.

تیره اوونی د پاکستان مرکزي بېنک سټیټ بینک ویلي وو تیره میاشت په مارچ کی 400 ملينه ډالره سرمایه د ملک څخه بهر تلې او په تیرو 8 میاشتو کی 1.5 ارب ډالر ویستلی شوي او هم دغه وجه ده چې سیاسي بې یقیني د پاکستان اقتصاد چیلنجونو سره مخ کړی دی.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي).

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG